وال ستريټ ژورنال: القاعده لاهم ګواښ دی

وال سټریټ ژورنال: د دغې ورځپاڼې سرليک وايي، د اسامه بن لادن له وژل کېدو پنځه کاله وروسته، القاعده اوس هم گواښ دى.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، وال سټریټ ژورنال: د دغې ورځپاڼې سرليک وايي، د اسامه بن لادن له وژل کېدو پنځه کاله وروسته، القاعده اوس هم گواښ دى.

نيويارک ټايمز:

ورځپاڼه د افغانستان په سوېل کې د ارزگان پر لويې لارې روان تاوتريخوالي ته په اشاره وايي چې افغان ځواکونو پر لويې لارې د طالبانو ولکې ختمولو په موخه عمليات پيل کړي دي.

نيويارک ټايمز ليکي افغان امنيتي ځواکونو تېره ورځ وويل چې ارزگان ولايت ته له غځېدلې مهمې لارې د طالبانو په شاه تمبولو لپاره يې هلې ځلې پيل کړي، چې د ولايتي پلازمېنې ورځ تر بلې پياوړې کېدونکې کلابندي پاى ته ورسوي.

ورځپاڼه زياتوي، په داسې حال کې چې په دې وروستيو مياشتو کې ولسي او پوځي پام نر ډېره د هلمند پر جگړې ورټول دى، طالبانو ورو ورو د ارزگان مرکز ترينکوټ ته تللې لارې ټولې وتړلې.

د ورځپاڼې په وينا د ارزگان پخواني امنيه قومندان مطيع الله خان له وژل کېدو وروسته، دغه ولايت طالبانو لپاره په يوه نرمه موخه يا نرم هدف بدل شوى.

وال ستريټ ژورنال:

ورځپاڼه د افغانستان په سوېل کې د ارزگان پر لويې لارې روان تاوتريخوالي ته په اشاره وايي چې افغان ځواکونو پر لويې لارې د طالبانو ولکې ختمولو په موخه عمليات پيل کړي دي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، ورځپاڼه د افغانستان په سوېل کې د ارزگان پر لويې لارې روان تاوتريخوالي ته په اشاره وايي چې افغان ځواکونو پر لويې لارې د طالبانو ولکې ختمولو په موخه عمليات پيل کړي دي.

د دغې ورځپاڼې سرليک وايي، د اسامه بن لادن له وژل کېدو پنځه کاله وروسته، القاعده اوس هم گواښ دى.

ورځپاڼه زياتوي چې دغه نړېواله ترهگريزه شبکه وده کوي. وال ستريت ژورنال ليکي القاعده د منځني ختيځ او افريقا په لر او بر کې څانکې لري، چې په عربي ټاپووزمه کې شته هغه يې اوس هم لويديځ لپاره ستر گواښ بلل کېږي.

ورځپاڼه وايي که څه هم په دې وروستيو کې داعش ډېر د خبرو نو په سرليکو کې دى، خو د نړۍ تر ټولو خونړۍ بريدونه القاعدې کړي، ورځپاڼه د سپتمبر د يوولسمې پېښه، په الجزاير کې د غازو پر اسانتياوو بريد، په کینيا کې پر يوۀ بازار بريد او په فرانسه کې د چارلي اېبدو پر دفتر يرغل د القاعدې له لوري د شويو بريدونو بېلگې يادوي.

اکسپرس ټربيون

په پاکستان کې چاپېدونکې دغه ورځپاڼه وايي د پوځ مشر جنرال راحيل شريف تېره ورځ د هغو ترهگريزو کړيو په وړاندې د عملياتو پلان ومانه، چې د خپلو سمبالوونکو له لوري په دغه هېواد کې د بريد د لارښوونې انتظار باسي، او د ويده کړيو په نامه هم يادېږي.

د ورځپاڼې په وينا د عملياتو پلان د پاکستان د لوړپوړو پوځي قومندانانو په يوه غونډه کې ومنل شو.

په پاکستان کې چاپېدونکې دغه ورځپاڼه وايي د پوځ مشر جنرال راحيل شريف تېره ورځ د هغو ترهگريزو کړيو په وړاندې د عملياتو پلان ومانه، چې د خپلو سمبالوونکو له لوري په دغه هېواد کې د بريد د لارښوونې انتظار باسي، او د ويده کړيو په نامه هم يادېږي.

د عکس سرچینه، APP

د عکس تشریح، په پاکستان کې چاپېدونکې دغه ورځپاڼه وايي د پوځ مشر جنرال راحيل شريف تېره ورځ د هغو ترهگريزو کړيو په وړاندې د عملياتو پلان ومانه، چې د خپلو سمبالوونکو له لوري په دغه هېواد کې د بريد د لارښوونې انتظار باسي، او د ويده کړيو په نامه هم يادېږي.

د پلان له مخې چاڼيز عمليات به په هغو سيمو کې تر سره شي چې خطرناکې بلل کېږي، د بېلگې په توگه سوېلي پنجاب کې چې د توندلارو مرکز بلل کېږي.

عمليات د پاکستان د پوځ، استخباراتو او پوليسو له لوري په گډه تر سره کېږي.

ډيلي ټېلېگراف:

دغه بريتانيا چاپه ورځپاڼه وايي چې ٧٥ ميليون ترکان اروپا ته له ويزې پرته د سفر کولو اجازه تر لاسه کوي.

دغه بريتانيا چاپه ورځپاڼه وايي چې ٧٥ ميليون ترکان اروپا ته له ويزې پرته د سفر کولو اجازه تر لاسه کوي.

د عکس سرچینه، Carl Court

د عکس تشریح، دغه بريتانيا چاپه ورځپاڼه وايي چې ٧٥ ميليون ترکان اروپا ته له ويزې پرته د سفر کولو اجازه تر لاسه کوي.

د اروپايي ټولنې دا پرېکړه په داسې مهال کې مخې ته راځي چې ترکيې لا د کډوالو پر سر د شوې معاملې ټول شرايط نه دي پوره کړي. ټاکل شوې اروپايي کميسيون د چهارشنبې په ورځ اروپا ته پرته له ويزې د ترکي وگړو راتلل په مشروط ډول ومني.