د افغانستان اسلامي جمهوري دولت وروستي ۴۸ ساعتونه

د دغه نظام په وروستیو دوو ورځو کې په کابل او ولسمشرۍ ماڼۍ کې څه تېر شول؟

د اګست ۱۴مه - سهار

د کابل د نوي ښار پارک کې د کندز له جګړې راکډه شوي ماشومان پر ځمکه وېده دي

د کابل د نوي ښار پارک کې د کندز له جګړې راکډه شوي ماشومان پر ځمکه وېده دي

سهار - طالبان پلازمېنې ته په نژدې کېدو دي

People queue for hours to get travel documents at the Kabul passport office

د کابل پاسپورټ ریاست او ځينو نورو دولتي ادارو ته په اړینو اسنادو ترلاسه کولو پسې د خلکو اوږده قطارونه ورجوړ دي.

د کابل پاسپورټ ریاست او ځينو نورو دولتي ادارو ته په اړینو اسنادو ترلاسه کولو پسې د خلکو اوږده قطارونه ورجوړ دي.

په پلازمېنه کې عادي ژوند روان دی خو طالبان کابل ته په نژدې کېدو دي. ورسره د بېلا بېلو هېوادونو د سفارتونو تړل کېدو او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو رپوټونو هم اندېښنې ډېرې کړې دي. خو له دې سره سره ناټو د افغان ځواکونو د ملاتړ د دوام خبره کړې. ملګرو ملتونو ویلي چې د افغانستان وضعیت له کنټروله وتونکی دی، او د امریکا دفاع وزارت کابل خوندي بللی خو د طالبانو پر ډراماتیک پرمختګ یې اندېښنه ښودلې.

د جګړې له ډګره رپوټونه وايي چې د افغانستان د نیمايي ولایتونو مرکزونو باندې اوس د طالبانو ولکه ده. د روزګان ترینکوټ، د غور فیروز کوه او د لوګر ځينې سیمې تازه طالبانو نېولې او په شمالي ولایت بلخ کې بیا سخته جګړه شوې. 

سهار ۹:۳۰ - ولسمشر نن درې مهم کارونه لري

Former Afghan President Ashraf Ghani with officials and aids at a morning briefing in the Presidential Palace, Aug 14 2021

ګنګوسې دي چې ولسمشر محمد اشرف غني استعفا کوي او ولسمشرۍ ماڼۍ پرېږدي.  د ده د یوه سلاکار وحید عمر د یادښت له مخې، نن یې په اجنډا کې درې مهم کارونه دي. یو دا چې ولس ته نوی پیغام ثبت کړي. د پروني پیغام د نه خپرېدو پرېکړه شوې. هغه د طالبانو پر ضد د مقاومت په اړه و او پرون یې د دفاع وزارت له چارسمبالي بسم الله محمدي سره په  بالاحصار کې ثبت کړی و. دویم کار له شمالي ولایتونو کابل ته د راکډه شویو کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره په یوه جلسه کې ګډون دی او درېیم، له ځينو سیاسي مشرانو سره په ارګ کې کتنه

د اګست ۱۴مه - غرمه

Afghan policemen stand guard at a checkpoint along a road in Kabul on August 14, 2021.

د اګست پر ۱۴مه په کابل کې پولیس پر سړک ولاړ دي او ځينې ګاډي څاري

د اګست پر ۱۴مه په کابل کې پولیس پر سړک ولاړ دي او ځينې ګاډي څاري

غرمه - پر بانکونو او ATM ماشینونو ګڼه ګوڼه

Customers start lining up outside banks to take out cash

په کابل کې پر بانکونو او اې.ټي.ايم ماشینونو وروستیو دوو ورځو کې یاني شنبه او یکشنبه ګڼه ګوڼه بې سارې ډېره شوه.

په کابل کې پر بانکونو او اې.ټي.ايم ماشینونو وروستیو دوو ورځو کې یاني شنبه او یکشنبه ګڼه ګوڼه بې سارې ډېره شوه.

سیاسي بې ثباتۍ او د جګړې زور د ډالرو پر وړاندې افغانۍ راغورځولې ده. پر بانکونو او په ښار کې د خوراکي توکو او غلې پر پلورنځيو ګڼه ګوڼه ډېره شوې. خلک وايي، که جګړه تر کابله رسېږي، باید کورنۍ پر خوړو بسیا کړي. خو د هر څه بیې ختلې دي او په بانکونو کې پیسې په خلاصېدو دي.

د امریکا له سفارته لوګي پورته کېږي

په کابل کې د امریکا سفارت نه لوګي خېژي. وايي ځینې محرم اسناد یې سوځول.  عمله د سفارت د تخلیې لپاره چمتووالی نیسي.

ماسپښين ۱:۳۰ - ولسمشرغني ولس ته وینا کوي

د افغانستان ملي راډيو تلویزیون ولس ته د ولسمشر محمد اشرف غني وینا خپروي چې تر ډېره خلکو ته په ډاډګېرنه ورټوله ده. ښاغلی غني وايي، د امنیتي او دفاعي ځواکونو بیا انسجام ته یې لومړیتوب ورکړی او په هېواد کې د لا بې ثباتۍ او تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي. دم ګړۍ له سیاسي مشرانو او نړیوالو ملاتړو سره پر مشورو بوخت دی چې پایلې به یې وروسته شریکې کړي، خو پرې به نه ږدي چې دا جګړه لا ډېر خلک وځپي او د شلو کلونو لاسته راوړنې له منځه یوسي.

مازدیګر۴:۳۰ - ارګ کې د سیاسي مشرانو غونډه

Former President Ashraf Ghani meeting Political and Jihadi leaders at the Presidential Palace, Aug 14 2021, afternoon

تر عبدالرب رسول سیاف پرته د عبدالله عبدالله، حامد کرزي او یونس قانوني په ګډون بېلا بېل سیاسي مشران او چارواکي چهارچنار ماڼۍ ته رسېدلي دي. د ځینو ګډونوالو په خبره، څېرې ځړېدلې وې. د ولسمشر غني د یوه سلاکار وحید عمر د یادښت له مخې، تر پرونه چې ځينو د مقاومت خبره کوله، نن یې یو هم نه کوي. خو یو هم ولسمشر ته په زغرده نه وايي چې واک پرېږدي، مګر تر غوږ یې ورتېروي چې د "قربانۍ" وخت دی او د "وینې بهېدنې مخه باید ونیول شي". پرېکړه دا کېږي چې یو با صلاحیته پلاوی جوړ او سبا قطر ته لاړ شي چې له طالبانو سره د روغې جوړې وروستۍ هڅه وکړي.

ولسمشر: "دا پاکستان ته د تګ وخت نه دی"

د غونډې تر پای ته رسېدو مخکې یونس قانوني ولسمشر ته وايي چې دی او ځینې نور سیاسي مشران پاکستاني چارواکو سبا اسلام اباد ته ورغوښتي دي. ولسمشر ورغبرګوي چې دا پاکستان ته د تګ وخت نه دی.

تر غونډې وروسته ځينې سیاسي مشران سره وايي چې ولسمشر ته یې باید په زغرده د واک د پرېښودو ویلي وای او بېرته هڅه کوي چې ورسره وویني، خو هغه له ښاغلي محب او فضلي سره بوخت دی او نه ورسره ویني. او دلته یونس قانوني د ولسمشر غبرګون قهرولی. وحید عمر ته وايي چې د ولسمشرۍ لحاظ یې وکړ، کنه (پاکستان ته د تګ لپاره ) د هغه اجازې ته اړتیا نه لري.

۶:۳۰ - له نړیوالو همکارانو سره وروستۍ ناسته

Former President Ashraf Ghani meeting US ambassador Ross Wilson and General Pete Wasley at the Presidential palace, Aug 14 2021

ولسمشر له خپلو نړیوالو همکارانو سره د وروستۍ ناستې کوربه دی. په کابل کې د امریکا سفیر راس وېلسن او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال پېټ وېزلي سره ناست دی. دا غونډه د ښاغلي غني د ورځې په کاري اجنډا کې نه وه، خو ناڅاپه پکې اضافه شوې. د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي او لوی درستیز هیبت الله عليزی هم ورسره دي. د ارګ پر ټوېټر پاڼه په دې اړه لیکل شوي، نړېوالو همکارانو ولسمشر ته د همکارۍ د دوام او د طالبانو پر ضد د ګډې مبارزې ډاډ ورکړی دی.

ماښام ۷:۳۹ - وروستۍ ګومارنه

An image of Sami Sadat, the Helmand Special Forces Commander, appointed to take charge of security in Kabul, Aug 14 2021

د ولسمشرۍ پر ټوېټر پاڼه بل خبر خپور شوی چې د ولسمشر د حکم پر بنسټ ډګرجنرال سید سمیع سادات د کابل د امنیت عمومي مسول وټاکل شو. دی د هلمند له خونړۍ جګړې راستون شوی دی.

ماخوستن ۹:۲۷ - د مقاومت پیغام خپور نه شو

Former President Ashraf Ghani and security officials at Bala Hissar, Aug 13 2021

ارګ د ښاغلي غني هغه عکسونه خپاره کړي چې پرون له دفاع وزیر بسم الله محمدي سره د کابل بالاحصار ته تللی دی. خو هغه پیغام ورسره نه شته چې ولسمشر د طالبانو پر ضد د مقاومت په اړه هلته ثبت کړی و

تر دې دمه، طالبانو ویلي چې د کونړ، پکتیا او پکتیکا مرکزونه یې نیولي دي. لوګر کې هوايي بریدونه شوي او فاریاب کې چارواکي وايي چې طالبان یې په شا کړي دي. پر بلخ له څلورو خواو سخته جګړه روانه ده

د اګست ۱۴مه - ماښام

A view of the American embassy in Kabul at night

په کابل کې د امریکا سفارت او د ورڅېرمه سیمې د شپې منظره

په کابل کې د امریکا سفارت او د ورڅېرمه سیمې د شپې منظره

طالبانو ته د امریکا خبرداری

An image of a White House press release, confirming the sending of 5000 troops to help with the evacuation effort

د امریکا ولسمشر د افغانستان په اړه په یوه خبرپاڼه کې په دوحه کې طالب استازو ته خبرداری ورکړی چې که په کابل کې د امریکایانو ژوند له خطر سره مخ شي او یا د امریکا سفارت تر تخلیې مخکې کابل ته ننوځي نو له چټک غبرګون سره به مخ شي. 

جوبایډین همدا راز ویلي، د خپلو ځواکونو او ملاتړو د خوندي رایستنې لپاره یې امر کړی چې شاوخوا پنځه زره امریکایي پوځیان افغانستان ته ولېږي، او د بهرنیو چارو وزیر ټوني بلېنکېن ته یې دنده سپارلې چې له ولسمشر غني او نورو افغان مشرانو سره د افغانستان کشالې ته د یوې سیاسي حل لارې په موندلو کې مرسته وکړي.

واشنګټن؛ د وروستیو شېبو ډېپلوماسي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي چې انټوني بلېنکن له ولسمشر غني او ښاغي عبدالله سره په جلا جلا ډول تیلیفوني خبرې کړې دي او د ملاتړ ټټر یې ورته وهلی دی. ولسمشر ورته ویلي چې د وینې تر وروستي څاڅکي به د خپل هېواد دفاع کوي.

نیمه شپه ۱:۴۸ - د مزار شریف سقوط

د طالبانو پر ضد په بلخ کې مقاومت کوونکي عطا محمد نور او په شمال کې د دې ډلې پر ضد د جګړې سمبالوونکي عبدالرشید دوستم ماته خوړلې. ښاغلي نور دا هر څه په یوې "دسیسې" پورې تړلي بللي او پرخپله فېسبوک پاڼه یې په دې اړه لیکلي چې هر څه طالبانو ته "تسلیم کړای شول" او په خبره یې، پلان و چې دی او مارشال دوستم هم په لومه کې ښکېل شي، خو خوندي ځای ته یې ځانونه رسولي. رپوټونه وايي، دواړه ازبکستان ته اوښتي دي.

پر خواله رسنیو داسې ویډيوګانې لاس په لاس کېږي چې ګڼ شمېر ګاډي په شپه کې د ازبکستان پولې پر لور روان او پر حیرتان پل بند پاتې دي او ځينې سرتيري خپل نظامي کالي بدلوي او ملکي اغوندي.

د اګست ۱۵مه - سهار

Taliban fighters and local people sit on an military vehicle Afghan on a street in Jalalabad

په جلال اباد ښار کې ځينې طالب وسله وال او ځايي خلک پر یوه پوځي ګاډي سپاره دي

په جلال اباد ښار کې ځينې طالب وسله وال او ځايي خلک پر یوه پوځي ګاډي سپاره دي

د سقوط د ورځې سهار

د ۲۰۲۱ د اګست ۱۵مه، کابل نوی ښار

د ۲۰۲۱ د اګست ۱۵مه، کابل نوی ښار

ښار ارامه ښکاري خو په خلکو کې وېره خوره ده او کم شمېر دولتي مامورین خپلو دفترونو ته روان دي. نن تر پرون هم د بانکونو او اې ټي اېم ماشینونو ته اوږده کتاارونه ولاړ دي، خو اوس تر ډېره ډالر نه بلکې یوازې یوه کمه اندازه افغانۍ ورکول کېږي

ننګرهار؛ جلال اباد ښار ته طالبان ننوتل

Taliban fighters sit on a vehicle along the street in Jalalabad province on August 15, 2021.

د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵مه - د جلال اباد ښار پر یوه سړک ګڼ طالبان په یوه ګاډي کې ناست دي او خلک یې ننداره کوي

د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵مه - د جلال اباد ښار پر یوه سړک ګڼ طالبان په یوه ګاډي کې ناست دي او خلک یې ننداره کوي

د لغمان مرکز مهترلام، د فاریاب میمنه او د ننګرهار جلال اباد  هم طالبانو نیولي دي او د کابل دروازو ته په رسېدو دي.

Screen grab of a tweet from Nangarhar provincial governor, Zaiulhaq Amarkhil welcoming the handover of power without bloodshed

د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل پر ټوېټر پاڼه یو عکس خپور کړی چې پخپل دفتر کې له یو شمېر طالبانو سره ناست دی او لیکلي یې دي، په سوله ييز ډول د مرکز او ولسوالیو واک طالبانو ته وسپارل شو.

۹ بجې - د څرخي پله زندان دروازې خلاصې شوې

اوس د څرخي پله زندان هم طالبانو نیولی دی او دروازې یې د زرګونه بندیانو پر مخ پرانیستل شوې دي. د پژواک اژانس په خپره کړې ویډيو کې ښکاري چې ډله ډله بندیان خپلې بسترې او توکي په شا روان دي.

۹:۳۰ - امرالله صالح "نامالوم" ځای ته تللی

ولسمشر د حرم سرای په انګړ کې ناست او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب سره په خبرو بوخت دی.  امنیتي چارواکو ته یې سپارښتنه دا ده چې وضعیت باید نورمال وښودل شي چې د خلکو اندېښنه ډېره نه شي. وحید عمر، چې په دې اړه یې یادښت لیکلی وايي، ولسمشر د خپل دفتر رئیس متین بېک او د چارو ادارې مشر ښاغلي فضلي ته سپارښتنه کوي چې په پډوله دښته کې د بېځایه شویو پنډغالي ته د ورتګ زمینه ورته برابره کړي. خو هغه دواړه ورته وايي، چې د کابل وضعیت اوس هلته د تلو نه دی.

وروسته پرېکړه کېږي چې د کابل او په ټوله کې د افغانستان د وضعیت په اړه ماسپښین دوه بجې به د کابینې ناسته کېږي او لومړی مرستیال امرالله صالح هم باید خبر شي. خو هغه ولسمشر ته له څه ویلو پرته له خپل دفتره وتلی او یوه نامالوم ځای ته تللی دی.

۱۰ بجې - بګرام زندان هم مات شو

A screengrab of a tweet by Taliban spokesman Zabiulla Mujahid claiming the movement have taken control of Bagram prison

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر پاڼه ولیکل چې د افغانستان تر ټولو لوی او مهم زندان بګرام یې هم نیولی او ټول بندیان  خوشې شوي دي. خو بي بي سي ته ځينو بندیانو وویل چې نن سهار امریکايي الوتکو پر بګرام بمبار وکړ چې شاوخوا سل زندانیان پکې ووژل شول او دوی ته وویل شول چې د بل برید خطر شته نو صبر دې وکړي. وروسته پر مړو راتېر او کورونو ته لاړل.

طالبان د کابل ښار په دروازو کې لیدل شوي

طالبان اوس د کابل تر دروازو رسېدلي او په ځينو سیمو لکه د میدان ښار له لوري د کابل په کمپنۍ او میرویس میدان  سیمه کې خو له سپينو بیرغونو او وسلو سره طالبان پر موټرسایکلونو سپاره پر ګزمو لیدل شوي دي. 

۱۰:۱۱ - "په زور او جګړه کابل ته نه ننوځو"

Statement by the Taliban saying fighters will not enter the city by force

طالبانو خبرپاڼه خپره کړه چې له خپلو وسله والو یې پکې غوښتي، کابل ته به په زور نه ننوځي او تر هغه به صبر کوي چې له مقابل لوري سره تر خبرو وروسته په سوله ييز ډول د واک د سیاسي لېږد بهیر ډاډمن شوی نه وي.

۱۱:۱۹ - قطر ته د وروستي پلاوي لېږل

Ex-President Hamid Karzai and Abdullah Abdullah, the Chairman of the National Reconciliation Council discuss last minute diplomacy

مخکیني ولسمشر حامد کرزي او د سولې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله سره لیدلي دي. دوی غواړي له ولسمشر غني سره په پرونۍ غونډه کې د شوې هوکړې پر بنسټ دوحې ته له طالبانو سره د خبرو لپاره باصلاحیته پلاوی ولېږي

تنکۍ غرمه - وېره او له ښاره تېښته

پر سړکونو او کوڅو د پلیو خلکو ګڼه ګوڼه ډېره شوې. زرګونه ګاډي پر سړکونو بیروبار کې بند پاتې دي. هر څوک هڅه کوي چې ځانونه خپل منزل او کورونو ته ورسوي.  

د اګست ۱۵مه - غرمه

Pedestrians and motorists stuck in traffic gridlock as Afghans rush to safety amidst rumours of Taliban in the city on August 15 2021

د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵مه، پلي او په ګاډو کې سپاره خلک ټول هڅه کوي چې له ترافیکي ګڼې ګوڼې ژر ووځي او کورونو ته ځانونه ورسوي

د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵مه، پلي او په ګاډو کې سپاره خلک ټول هڅه کوي چې له ترافیکي ګڼې ګوڼې ژر ووځي او کورونو ته ځانونه ورسوي

۱۲:۱۱ - خلکو ته د ډاډ ورکولو بله هڅه

Screengrab of a tweet from the Presidential Palace seeking to assure people

ولسمشرۍ ماڼی پرخپله ټوېټر پاڼه کابل مېشتو ته بیا د ډاډ لپاره لیکلي چې په ښار کې پراګنده ډزې شوې دي خو پر کابل برید نه دی شوی او دوی دې ډاډه اوسي چې وضعیت کنټرول دی.

د کابل مېشتو ترمنځ وېره په ډېردو ده. هټۍ او مارکیټونه په بندېدو او ښوونځي او ادارې رخصت شوې دي

یوه "پټه امنیتي غونډه"

Screengrab of a tweet from Matin Bek, saying things are under control

د ولسمشر د دفتر مشر متین بېک هم پرخپله ټوېټرپاڼه خلکو ته ولیکل چې وارخطا کېږي دې نه او ستونزه نه شته.

خو وروسته د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وویل چې وضعیت په خرابېدو و او یوه "پټه امنیتي غونډه" راوبلل شوه.

غرمه ۱۲ بجې - پاکستان ته تلونکی پلاوی

د یونس قانوني، محمد محقق، احمد ضیامسعود، ‌احمد ولي مسعود، صلاح الدین رباني، کریم خلیلي، لطیف پدرام، میر رحمان رحماني، باتوردوستم او د عطا محمد زوی خالد نور په ګډون شاوخوا دېرش تنه، چې غواړي د ولسمشر غني له مخالفت سره سره اسلام اباد ته لاړ شي، په کابل هوايي ډګر کې بند پاتې دي. پروازونه ځنډېدلي دي.

د پارلمان ځينې غړي هم هوايي میدان ته رسېدلي چې له دغه ډګره د ترکش ایرلاین او کام ایر وروستیو الوتنو ته ځانونه ور ورسوي.

وروسته په کابل کې د پاکستان سفارت ولیکل چې یاد سیاسي مشران اسلام اباد ته رسېدلي دي

A group of Afghan politicians at the Pakistan embassy in Kabul before flying out to Islamabad, apparently on invitation by the Pakistani government

په کابل کې د پاکستان سفارت کې یو شمېر هغه سیاسي مشران ناست دي چې غواړي اسلام اباد ته لاړ شي

په کابل کې د پاکستان سفارت کې یو شمېر هغه سیاسي مشران ناست دي چې غواړي اسلام اباد ته لاړ شي

۱۲:۳۰ - "ولسمشر ته هېڅ شی نه دي ورپاتې"

د وحید عمر د یادښت له مخې، دا هغه شېبې دي چې ولسمشر غني‌ ته نور د حکومت، ادارې او امنیتي دستګاه په نوم څه نه وو ورپاتې او دولت پاشل شوی و. دی وايي، هڅه کېږي چې ولسمشر له دفاع وزیر بسم الله محمدي سره خبرې وکړي خو د هغه درک نه شته. بیا د کورنیو چارو وزیر عبدالستار میرزکوال او د ملي امنیت مشر احمد ضیاء سراج سره پر تیلیفون غږیږي او د کابل د خوندیتوب لپاره ځينې سپارښتنې ورته کوي.

ماسپښين ۱۴:۴۹ - د ولسمشر وروستی پیغام

په ښار کې اوازه ده چې ولسمشر غني له هېواده وتلی. خو هغه لا د ارګ په ګلخانه ماڼۍ کې پر څوکۍ د شاه غازي امان الله خان مېز ته د ملي بیرغ تر څنګ ناست دی او تر شا یې د احمدشاه بابا پر سر د تاج اېښودلو مراسمو تابلو ښکاري. د امان الله خان د نیمګړي فصل د بشپړوونکي نارې وهونکی محمد اشرف غني همدلته د ولسمشر په توګه خپل وروستی ویډيويي پیغام ثبتوي

ویډیو په نیم کې پرې شوې خوا دا پیغام هم کابل ښاریانو ته د ډاډ او امنیتي مسولانو ته د سپارښتنو په اړه دی

۲:۳۰ - ولسمشر غني له هېواده په وتو دی

تیلیفون ولسمشر ته یو مهم خبر ورکړ. د نظام د سقوط خبر و. ورپسې ښاغلی محب او د ولسمشر د ځانګړي ګارد قومندان قهار کوچی ولسمشر ته ورغلل چې پي پي ایس هم سقوط کړی. ولسمشر خوست ته د تګ لپاره د چمتوالي خبره ورته کوي، خو هغه ورته وايي چې خوست او جلال اباد هم سقوط شوي دي. ښاغلي غني وروسته له بي بي سي سره خبرو کې وویل چې شاوخوا کسانو یې د ده د دفاع توان بایللی و. په ګاډي کې کېناست خو نه پوهېده چې چېرې ځي او وروسته ورته څرګنده شوه چې وطن پرېږدي.

ولسمشر تر چورلکې راوستل کېږي. ښاغلی محب او د پي پي ایس قومندان هم پکې سپرېږي. دوه چورلکې د کابل شمال لور ته الوځي، یوه داسې لور‌ ته چې په لومړیو کې یې منزل نه و مالوم.

مازدیګر ۵ بجې - کرزی وايي، "زه درسره یم"

مخکیني ولسمشر حامدکرزي پر فېسبوک خلکو ته د ډاډګېرنې لپاره یو ویډيويي پیغام خپور کړی او وايي، له طالبانو سره په اړیکه کې دی چې د واک لېږد ته یوه سولييزه لار ولټول شي.

۵:۳۰ - صالح: طالبانو ته نه تسلیمېږم

Screengrab of Tweet by Vice President Amrullah Saleh, saying he will not surrender to the Taliban

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، پرخپله ټوېټرپاڼه ولیکل چې طالبانو ته به هېڅکله تسلیم نه شي او نه به هم تر یوه چتر لاندې ژوند ورسره وکړي. مالومه نه ده چې دی په دې دوو ورځو کې چیرې و او اوس چیرې دی، خو ویل کېږي پنجشېر ته تللی

د اګست ۱۵مه - ماښام

A military vehicle with unidentified militants patrolling in a street in Kabul, Aug. 15, 2021.

د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵مه، په کابل کې پریوه سړک پوځي ګاډی روان دی خو مالومه نه ده چې پکې سپاره وسله وال څوک دي

د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵مه، په کابل کې پریوه سړک پوځي ګاډی روان دی خو مالومه نه ده چې پکې سپاره وسله وال څوک دي

۶:۱۵ - کورنیو چارو وزارت ګرځبندیز اعلان کړ

په داسې حال کې چې طالبان د پلازمېنې په بېلا بېلو برخو کې په ګاډو او موټرسایکلونو په ګزمو لیدل شوي او له بېلا بېلو سیمو د وسله والو شوکو او ډزو رپوټونه هم ورکول کېږي، د افغانستان د کورنیو چارو چارسمبالی وزیر عبدالستار میرزکوال پرخپله فېسبوکپاڼه راښکاره شو. دی وايي، د ښار امنیت د کنټرول او د غلو غدیو د مخینوي لپاره په کابل ښار کې د شپې له نهو بجو ګرځبندیز اعلانوي.

۶:۱۹ - "مخکېنی ولسمشر له هېواده وتلی"

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله پر خپله فېسبوک پاڼه پیغام لري، وايي، "مخکینی ولسمشر له هېواده وتلی دی"

۶:۲۶ - طالبانو ته کابل ته د داخلېدو امر وشو

Published statement by the Taliban saying they will move into Kabul to prevent looting

طالبانو تازه اعلامیه خپره کړه چې کابل ته یې د ننوتلو پرېکړه کړې ده. ویلي یې دي چې ادارې تشې او امنیتي کسانو دندې پرېښې دي نو دوی په ښار کې د چور او تالان او خلکو ته د احتمالي ضرر د رسېدو د مخنیوي په موخه خپلو کسانو ته اجازه ورکوي چې کابل ته ننوځي، خو له هېچا سره به کار نه لري.

۷:۳۹ - عبدالله، کرزی او حمکتیار

عبدالله عبدالله، حامد کرزی او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار سره یو ځای شوي او وايي، د ګډوډۍ د مخنیوي او د واک سولييز لېږد لپاره لارې چارې سنجوي.  

ماخوستن ۱۰:۲۷ - له هېواده د وتلو کیسه

Former President Ashraf Ghani's statement on Facebook, saying he is now abroad

ولسمشر له یوه نامالوم ځایه پرخپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د کابل ښار د ورانۍ او د وینې تویېدنې د مخنیوي په موخه نن په ناڅاپي ډول هېواد پرېښودو ته اړ شو.

۱۰:۳۰ - طالبان د ولسمشر پر څوکۍ کېناستل

Taliban fighters inside the presidential palace in the evening of Sunday, 15 August

د اګست ۱۵مه، د یکشنبې په ماښام طالبان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې

د اګست ۱۵مه، د یکشنبې په ماښام طالبان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې

الجزیره تلویزیون یوه ډله طالبان ښيي چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ټيک پر هغه ځای ولاړ دي چې نن مازدیګر ترې ښاغلي غني د ولسمشر په توګه خپله وروستۍ وینا وکړه. دا ویډیو د افغانستان د درېیم اسلامي جمهوري نظام د رسمي سقوط ښکارندويي کوي

ملا برادر د طالبانو د "بریا" اعلان کوي

د طالبانو د دوحې دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په یوه ویډيويي پيغام کې د خپلې بریا اعلان وکړ

شپه - زرګونه خلک کابل هوايي ډګر کې پنډ دي

د جمهوري نظام له سقوط سره زرګونه کسان په داسې حال کې د کابل هوايي ډګر پر لور په خوځېدو دي چې وار د مخه ګڼه ګوڼه پکې ډېره ده.

شپه ده، هغه چې د اسلامي جمهوري نظام پر سقوط خپه دي، خوبونه یې تښتېدلي دي او هغه چې د طالبانو راتګ ته خوښ دي، ځمکه ځای نه ورکوي. خو هغه ځمکه، چې له څه باندې څلوېښتو کلونو راهیسې دې ته د ورته ګڼو بدلونونو شاهده ده، نن یې هغه صحنه بیا تجربه کړه چې له سینې یې یو بیرغ رایستل کېږي او بل پرې ټومبل کېږي.

او له دې سره شاوخوا شل کاله وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پای ته ورسېد

CREDITS: All Images GETTY and AP