مکې ته په پلي تګ یې د حج ادا کولو هیله پوره کړه

یوه پاکستاني محصل چې له ځان سره یې یوه چترۍ او یو د شا بکس لېږداوه، د سږ کال له حج وړاندې مکې ته په رسېدو یې تر ۴۰۰۰ کیلومتره ډېر پلی مزل وهلی دی. عثمان ارشد له خپل ښار اوکاړا نه شپږ میاشتې وړاندې د حج پلی سفر پیل کړ چې پر ایران، متحده عربي اماراتو او بالاخره د سعودي عربستان مکې ښار ته ورسېد.