د اختر په مناسبت له ګودر ځاځي سره مرکه

د ویډیو تشریح، د اختر په مناسبت له ګودر ځاځي سره مرکه

ګودر ځاځی د افغانستان د ځوان کهول له هغو هنرمندانو دی چې وايي، سندرې یوازې د خوند او موسیقۍ لپاره نه وايي بلکې غواړي په هره سندره کې په ټولنه کې شته ستونزې وننګوي او پېغام پکې ورسوي.

تازه یې له خپل ملګري هنرمند جاوېد امیرخېل سره د "مات کړه زنځيرونه" په نوم د اختر په مناسبت ګډه سندره ویلې ده او وايي چې دا یې د افغانستان "کلابندو" مېرمنو ته ویلې.

زموږ همکار نورګل شفق له ګودر ځاځي سره د اختر په مناسبت مرکه کړې ده.