ولې د کویتي دعوتګر فتوا پر خواله رسنیو د ښځو غوسه راپارولې؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د کویت مشهور دعوتګر عثمان الخمیس فتوا د ښځو ترمنځ تاوده او لانجمن بحثونه راپارولي او ګڼو ښځو پر خواله رسنیو خپله غوسه ښودلې ده. ځینو خلکو یې ملاتړی کړی او دریمې ډلې بیا د دې دواړو ډلو ترمنځ د انډول ساتلو او ارامۍ غوښتنه کړې ده.
کیسه یې څه ده؟
کویتي دعوتګر عثمان الخمیس د (المجلس) په نامه تلوېزیون خپله اونیزه وینا کې - چې د کویت د اطلاعاتو وزارت جواز هم لري- فتوا ورکړه چې "ښځو ته پر خواله رسنیو د خپلو انځورونو خپرول روا نه دي، ان که خپل وېښتان یې پټ کړي هم وي".
دی وايي: "ښځو ته پر ټویټر او انسټاګرام د خپلو انځورونو خپرول ناروا دي".
له قهره ډک غبرګونونه
د الخمیس دې فتوا ګڼې ښځې قهرولې دي، ځینو یې له دې فتوا سره لیکلي چې "د ښځې مخ لوڅول حرام نه دي".
ځینو ښځو پر ټویټر د هغو متناقضو عملونو په اړه پوښتلي چې الخمیس یې په اړه فتوا ورکړې او په حرم کې د ښځو د مخ لوڅول یې یاد کړي دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
فاطمې الدویجي لیکلي "د انځور په اړه زه توضیحات لرم، په ټولنه او عام ژوند کې د ښځې مخ لوڅول حلال دي. کله چې حرم شریف کې لوڅ مخ روانه وي هغه ولې نه دي حرام".
ځینو لیکلي چې د کار په ځای او سوداګریزو ځایونو او مرکزونو کې ښځې له سړو سره ګډ کار کوي، پرته له دې چې مخونه یې پټ کړي.
ځینو کویتي ښځو د "سعودي پرانیستې ټولنې" او "په کویت کې له ښځو سره د پېښېدونکو" کړنو ترمنځ پرتلنه کړې ده.
اریج عبدالرحمن حماده لیکلي: "سعودي یوې بلې نړۍ ته ننوتلی او موږ ته ویل کېږي پر انسټاګرام او ټویټر خپل انځورونه مه ږدئ".
ځینو بیا الخمیس "تر خپل حد تېر شوی بللی دی.
د المسافر بن دوت کوم په نامه یوه ټویټر کارن لیکلي "عثمان الخمیس له خپل حد پښه اړولې... له چارواکو غواړو چې توکمیز، مذهبي او دیني مسلو او د خلکو د ازادۍ کې د مداخلې له کبله پوښتنې ترې وکړي... د تکفیر پړاو ته رسېدلی چې دا د خطر نښه ده".
د الخمیس د فتوا ملاتړي
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
بله خوا، د الخمیس د فتوا ملاتړو هم خپل نظرونه ښودلي او تر ډېره دا د سلفي وهابي دیني بلاک نژدې خلک ګڼل شوي.
د الخمیس ځینو ملاتړو پر خواله رسنیو نیوکې کړې دي چې په وینا یې "ان تر ډېر لنډ مخکې وخت پورې ښځو پر خواله رسنیو خپل ډېر کم انځورونه خپرول".
ځینو لیکلي د الخمیس فتوا به د ځینو خلکو خوښه نه وي، خو د ده خبره سمه ده ځکه چې په وینا یې "امر بالمعروف او نهي عن المنکر" کوي.
خو دریمې ډلې بیا د تېرو دواړو مخالفانو او ملاتړو ترمنځ د توازن او ارامۍ غږ کړی دی.
دوی وايي "که څوک نصیحت ته غوږ نیول غواړي، نو ودې نیسي او که نه غواړي نو دوی ازاد دي".
دیني عالمان: "څوک چې د پړوني اجباري کول غواړي، سختدریځۍ ته لمن وهي"
بي بي سي د فرانسې د امامانو ټولنې مشر شیخ حسن الشلغومي نظر ترلاسه کړی چې وايي "اسلامي دین د ښځې د مخ لوڅول ناروا کړي".
دی وايي: "دا نظر سخت دریځۍ ته لمن وهي، د اسلام د فقهاوو غالب نظر دا دی چې دا کار حرام نه دی او دا ډول نظرونه پر مسلمانانو منفي اغېز کوي او د شا تګ لامل یې ګرځي".
د ازهر شیخ: "نقاب د دین له اساساتو نه دی"

د عکس سرچینه، facebook
د ازهر شیخ احمد الطیب یوه مخکنۍ وینا کې ویلي: "۹۹ سلنه فقهاوو او مفسرینو ویلي، چې په دې ایت کې ("وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا) (ژباړه: او خپل زینت دې نه ښکاره کوي، مګر هغه چې له دې (زینت) نه (عادتا) ظاهرېږي) هدف هغه څه دي چې پر مخ او لاسونو پورې اړه لري او حدود یې په رانجو او ګوتمۍ کې دي".
الطیب وايي "د څلورو امامانو په نزد مسلمانې ښځې ته د خپل مخ او لاسونو لوڅول روا دي او امام ابو حنیفه یې پښې لوڅول هم روا ګڼلي، ځینو یې د لاسونو او مړوند ترمنځ د لاس لوڅول هم جایز ګڼلي".
دوکتور احمد الطیب وايي "هغه نظر سم نه دی چې وايي لمانځه کې دې ښځه خپل مخ، لاسونه او پښې پټې کړي، نقاب په لمانځه او حج کې ممنوع دی او دلیل یې دا حدیث راوړی چې "احرام کوونکې ښځه دې نقاب نه کوي".









