د ټیټانیک بېړۍ پاتې شوني چې مخکې مو نه دي ‌لیدلي

د ویډیو تشریح، د ټیټانیک بېړۍ پاتې شوني چې مخکې مو نه دي ‌لیدلي

هغه پوهان چې د ټیټانیک بېړۍ تر ټولو د لوړ کیفیت وېډیو یې تحلیل کړې، وايي د بېړۍ د پاتې شونو په څېړلو توانېدلي او داسې جزییات یې تر لاسه کړي چې مخکې نه وو لاسته راغلي.

دا k8 ویډیو یوه خصوصي شرکت (OceanGate Expeditions) په شمالي اتلانتیک کې د ټیټانیک پاتې شوني ثبت کړي دي.

خو ځینې تاریخ پوهان وايي، لا هم یو څه شته چې باید د کښتۍ له ډوبیدو څخه زده شي خو ناخوښ دي او وايي، چې دا د ۱۵۰۰ کسانو د مړو ځای د سوداګریزو ګټو لپاره کارول کېږي.