د نړۍ تر ټولو بوډا پانډا د هانګ کانګ ژوبڼ کې ومړ

د عکس سرچینه، Ocean Park
د نړۍ تر ټولو ډېر عمر لرونکی نر پانډا د هانګ کانګ په یوه تفریحي پارک کې د پنجشنبې په ورځ ومړ.
دغه پانډه چې "ان ان" نومېده، د ۳۵ کلونو په عمر ومړ - چې د پانډا دا عمر د انسان له ۱۰۵ کلونو سره برابر دی.
چارواکو په اوشن پارک کې ویلي په تېرو څو اونیو کې د پانډا وضعیت په خرابېدو شو.
ان ان له خپلې جوړې جیا جیا سره په چین کې مرکزي حکومت په ۱۹۹۹ هانګ کانګ ته د ډالۍ په توګه ورکړل.
یاد چارواکي وايي، پانډا ورو ورو خپل خوراک کم کړی و، ان تر دې چې په وروستیو کې یې سخت او کلک خواړه نه شوای خوړلی او یوازې په اوبو او محلول شوي څښاک پایېده.
د دغه پانډا پالونکو هم ویلي چې د فعالیت کچه یې راټیټه شوې او ډېر کله به پروت او ارام و.
دوی په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پارک چارواکو په پای کې پرېکړه وکړه چې دا پانډا ووژني او بوډا پانډا کړاو راکم کړي.
وړاندې پر اوشن پارک نیوکې شوې چې او فعالانو غوښتنه کړې چې د ډولفینانو نندارې باید ډېر کړل شي.
د پیټا مرستیال مشر جیسن بېکر هغه وخت ویلي وو: "د اوشن پارک پرېکړه کړې د ډولفینانو ننداره به پای ته رسوي، خو د سیاحتي چلن په ډول دا د حیواناتو ساتلو یو اخلاقي او مالي فرصت دی".
دا پارک کې ګڼ ژوندي مخلوقات ساتل کېږي.

د عکس سرچینه، Ocean Park
ان د سیچوان په ځنګل کې زیږېدلی او له خپلې ملګرې سره په ۱۹۹۹ کال هانګ کانګ ته رسېدلی.
خو ملګې جیا جیا یې په ۲۰۱۶ کال د ۳۶ کلونو په عمر مړه شوه. دا په بند کې تر ټولو د ډېر عمر لرونکې پانډا وه.
اوس په اوشن پارک کې یوازې دوه پانډاګان (ینګ ینګ او لي لي) پاتې دي.
په ځنګلونو کې ددغو حیواناتو اوسط عمر ۲۰ کاله دی، خو په بند کې د اوږد مهال لپاره پاتېدلی شي.
چین پانډا د ملي خزانې په توګه ګڼي، خو نورو هېوادونو ته یې د نړۍ په لر و بر کې د سیاسي ملګرتیا جوړولو په موخه د پور په توګه ورکړي دي.











