ستاسې د سیمې دودیزې لوبې کومې دي؟
ایا ستاسې په سیمو کې اوس هم د خوسي, پانډوسکې, چیتۍ, پټ پټوني په څېر نورې دودېزې لوبې کېږي؟ او خپله مو کله دغه لوبې کړې دي؟
د پښتونخوا کوز دیر کې د بېلابېلو ځايي دودیزو لوبو سیالۍ پیل شوې.هلته د سپورت برخې چارواکي وايي، غواړي دودیزو لوبو ته وده ورکړي.
دوی زیاتوي چې پام کې ده دا لړۍ د پښتونخوا نورو سیمو ته هم وغځوي.