د اولیاوو ښار کې پسرلي مېله
د غزني ښار په څنډه او د غره په ډډه کې د تاریخي منارونو لاندې ځینې ځوانان د پسرلي په راتلو سره راغونډ شوي او یوه لوی ټیپ کې د سندرو کېسټ چالانه ده او دوی ورته اتڼ کوي.
دوی وايي، غزني ولایت د مېلو او تفریحي ځایونو د نشتوالي له کبله دلته راغلي. اسدالله بلهار جلالزی ورغلی او دا رپوټ یې پرې چمتو کړی دی.