جلال اباد ښار کې د کتابونو نندارتون

د افغانستان ختيځ ولايت ننګرهار مرکز د جلال اباد ښار باچاخان مزار کې د کتابونو درې ورځني نندارتون کې ګڼ سياسي او ټولنیز چاپ شوي آثار لیدو ته اېښودل شوي دي.

نندارتون کې د ګډون لپاره له کابل او خېبر پښتونخوا يو شمېر لیکوال او ژبپال هم ورغلي. دا نندارتون د مورنۍ ژبې نړېوالې ورځې سره هممهاله جوړ شوی چې موخه يې خپلې ژبې بډاينې او لوستنې ته د خلکو رابلل دي.

زموږ همکار ذبیح الله رحیمزي پرې دا رپوټ چمتو کړی.