د ۶ میاشتنۍ پانډا وېډیو چې تر ۴ میلیون ډېرو کسانو کتلې

په دې وېډیو کې د پانډا یوه بچۍ 'فو باو' ښکاري چې د ژوبڼ ساتونکي پر پښه نښتې او هغه نه پرېږدي چې ولاړ شي، دا وېډیو له ډیسمبر راهیسې پر یوټیوب تر څلور میلیون ډېرو کسانو کتلې ده. دا شپږ کلنه پانډا هغه لومړنۍ لویه پانډا وه چې سوېلي کوریا کې زیږېدلې ده. مور او پلار یې 'اې باو او لي باو' سیول ته څېرمه د ایورلنډ یونګین ژوبڼ ته د چین "پانډا دیپلوماسۍ" پروګرام په لړ کې راوړل شوي وو.