کورونا وېروس: ایا قرنطین کې ټوله ورځ تلویزیون کتل ګټه لري؟

د عکس سرچینه، BBC Ideas / Ripple Pictures
ډېری ټلویزیونونه د خپلو خپرونو لپاره داسې تخنیکونه کاروي، چې په اسانۍ سره لیدونکي د ټلویزیون پردې پر وړاندې تر ډېره وخته بوخت وساتي.
د ټلویزیوني خپرونو کره کتونکی او ژورنالیست سکاټ بریان وايي کولای شي د پروګرامونو یوه بشپړه لړۍ په یوه ورځ کې وویني، خو په وینا یې 'د افراط تر حده د ټلویزیون پر وړاندې کېناستلو پیل حادثاتي و او په پیل کې یې واک هم د ټلویزیون لیدونکو سره و. '
نوموړی زیاتوي، د نېټفلیکس غوندې خپرندویه ادارې په غیر محسوس انداز هڅه کوي، لیدونکي له ځان سره وساتي:
'د بېلګې په توګه د یوې لړۍ د هرې کړۍ په پای کې کریډیټ درکوي، خو هغه لاندې پټې برخې ته ځي او یو کوچنۍ لارښوونه مو په اتومات ډول د بلې کړۍ لیدو ته جلبوي او په دې توګه کله ناکله داسې کېږي چې تر دریو ساعتونو پورې هم په یوه مخه یوه خپرونه ګورو. '

د عکس سرچینه، BBC Ideas / Ripple Pictures
ډېری ټلویزیوني پروګرامونه داسې طرح شوي چې د لیدونکو هیجاني کیفیت راپارولو ته په کې توجه شوې.
سکاټ په دې لړ کې هم نېټفلیکس مخکښ بولي او په وینا یې ډېری خپرونې او د خپرونو کیسې یې ګڼ کردارونه او کږلیچونه لري، چې لیدونکي یې له سره تر پایه لیدو ته اړ شي.
تر ساعتونو پورې د ټلویزیوني خپرونو لیدو په تړاو ځینې کارپوهان بیا په دې اند دي، چې منفي اړخونه لري.
ځینې ماهرین وايي تر ډېره پورې ټلویزیوني پردې ته کتل د اضطراب او ان ژور خفګان لامل کېږي.
نفسیاتي ماهره ډاکټره حمیرا ریاض وايي، یو په بل پسې د تلویزیوني خپرونو لیدل زموږ پر عصبي نظام ناوړه اغېز کولای شي او کېدای شي خوب مو ورسره ګډوډ شي.

د عکس سرچینه، BBC Ideas / Ripple Pictures
نوموړې د بېلګې په توګه د ځینې خپرونو یادونه کوي، چې وژنې او ورته نورې بوږنونکې صحنې پکې ښوول کېږي او په وینا یې د داسې صحنو له لیدو وروسته انساني عصابو ته ګرانه ده، چې ارامه شپه تېره کړي.
خو په ورته مهال بیا له ځینې مینه ناکو صحنو خوند اخلو او اړ کېږو چې بیا بیا دغسې پروګرامونه وګورو.
ډاکټره ریاض وايي، کله چې له داسې کردارونو سره مخامخ کېږو، په انساني بدن کې د مینې هارمون اوکسیټوسین تکثیر کوي او دا یو تړاو رامنځته کوي:
''اوس داسې ګڼ کرکټرونه دي، چې یو نا یې یو یې په کومه ټلویزیوني خپرونه یا فلم کې وینو او یو جذباتي تعلق ورسره مومو. ''
نوموړې زیاتوي کله چې موږ تر ساعتونو پورې یو فلم یا ټلویزیوني خپرونه له سره تر پایه پورې ګورو، اصلاً د همدې تعلق راپیدا کېدو لپاره تر ساعتونو پورې له خپلو احساساتو سره د بوختیا فرصت مومو:
''زموږ ذهنونه د واقعي فعالیت او تصور شوي فعالیت تر منځ تبعیض نه کوي. ''
تر اوږده وخته د ټلویزیوني خپرونو کتلو یو بل لامل هغه وېره بلل کېږي چې د قرنطین له کبله په ذهنونو کې له عام محضره د محو کېدو په تړاو ده.

د عکس سرچینه، BBC Ideas / Ripple Pictures
د یوې هنري خپرونې طراح بریان لوبیل مني چې تر لسو ساعتونو پورې یې پرلپسې یوه ټلویزیوني خپرونه کتلې او په وینا یې لامل یې دا چې غوښتل یې د عامه بحث برخه واوسي.
نوموړی وايي، تر ډېره ټلویزیون ته د کتو خبره برالا کولو ته یو ډول په ښه نظر نه کتل کېږي. هغه وايي، خلک شرمېږي چې ووايي، نن مې پر کاري کمپیوټر د څلورو بېلا بېلو پاڼو یو ځای کتلو پر ځای شپږ ساعته د ټلویزیون پر وړاندې تېر کړل.
خو په وینا یې:
''برعکس موږ داسې نه وایو چې تر ساعتونو مې کتاب مطالعه کړ، حال دا چې زموږ د زمانې یو شمېر مشهور لیکوال د همدې ټلویزیوني خپرونو لپاره لیکل کوي. ''
نوموړی له یوې پراخې موسکا سره وايي:
''زه به وروستی سړی یم چې تر ډېره به د ټلویزیون له کتلو خلک منع کوم. ''








