پاکستان: د جایزه ګټونکي فلم ننداره ځنډول شوې

Poster of the film Zindagi Tamasha

د عکس سرچینه، Instagram/Khoosat Films

د عکس تشریح، د زندګي تماشه نومي فلم پوسټر یا بنر

پاکستان کې د یوه مذهبي سیاسي ګوند له اعتراضه وروسته یو جایزه ګټونکی فلم نندارې ته نه وړاندې کېږي. د ګوند مسوولینو په دغه فلم کې د یوه نعت خوان پر رول اعتراض کړی و.

د ګوند مسوولینو ویلي: ''دغه فلم ښايي (خلک) له اسلام او پیغمبر نه منحرف کړي.'' چارواکي وايي، د دغه فلم ننداره د ګډوډۍ لامل کېدای شي.

"زندګي تماشه" نومي دغه فلم د یوه داسې سړي پر کیسه راڅرخي چې په یوه واده کې یې د نڅا اخیستل شوې ویډیو لاس پر لاس کېږي او نوموړی له همدې امله په ټولنه کې له شرم سره مخامخ وي.

د فلم ډایرکټر یا هدایت کار وايي، هدف یې د هېچا سپکاوی نه دی.

د فلم نندارې له لغو کېدو مخکې د دغه فلم مشهور چمتو کوونکي سرمد کهوسټ ویلي، ده، کورنۍ او د فلم چمتو کوونکي ټیم ته یې ګواښونه شوي دي.

د دغه فلم ناندریزې موضوع یو ځل بیا په پاکستان کې د فکر او نظر ژور تضاد په ګوته کوي، چې دا وروستیو کلونو کې د مذهبي ډلو غږ پکې تر نورو لوړ معلومېږي.

د ځايي رسنیو په رپوټونو کې د تحریک لبیک پاکستان نومي ګوند یوه ویندوی له قوله ویل شوی، چې د دغه فلم مواد (کفري) دي.

د کفر تور په پاکستان کې خورا حساسه موضوع ده.

د دغې موضوع اړوند یو شمېر مشهورو قضیو په نړیواله کچه شهرت موندلی. زندګي تماشه تېر کال په مشهور بوسان فلمي مېله کې نندارې ته وړاندې شو او لومړۍ فکشن يا خيالي داستان لرونکي فلم جایزه یې وګټله.

له پروګرام سره سم به دغه فلم د جنورۍ پر ۲۴ مه د پاکستان سینماګانو کې نندارې ته وړاندې کېده او له دې مخکې د فلم ټرېلر هم خپور شوی و، چې ږیره لرونکی نعت خوان پکې لیدل کېږي.

تېره اونۍ ښاغلي کهوسټ د لومړي وزیر عمران خان په نامه یوه پرانیستي لیک کې ویلي و، د بې شمېره ګواښونو او سپکو سپورو له کبله فکر کوي چې دغه فلم نندارې ته وړاندې نه کړي.

د فلم ډایرکټر یا هدایت کار سرمد کهوسټ وايي، هدف یې د هېچا سپکاوی نه دی.

د عکس سرچینه، INSTAGRAM/ SARMAD KHOOSAT

د عکس تشریح، د فلم ډایرکټر یا هدایت کار سرمد کهوسټ وايي، هدف یې د هېچا سپکاوی نه دی.

بل لور ته تحریک لبیک پاکستان په ټول هېواد کې د لاریونونو غوښتنه وکړه، چې نندارې ته د فلم وړاندې کېدو مخه ونیول شي.

سره له دې چې د پاکستان مرکزي فلم سانسور بورډ او ایالتي بورډونو فلم ته د نندارې لپاره جواز ورکړی، اوس د فلم ننداره ځنډول شوې ده.

بل لور ته د سې شنبې پر ورځ د اطلاعاتو او معلوماتو برخه کې د پاکستاني لومړي وزیر سلاکارې فردوس عاشق اعوان وویل، فلم چمتو کوونکي ته ویل شوي، تر هغه مهاله دې دې فلم نندارې ته نه وړاندې کوي، چې فلم سانسور بورډ یې په هکله د هېواد له اسلامي نظریاتي شورا سره مشوره وکړي.