ایما واټسن؛ داسې هنرمنه چې یوازې خوشاله وي

د عکس سرچینه، Getty Images
د هالیووډ وتلې هنرمنه ایما واسټن وايي، له خپلې ۳۰ کلیزې وړاندې د شخصي ژوند په تړاو د فشار له امله پرېشانه او بې سکونه کېږي.
نوموړې دا مهال ۲۹ کلنه ده، خو د راتلونکي کال اپرېل کې ۳۰ کلنه کېږي.
هغه وايي، په ذهن کې یې په دې تړاو ځینې وېرې او اندېښنې ور پیدا کېږي.
ایما وايي، له ځان داسې پوښتنې کوي چې تراوسه یې څه ترلاسول غوښتل.
برېټیش ووګ مجلې سره مرکه کې زیاتوي: "که واده دې نه وي بچیان به دې هم نه وي... دا ډول اندېښنه او پرېشاني تر نه باورېدونکي برید رسېږي".
خو دا برتانوۍ هنرمنه زیاتوي، یوازې خوشاله ده او خپله د ځان ملګرې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
هیري پاټر سره مشهوره شوې دا هنرمنه زیاتوي چې مخکې یې هم کله پر دې خبره باور نه و، چې یوازې به خوشاله وي، خو اوس باوري ده چې یوازې خوشاله وي:
"دې خبره کې ډېر وخت ولګېد، خو اوس یوازې خوشاله یم".
ایما د ښځو د حقونو لپاره هڅې کوي، هغه وايي ۲۰۱۸ کال یې د ژوند یو سخت پړاو و:
"ما تر ډېره دا فکر کاوه چې هر یو پر ۳۰ کلیزه ولې دومره شور جوړوي، دا ولې دومره لویه خبره ده. اوس په ۲۹ کال کې په ما هم دا فشار شته او دا هم د دې لپاره چې ناڅاپه له هرې خوا ماته اشارې کېږي. "
د نوموړې په خبره: "که کور دې نه وي جوړ کړی، خاوند نه لرې، اولاد دې هم نه وي او ته ۳۰ کلنۍ ته رسېږي، خپل مسلک کې هم خوندي او مهم ځای نه لري، یا ته اوس هم پر دې شیانو فکر کوې... دا اندېښنه تر نه باورېدونکي برید رسېږي".

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایما واټسن نوی فلم "لېټل ومن" به ډېر ژر خپور شي.
هغه وايي، له لورا ډرن او میرل سټرېپ سره ګډ کار یې ډېر خوښېږي:
"موږ درې واړو له لېټل ومن ډېر مخکې سره پېژندل. "
دا وايي، خپلو کې چې سره وي پر انساني حقونو خبرې کوي: "زموږ ملګرتیا د انساني همدردۍ د کارمنانو په څېر ده او موږ له ګډ کار مخکې هم د یوه غورځنګ برخه وو. "

د عکس سرچینه، Getty Images
ایما واټسن د ملګرو ملتونو له خوا د مېرمنو استازې ده او د هي فار شي په نوم د خوځښت غړې ده چې په نړیواله کچه د انډول لپاره غږ پورته کوي.
هغې په دې برخه کې د نوبل ګټونکې پښتنې ملالې یوسفزۍ سره هم مرکه کړې ده.
ملاله وايي، د ایما واټسن له وجې ځان ښځپاله یا فیمنسټه بولي او د خپل ځان لپاره په دې نوم کوم شک نه کوي.








