تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هرات کې انځورګري
هرات آن پنځه پيړۍ مخکی د انځورګرۍ لوی مرکز و. سره له دی چې د هرات اصیله او پخوانۍ انځورګري بیخې له منځه نه ده تللې خو په دې وروستیو څو لسیزو کې د نقاشۍ نوي سبکونه هم پکې دود شوي دي.
یو له دغو نویو سبکونو يې عصري انځورګري ده چې د لوېدیځ له هنري خوځښتونو په الهام دود شوې ده. دا ډول انځورګري اوس په افغانستان کی دومره مینه وال نه لري خو هراتی انځورګر نوید فضلي وایي دی په دې ډګر کې د عامو خلکو ذوق ته نه ګوري، بلکې د خپل هدف لار څاري.