تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له افغانستانه د هنرمندانو تګ
له افغانستانه لا هم د لوستو کسانو او کدرونو د وتلو لړۍ دوام لري. دوی اروپايي او د سيمې نورو هېوادونو ته د ښه ژوند په لټه ځي.
په دې وروستيو کې یو وتلی افغان انځورګر عبدالرحمان ومان نیازی هم له کابله په همدې موخه هند ته کډه شوی. دی وايي په افغانستان کې هنر او هنرمندانو ته هغسې چې په کار ده، توجه نه کېږي.
ښاغلی نیازی هیله من دی چې په هند کې به يې هنر بازار پېدا کړي او خپلې کورنۍ ته به ښه ژوند برابر کړي. نورګل شفق د هند په پلازمېنه ډيلي کې د ومان نیازي کور ته ورغلی او خبرې يې ورسره کړي دي.