د هند فلمي ستوري نن سبا چېرې دي؟

د هند فلمی صنعت نړۍ (بالیووډ) په تړاو ویل کېږي، چې خوځنده نړۍ ده، څه نا څه په کې روان وي، یا د فلمونو لپاره سوداګریزې میلمستیاوې یا کوچني او لوی خبرونه او یا که دا هم نه وي، نو کومه یوه نیمه لفظي شخړه په کې هرومرو روانه وي.

شاہ رخ خان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د هند فلمی صنعت نړۍ (بالیووډ) په تړاو ویل کېږي، چې خوځنده نړۍ ده، څه نا څه په کې روان وي، یا د فلمونو لپاره سوداګریزې میلمستیاوې یا کوچني او لوی خبرونه او یا که دا هم نه وي، نو کومه یوه نیمه لفظي شخړه په کې هرومرو روانه وي. نوې خبره دا ده، چې د شاه رخ خان کمپنۍ ریډ چیلي نن سبا له یوه کوچني بحران سره مخامخ ده او هغه داسې چې ممبۍ ښاروالۍ د کمپنۍ کانتین غیر قانوني بللی او وران کړی یې دی.
عامرخان

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، عامرخان نن سبا د خپل نوي فلم (سکریټ سوپر سټار) د بریا لپاره هلې ځلې کوي. دغه فلم کې د یوې ښځینه سندرغاړې کیسه اخیستل شوې، چې د انټرنېټ له لارې مشهوره شوې.
سشمیتاسین

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، که څه هم له تېرو څو کلونو راهیسې سشمیتاسین د ګوتو په شمېر فلمونو کې لدل شوې، خو نوموړې اوس د مسلکي چارو لړ کې کویت او متحدو عربي اماراتو ته په یوه سفر تللې.
کرن

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، کرن د فلمونو پر ځای د ډيلي اقتصادي غونډه کې پر اقتصاد خبرې وکړې. نوموړي وویل، هغسې چې هندي فلمونه له نیمايي وروسته سرعت مومي د هند اقتصاد به هم د مالي کال له نیمايي وروسته چټک شي. نوموړی وايي اوس د هند اقتصاد لپاره (انټروول) دی.
اشابهوسلې

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، سندرغاړې اشابهوسلې تېره میاشت ۸۴ کلنه شوه. نوموړې هندي موسیقي له راک اینډ رول سره بلده کړه. مادام تساو موزیم کې له خپلې مجسمې د پردې پورته کولو پر مهال هغې وغوښتل چې مجسمه یې باید د ایلوس پرېسلې او مایکل جیکسن د مجسمو تر منځ ځای پر ځای شي.
پریانکاچوپړا

د عکس سرچینه، Twitter@priyankachopra

د عکس تشریح، ممثله پریانکا چوپړا د هنري کارونو تر څنګ خیریه چارو کې هم برخه لري او د یونیسف لپاره هم دنده ترسره کوي. دا وروستیو کې نوموړې د همدې بوختیاوو لړ کې امریکا ته تللې وه. روانه اونۍ رپوټونو کې ویل شوي، چې نوموړې (سکل انډيا) کمپاین کې برخه اخلي. دغه کمپاین کې د بالیووډ یو شمېر نور ستوري هم شامل دي.( سرچینې: خبري اژانسونه)