تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سویس کې د افغان نجونو لومړنۍ ارکسټرا ننداره
د سويس په داووس کې افغان هنرمندو نجونو په داسې مهال د نړۍ د اقتصاد درې زرو مدیرانو ته خپله موسیقي وړاندې کوله، چې په سپینه ماڼۍ کې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د لوړې مراسم لرل
د افغان نجونو لومړنۍ ارکسټرا یا هنري ډلې په دې هنر سره وښودله چې د خپل ټاټوبي پر دود او د مرګ ګواښونو برلاسې شوې دي.
زهرا د ۳۵ داسې ځوانو سازنده وو ډله ده چې عمرونه یې له ۱۳ تر ۲۰ کلونو پورې او ډېری هم یتیمې یا د بې وزلو کورنیو غړې دي.