د ډيلي ارزانه سينما

د ویډیو تشریح، د ډيلي ارزانه سينما

هند په خپل باليووډ صنعت، د سينما او فلم جوړولو پرمختللی ټاټوبی بلل کېږي.

خو د پلازمېنې ډيلي يوه ۱۴۰ کلن زاړه پله لاندې د يوې داسې سينما کيسه په زړه پورې ده، چې بې کوره خلکو ته فلمونه ورښيي.

دا سينما د بېوزلو رېکشا چلوونکو او کډوالو کارګرو سره دې کې مرسته کوي، چې د ورځني ژوند له سختيو او هم له سختې ګرمۍ د تېښې يوه لار ومومي، او د باليووډ له سندرو، او نڅاوو او هم له مينې او عشقي کيسو خوند واخلي. ټکېټ یې هم يوازې پنځه هندۍ روپۍ دی.