سېلاب وړې ۱۰ کلنه نجلۍ یوه پردي سړي وژغورله
سېلاب وړې ۱۰ کلنه نجلۍ یوه پردي سړي وژغورله
د تېرې جمعې له سېلابونو يوه اونۍ وروسته هم ويرجنې کورنۍ د خپلو ورکو شوو خپلوانو په مړو پسې ګرځي. بغلان کې تر ټولو ډېر زيان بورکې ولسوالۍ کې اوښتی دی. د سېلابونو قربانيان تر ډېره ښځې او ماشومان وو.
د بيبيسي خبریاله کرولاين ډېوېس چې بغلان ته ورغلې وايي ډېرو خلکو سره یې چې خبرې، ويلي ژوند کې يې هېڅکله داسې سېلابونه نه وو ليدلي او وايي لويه پوښتنه اوس دا ده چې راتلونکي کې به افغانستان څومره د هوا حالت داسې پېښو پر وړاندې چمتو وي.
۱۰ کلنه زلیخا یوې ونې ته څېرمه ډوبه شوې وه چې ۱۸ کلن الهام الدین ولیده او وژغورل شوه.



