بیت المقدس کې د اسرائیلي دولت ضد مظاهره

بیت المقدس کې د اسرائیلي دولت ضد مظاهره

لسګونه زره اسرائیلیانو بیت المقدس کې دولت ضد مظاهره کړې چې وايي د غزې د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو لوی دولت ضد احتجاج و.‌ دوی په اسرائیلو کې د تازه ټاکنو او له حماس ډلې سره د یرغملو اسرائیلیانو د خوشي ‌کولو لپاره د نورو هڅو غوښتنه کوله.

د اسرائيلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي ټولې هڅې به وکړي چې یرغمل شوي بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

دا مظاره د اسرائیلو پر حکومت د نړیوالو فشارونو سربېره په کور د ننه لوی فشار او نیوکه ده.

لاریونیانو د بنیامین نتنیاهو له واګه ګوښه کېدل غوښتل.