روسیې د ټرمپ اټومي ګواښونو ته ځواب ویلی، امریکايی استازی مسکو ته ځي

دوه اټومي اوبتلونه

د عکس سرچینه، Bloomberg via Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره اونۍ وویل چې دوی به دوه اټومي اوبتلونه روسیې ته نږدې کړي خو دا یې نه دي ویلي چې دغه اوبلتونه اټومي وسلې لري. انځورکې د امریکا د بالستیک توغندیو یو اوبتل دی.

کرملېن د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه څرګندونې کم ارزښته بللې چې د روسیې پر لور یې د دوو اټومي اوبتلونو د لېږد امر کړی و. مسکو ویلي د داسې موضوعاتو په اړه په لفظي شخړو کې ځان نه ښکېلوي.

دا له تېرې جمعې وروسته د روسیې لومړنی رسمي غبرګون دی. د کرملېن ویاند دیمتري پېسکوف دا خبره رد کړه چې ګواکې وضعیت لا کړکېچن شوی، هغه وویل، امریکايي اوبتلونه خو هر وخت د تیارسۍ په حالت کې وي.

ښاغلي پېسکوف زیاته کړه: "دا ډېر پېچلي او حساس موضوعات دي خو ډېری خلک ورته احساساتي غبرګون ښيي."

نوموړي په ټینګار سره ویل، د اټومي خبرو په اړه باید ټول لوري "اختیاط" وکړي. د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د امریکا ځانګړی استازی سټیف وټکاف د چهار شنبې په ورځ مسکو ته سفر کړي.

ولسمشر ټرمپ تېره اونۍ امر وکړ چې دوه اټومي اوبتلونه دې "په مناسبو سيمو کې ځای پر ځای شي." خو دا یې روښانه نه کړه چې دغه اوبتلونه یوازې د اټومي انرژۍ په واسطه چلېږي او که اټومي وسلې لېږدوي. د ده همدا خبرې د روسیې پخواني ولسمشر دمیتري مېدوېدیف "سختې پاروونکې" بللې وې.

د کریملېن ویاند ښاغلي پېسکوف د پخواني ولسمشر مېدوېدیف د غبرګونه یاودونه ونه کړه خو یې ویل: "په هر هېواد کې د رهبرۍ غړي مختلف نظرونه لري خو د روسیې بهرنی سیاست یوازې د ولسمشر پوتین له خوا ټاکل کېږي."

د ټرمپ له بیا ځلې ولسمشر کېدو وروسته د امریکا او روسیې اړیکې ډېرې ښې شوې وې خو په وروستیو میاشتو کې ولسمشر ټرمپ ویلي، ګواکې پوتین د اوکرایین جګړې پای رسولو ته ژمن نه دی. دا جګړه د ۲۰۲۲ په فبرورۍ میاشت کې پیل شوې وه.

د کرملېن ویاند دیمیتري پېسکوف

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د کرملېن ویاند دیمیتري پېسکوف وویل، "هر څوک باید د اټومي خبرو اترو په اړه 'ډیر محتاط' وي."

ولسمشر ټرمپ د روسیې لپاره نوې موده ټاکلې ده چې که اوربند ونه کړي نو سختې تعرفې او بندیزونه به پرې ولګوي او په دې سره به د روسیې تېل او نور صاداراتي بازارونه په نښه کړي.

د کریملېن ویاند د وټکاف سفر هرکلی کړی: "موږ خوشاله یو چې ښاغلی وټکاف په مسکو کې ووینو. موږ دا ډول اړېکې مهمې او ګټورې بولو."

امریکايي ولسمشر دا ګواښ هم کړی، که اوربند ونه شي پر روسیه به یوازې بندېزونه نه بلکې ثانوي تعرفې هم ولګوي. په دې سره به نور هېوادونه له روسیې سره له سوداګرۍ منع کړي.

ورته مهال ښاغلي ټرمپ دا هم منلې چې روسیې د دومره زیاتو بندیزونو سره، سره نورې لارې پیدا کړې دي.

د روسیې-اوکرایین جګړې په اړه له تېر پسرلي درې وارې مذاکرات شوي خو جګړه لا هم روانه ده.

تېره اونۍ ولسمشر پوتین یو وار بیا اعلان وکړ چې د جګړې موخه یې د اوکرایین د کړکېچ ختمول او د روسیې د امنیت پر وړاندې د شته خنډونو هوارول دي.

د سولې لپاره د مسکو شرطونه دا دي چې اوکرایین به بې‌پرې هېواد پاتې کېږي. د پوځ شمېر به کموي او د ناټو د غړیتوب اخيستلو هېلې به پرېږدي خو دا شرطونه او کرایین او لوېدیځو ملګرو ته یې د منلو نه دي