د 'پلې بوای' مجلې پر پوښتۍ د فرانسوۍ وزیرې انځور غوسه راپارولې

د عکس سرچینه، Getty Images
د (پلې بوای) مجلې پر پوښتۍ د فرانسې د یوې وزیرې د انځور خپرېدو غوسه راپارولې ده.
د فرانسې د اقتصاد د وزیرې مارلین شیپا انځور، چې په بشپړو جامو کې پکې لیدل کېږي فرانسه کې د پلې بوای مجلې د اپریل میاشتې د ګڼې پر پوښتۍ چاپ شوی دی.
خو دا ګام د وزیرې لخوا د هغې د ملګرو او سیاستوالو ترمنځ د غندنې لامل شوی دی.
لومړۍ وزیرې الیزابیت بورن شیپا ته ویلي، پر مجله یې د انځور خپرېدو پرېکړه "هېڅ مناسبه نه وه، په تېره په دې حساس وخت کې".
له څو اونیو راهیسې فرانسه د پولیسو او معترضو کارمنانو ترمنځ د اخ و ډب شاهده ده. معترضان د ولسمشر د هغه پلان په اړه قهرېدلي چې د تقاعد لپاره یې عمر له ۶۲ کلنۍ څخه ۶۴ کلنۍ ته اړولی دی.
د زرغون ګوند د ښځو فعالې او وکیلې سندرین روسو هم پر شیپا سختې نیوکې کړې دي، هغې د پلان د وخت په اړه هم پوښتلي دي.
روسو بي اېف اېم خبري تلوېزیون ته ویلي، "ښځې حق لري چې خپل بدن په هر ځای کې لوڅ کړي. زما په دې کې کومه ستونزه نه لرم، خو یو ټولنیز سیاق شته".
د شنبې په ورځ شیپا پر پلې بوای مجلې د خپل انځور د راڅرګندېدو ننګه وکړه او پر ټویټر یې ولیکل چې: "د ښځو د حقونو دفاع دا هم ده چې د خپل بدن په اړه هر ځای او هر وخت خپل غوراوی ولري. فرانسه کې، ښځې ازادې دي، که دا کار منافقان په غوسه کوي یا نه".
۴۰ کلنه شیپا د سیاست ډګر ته له ننوتلو مخکې د ښځو د برخې یوه لیکواله وه.
هغې پخپلو لیکنو کې د میندو، د ښځو روغتیا، میندوارۍ او نورو مسلو ته کتنه کوله.
کله چې په ۲۰۱۸ کې شیپا د جنس ترمنځ د برابرښت د چارو وزیره وه، یوه داسې مسوده یې جوړه کړه چې پکې پر واټونو لفظي ځورول او تېری پکې ناقانونه ګرځول شوی و.
دا لومړی ځل نه دی چې شیپا له دا ډول نیوکو سره مخامخېږي، په ۲۰۱۰ کال کې هغې یو کتاب لیکلی و چې د چاغو خلکو لپاره یې ځینې سکسي سپارښتنې پکې کړې وې، ځینو ګوتنیوونکو دا هسې خوشي چټي خبرې بللې وې.
د پلې بوای مجلې د چاپر اډیټر جان کریسټوف فلورنټن پر مجله د شیپا د انځور د خپرېدو دفاع کړې ده.
د مجلې ایډیټر هم د هغې ننګه کړې، خو ځینو بیا ویلي چې دا مجله د ښځو بدن د یوه متاع په توګه کاروي.








