د پاکستان پر یوه لوی واټ د سوداګریزو اعلانونو پر پرده یوه جنسي ویډیو خپره شوې

د عکس سرچینه، Social Media
- Author, ریاض سهیل
- دنده, بي بي سي - کراچۍ
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
د پاکستان د کراچۍ ښار په شتمنه سیمه ډیفینس کې د سوداګریزو اعلانونو پر ډیجیټل پردې د جنسي ویډیويي کلیپ له خپرېدو وروسته پولیسو یو مشکوک کس نیولی دی.
د سیمه ییزو پولیسو یو افسر ډي ایجي اسد رضا وایي، نیول شوي کس پولیسو ته ویلي، چې په تصادفي ډول یې له موبایل ټیلیفونه دا ویډیو خپره شوې ده.
د یادونې ده چې دوې ورځې مخکې د ډیفینس سیمې پر مرکزي واټ لګول شویو اېس ایم ډي ډوله الیکترونیکي پردو ناڅاپه د څو شېبو لپاره جنسي ویډیو ښکاره شوه، ځینو ښاریانو دا صحنه ثبت کړه او پر ټولنیزو رسنیو یې خپره کړه.
د سوداګریزو اعلانونو شخصي شرکت عملیاتي چارو مدیر اصف خان په دې هکله بي بي سي ته وویل، ګومان کوي، چې دا کار د دوی د شرکت بدنامولو لپاره شوی دی او همدا لامل دی، چې دوی پخپله یو کارکوونکی پولیسو ته وسپاره، چې حقیقت روښانه شي.
پولیس وايي، د پېښې په تړاو یې قضیه د هغې قانوني مادې له مخې ثبت کړې، چې د فحش موادو تولید، خپرول یا عامه ننداره جرم ګڼي.
د پولیسو رپوټ کې ویل شوي، د فبرورۍ پر څلورمه ماخوستن ۹ بجې او ۳۷ دقیقې د شرکت د عملیاتو مدیر اصف خان خبر ورکړ، چې پر خیابان اتحاد واټ ځای پر ځای شوي سکرین په وقفه وقفه سره جنسي ویډیويي کلېپ خپرېږي، چې له امله یې د خلکو احساسات سخت زیانمن شوي دي.
ښاغلی خان وايي، پخپله د پېښې ځای ته ورسېد او د وضعیت له لیدو وروسته یې سملاسي سکرین بند کړ.
نوموړي بي بي سي ته وویل، دا سیستم د کلاوډ پر بنسټ چلېږي او خپل امنیتي نظام لري، خو په وینا یې دا مهال پلټنې روانې دي.
هغه زیاته کړه، دوی پخپله یو کارکوونکی پولیسو ته سپارلی، چې ټول حقایق روښانه شي.
د هېکنګ په تړاو د پوښتنې په ځواب کې هغه کومه روښانه خبره و نه کړه.
نوموړی وايي: ''دا پېښه نه یوازې د شرکت د اعتبار لپاره زیانمنه ثابته شوه، بلکې په عامه کچه یې هم سخت غبرګون راوپاروه. د پولیسو پلټنې روانې دي او د نورو حقایقو د مخې ته راتلو انتظار کېږي.''
اېس ایم ډي یا Surface-Mount Device د سوداګریزو اعلانونو سکرینونو لپاره یوه نوې ایل اي ډي ټیکنالوژي ده. په دې کې د هر پکسل دننه کوچني ایل اي ډي ډایوډونه د سور، شین اواوبیز رنګ لپاره نصب وي.
دغه ډایوډونه په بېلابېل شدت سره رڼا خپروي او یو ځای یې کارول د میلیونونو رنګونو جوړولو سبب کېږي، چې له امله یې انځور ډېر روښانه، څرګند او په لوړ ریزولوشن کې ښکاري.


















