د رونین په نوم مږې د ځمکنیو ماینونو د موندنې نوی ریکارډ جوړ کړی

د عکس سرچینه، APOPO
په کمبودیا کې د ځمکنیو ماینونو یوې موندونکې مږې نوی نړیوال ریکارډ جوړ کړی.
د رونین په نوم دا مږه د نړۍ پر مخ لومړنۍ ژوونکې شوه چې له جګړې د راپاتې مرګوني میراث تر ۱۰۰ ډېر ماینونه پيدا کوي.
د اپوپو په نوم خیریه موسسې چې ژوي روزي په یوه بیان کې ویلي، رونین افریقايۍ مږې له ۲۰۲۱ کال راهیسې ۱۰۹ ځمکني ماینونه او ۱۵ ناچاوده مهمات کشف کړي دي.
کمبودیا کې له شل کلنې کورنۍ جګړې څخه چې په ۱۹۹۸ کال پاې ته ورسېده، میلیونونه ناچاوده مهمات په میراث پاتې دي.
د نړیوالو ریکارډونو د ګینیس کتاب ادارې ویلي، د رونین "ارزښتناک کار" د هغو خلکو په ژوند کې ریښتینی بدلون راوستی، چې هره ګړۍ د ماین له خطر او دې وېرې سره ژوند کوي چې هر ګام یې ښايي وروستی وي.
اپوپو چې مرکز یې په تنزانیا کې دی، دمګړۍ ۱۰۴ ماین موندونکې مږې لري چې دا غیر انتفاعي موسسه یې اتلېمږې بولي.
دا مږې داسې روزل شوي چې په ځمکنیو ماینونو او د جګړې ډګر کې په نورو پاتې وسلو او مهماتو کې کارېدونکي باروت او کیمیاوي مواد په بوی پیدا کړي.
دا چې د مږو انداز کوچنۍ او وزن کم وي، نو دغه ناچاوده توکي پرې نه الوځي.
اپوپو وايي مږې کولای شي چې د ټینس د میدان په اندازه ځای په شاوخوا نیم ساعت کې وپلټي، په داسې حال کې چې د انسان په لاس د فلز موندونکو وسیلو په مټ د دومره ځای لټون ښايي تر څلورو ورځو وخت واخلي.

د عکس سرچینه، APOPO
اپوپو زیاتوي چې مږې همدا راز کولای شي چې نری رنځ هم لابراتوار کې د دودیز مایکروسکوپ په کارولو سره تر معاینې ډېر ګړندی مالوم کړي.
رونین د کمبودیا د شمال په 'پریه ویهیر' ولایت کې تر ماګاوا هم ډېر اغېزناک ثابت شوی او خپل پخوانی ریکارډ یې مات کړی دی. هغه ماګاوا کې ۷۱ ماینونه موندلی او د دې اتلولۍ له کبله په ۲۰۲۰ کال کې د سرو زور مډال ورکړ شوی و.
اپوپو ۲۵ کاله وړاندې د کار له پیلولو راهیسې ټوله نړۍ کې ۱۶۹ زره ۷۱۳ ځمکني ماینونه او نور چاودېدونکي توکي پاک کړي، چې له ۵۲ زرو څخه ډېر یې په کمبودیا کې وو. دا خیریه موسسه د اوکرایین، سویلي سوډان او اذربایجان په ګډون ګڼو نورو هېوادونو کې هم چې له جګړې څخه اغیزمن شوي، کار کوي.
د ځمکنيو ماینونو څارونکي وايي په کمبودیا کې لاهم د اټکل له مخې له څلورو تر شپږو میلیونو پورې ځمکني ماینونه او نور چاودیدونکي مهمات ښخ دي.








