ولې ځینې ښځې هر غم ښادۍ ته نوې جامې کوي؟

- Author, عالیه رجایي
- دنده, بي بي سي
'زه د اغوستلو لپاره هیڅ نه لرم' دا هغه خبره ده، چې یو شمېر ښځې او نجونې یې ډېرې وایي، ان که یې د جامو المارۍ له کالیو ډکه هم وي، بیا یې هم له خولې وځي چې کالي نه لري. په ځانګړي ډول هله چې یوې ښادۍ ته بلل شوې وي، یا له کوره بهر چېرته تګ وي، یا ان کار ځای او ملګرو سره یوې ساده ماښامنۍ ته هم بلل شوې وي.
سمیرا بي بي سي سره په خبرو کې وویل، په تېرو څلورو میاشتو کې یې درې جوړې نسبتا ګرانه بیه نوې جامې پېرلې دي. یو جوړ شنې جامې یې پر۴۵۰ افغانیو، بخمل یې پر درې زره او یوه جوړه اسماني رنګه یې هم پر درې زره افغانۍ پېرلې دي.
خو ډېر کله داسې هم وي، چې یو جوړه کالي یې که یوه واده یا مېلمستیا کې اغوستي وي، بیا یې ځکه نه اغوندي، چې وایي، دا خو وختي خلکو لیدلي.
خو سمیرا وایي، هره یوه جوړه یې یوازې یو ځل په مېلمستیاوو کې اغوستې دي.
هغه وایي، "زه پر دې باور یم، که یوه جوړه جامې دوه ځلې واغوستل شي، نو دا به د دې لامل شي، چې د خلکو د پام وړ ونه ګرځې."
هغه دا هم مني، چې دا د ښځو ترمنځ ناسم دود او سیالي ده، خو اړه ده، چې د ټولنې له رسم او رواج سره ځان سمبال کړي، او د خلکو له خبرو او منفي نظرونو ځان خوندي وساتي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ټولنپوه می ګل یوسفي وایي، دا چې ښځې هر غم او ښادي ته نوې جامې پېري، تر شاه یې بېلابېل لاملونه دي، ډېر کله سوداګریزې سیالۍ او د ډول او سینګار اعلانونه ښځې دې ته هڅوي، چې بازار ته نوې راغلې جامې په دې موخه وپېري، چې تر نورو "عصري یا موډکي" ښکاره شي، او داسې څرګنده کړي، چې تر نورو ډېرې پوهېږي.
د اغلې یوسفي په وینا، دا موضوع مهم رواني اړخونه هم لري:
هغه زیاتوي، هغه کورنۍ چې غړي یې لږه تنخوا یا عاید لري، د ګران بییو جامو پېرل د دې لامل کېږي، چې، روغتیا، زده کړو او ان تفریح او ساتېرۍ ته ډېر لږ وخت ځانګړی کړي.
هغه دا هم وایي، په ټوله کې ښځې له دې وېرېږي چې د یو جوړه جامو بیا اغوستلو وروسته به خلک څه وایي، ځان تر سخت او تلپاتې رواني فشاره رسوي، او دا لامل دی، چې ډېر کله بې زړه وي، او پر ځان یې باور کم وي.
دا چاره د دې لامل هم کېدلی شي، چې د کورنیو اقتصادي او ان اخلاقي اړخونه هم زیانمن کېږي.
ساده خو معنا لرونکی غوراوی
یو شمېر پېژندل شوې څېرې بیا په دې تړاو بېل نظر لري.
د بریتانیا د ملکې الیزابت دویمې لور آن په دې وروستیو کې هغو جامو کې لیدل شوې، چې ۵۲ کاله مخکې یې اغوستې وې.
هغې دا جامې د ۲۰۲۵ کال د نومبر میاشتې پر ۱۳مه هغې غونډه کې اغوستې وې، چې بریتانیا او سنګاپور د خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو د ۶۰ مې کلیزې په ویاړ کړې وه.
خو دا لومړی ځل نه دی، چې دا شهزادګۍ خپلې پخوانۍ جامې په رسمي غونډو کې اغوندي.
شهزادګۍ کیټ میدلټون او د بریتانیا د ولیعهد مېرمن د شاهي کورنۍ یوه بله هغه غړې ده، چې ډېر کله په رسمي غونډو او راټولېدنو کې خپلې جامې بیا بیا اغوندي، دې کار یې د خلکو او رسنیو پام ځانته ور اړولی دی.
دغه کار یې دا پیغام هم رسوي، چې ښکلا په ساده ګي کې ده.
که څه هم ډېرې داسې ښځې شته، چې خپلې ګران بیه جامې تر ډېره ساتي، خو له بیا اغوستو یې ډډه کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د بېلابېلو مراسمو لپاره د ځانګړو جامو ترڅنګ دودیزې افغاني جامې هم یو له هغو ځانګړو رواجونو دی، چې په ښادۍ، یا د نکریزو شپه، ملي او کلتوري راټولېدنو پر مهال ډېر اغوستل کېږي.
دا جامې هم ډېر کله په لوړه بیه ګنډل کېږي.
د افغاني جامو جوړونکې اوږۍ وردګ بیا د دې موضوع په تړاو بېل نظر لري.
هغه وایي، په دې وروستیو کلونو کې ډېر شمېر ښځو د افغاني جامو کارو بار ته مخه کړه، او لامل یې دا دی، چې دا جامې په کور د ننه او بهر ښه بازار لري.
که افغاني جامې ډېرې وپلورل شي، دا به هغو ښځو سره مخامخ اقتصادي مرسته وي، چې د دې جامو په ګنډلو شپې سبا کوي.
اوږۍ وایي، دا چې ښځې یوه جوړه جامې بیا نه اغوندي، یا وخت وروسته بیا بل ځای یې اغوندي، نو په خبره یې د هرې مېرمنې ذوق، فکر او کیسه جلا دي.
هغه زیاتوي، "زه مې خپلې جامې بیا بیا اغوندم، په ځانګړي ډول هغه چې مې ډېرې خوښې دي." هغې زیاته کړه، په افغانستان کې داسې ډېرې ښځې شته چې ښه عاید نه لري، یا د کورنۍ اقتصاد یې ورسره یاري نه کوي، چې هر غم او ښادي ته نوې جامې وکړي، نو ځان اړ ګڼي چې یوه جوړه جامې بیا بیا واغوندي.

د عکس سرچینه، Ogai Wardak
په هغې څېړنه کې چې په کال ۲۰۱۶ کې د مارکس اند سپنسر پلورنځي ترسره کړه، جوته شوه، ښځې په ورځني ډول ۱۷ دقیقې د جامو د غوره کولو لپاره فکر کوي، چې په کلني ډول بیا نږدې څلورو ورځو سره برابرېږي.
که یوه ښځه یا نجلۍ اتلس کلنه وي، او تر ۶۰ کلنۍ پورې هره ورځ دغه کوم وخت چې دا په ورځني ډول د جامو د غوراوي په اړه په فکر کولو تېروي، راجمع کړو نو پایله دا شوه، چې د خپل د عمر نږدې شپږ میاشتې پرې لګولي دي.
ښځې په ورځني ډول کارځای، مېلمستیا، تفریح، رخصتۍ او لیدنو لپاره د جامو ټاکلو په تړاو خپله د ذهني انرژۍ ډېره لویه برخه ضایع کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا موضوع یوازې د وګړو شخصي سلیقې پورې تړاو نه لري، د ظاهري بڼې په اړه د ټولنیز قضاوت اغېزې هم دي.
د یوې جوړې جامو بیا بیا اغوستل کولی شي، چې په اقتصادي او مالي برخه کې د بې ځایه لګښتونو مخه ونیسي، چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې هم ګتې رسولی شي. خولا هم یو شمېر کسان دا چاره د کمترۍ یا نه پاملرنې نښې ګڼي، او دا د دې لامل کېږي، چې د جامو د پېر لپاره ډېرې پیسې ولګوي، په داسې حال کې چې که یوه جوړه ښه کیفیت لرونکې جامې وپېرو او بیا بیا یې واغوندو، دا به ډېره غوره او ساده لاره وي.
ښایي، د دې وخت راغلی وي، چې د جامو د څرنګوړالي په اړه خپل لیدلوری بدل کړو.
سره له دې چې د یوه جوړه جامو بیا اغوستلو کې څه ستونزه نشته، دا چاره کولای شي، د هوښیار او اوږدمهالي ژوند برخه کې ګټور پرېوځي.
فسټ فیشن برنډونه څه دي؟
له ۸ تر ۱۰ سلنې د شنو خونو د ګازونو خپرېدلو پړه د جامواو فېشن صنعت پر سمبالوونکو اچول کېږي.
د فېشن د چاپېریالي اغېزو لویه برخه د اومو توکو او د تولید له پړاونو راځي، د نړۍ په شاوخوا ۲.۵ سلنه کرنیزې ځمکې د مالوچو کر کېږي. د پولی استر تولید هر کال نږدې ۳۴۲ مېلیونه بېرله (بېلر) تېلو ته اړتیا لري، او د رنګولو چاره په کال کې شاوخوا ۴۳ مېلیونه ټنه کیمیاوي موادو پورې تړلې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د جامو د تولید لپاره اوبه هغه څه دي، چې ډېر مصرفېږي.
څېړنو موندلې، چې یوې انګرېزې په منځنۍ کچه نږدې ۵۷ جوړه داسې جامې خپلې المارۍ کې لرلې، چې هیڅ یې نه وې اغوستي.
خو ځینې برنډونه د عضوي او بیا کارېدونکو توکو د ډېرو کارولو لور ته تللي دي، چې پر چاپېریال لږ زیانمن تمامېږي. خو بیا هم ګوتنیونکي وایي تر هغه چې د ډېر لګښت ستونزه حل نه شي، دا نوښتونه هم د چاپېریال ستونزه په بشپړه توګه نه شي هوارولی.








