دوبۍ کې د جنسي سوداګرۍ د کړۍ مشر د بيبيسي له پلټنو وروسته پوليسو نیولی دی
یادونه: په راپور کې ځوروونکي جزیيات شته
د دوبۍ په ښکلو سیمو کې هغه کس، چې له ښځو د جنسي استفادې د کاروبار مشري کوي. د بيبيسي یوه ځانګړې پلټنه کې په نښه شو.
چارلېس موېسیګوا، چې وايي پخوا یې په لندن کې بس چلاوه، د بيبيسي یوې پټې خبریالې ته ویلي، په وس یې پوره ده، چې د جنسي پارټۍ (مجلس) لپاره ښځې ورته برابرې کړي او د یوې ښځې د یوې شپې بیه لږ تر لږه زر ډالره ده. هغه زیاته کړې، د ده له خوا استول شوې ښځې به د مشتریانو هره غوښتنه ومني.
په متحده عربي اماراتو کې د خرابو جنسي مېلمستیاوو (پارټيو) په اړه اوازې له اوږدې مودې راهیسې دوام لري. په ټېک ټاک کې د Dubaiportapotty# هشتګ له ۴۵۰ میلیونو ډېر ځلې لیدل شوی دی.
دا هشتګ د هغو ښځو په اړه دی چې د پیسو لپاره تر ټولو ناوړه جنسي غوښتنو په منلو تورنې دي.
د بيبيسي موندنې ښيي چې ریښتینی وضعیت تر دې هم ناوړه دی.
ځېنو ځوانو یوګاندایي ښځو ویلي، هغوی ته ویل شوي وو، چې ښاغلي موېسیګوا په متحده عربي امالاتو کې دوی ته په سوپرمارکېټونو یا هوټلونو کې کارونه پیدا کړي دي. خو وروسته یې په زوره د جنسي کارونو لپاره اړې کړې.
یوه ښځه، چې موږ یې د خوندیتوب په موخه دلته "میا" بولو، وايي: د موېسیګوا یو پېرودونکی په منظم ډول له ښځو غواړي، چې د ده په مخ کې خپل حاجت رفع کړي. میا وايي، هغه د موېسیګوا د شبکې په جال کې بنده شوې وه.
چارلېس موېسیګوا دا تورونه ردوي او وايي، په دوبۍ کې د کور پیدا کولو په برخه کې له ښځو سره مرسته کوي او ښځې ځکه نوموړی څاري، چې په وینا یې هغه په دوبۍ کې شتمن پېژني.
د بيبيسي موندنو څرګنده کړه، چې د چارلېس موېسیګوا له شبکې سره تړلې دوې ښځې له لوړپوړو ودانیو را لوېدلي او مړې شوې دي. که څه هم پولیسو دغه پېښې ځانوژنې بللې، خو د هغوی کورنۍ او ملګري شک لري او وايي، پولیس باید د هغوی د مړینو په هکله لا نورې پلتڼې وکړي.

ښاغلی موېسیګوا وايي، د دوبۍ پولیسو د یادو پېښو په اړه څېړنه کړې او له ده یې پوښتنې هم کړې دي، خو موېسیګوا په دې اړه د بيبيسي پوښتنو ته ځوابونه ور نه کړل.
د دغو وژل شویو مېرمنو له ډلې یوه مونیک کارونګي وه. نوموړې د یوګاندا لوېدیځ نه دوبۍ ته تللې وه.
د یوې مېرمنې په وینا، چې موږ یې دلته کیرا بولو، وايي: هغه او مونیک په ۲۰۲۲م کال کې په هغه اپارتمان کې د لسګونو نورو هغو مېرمنو سره اوسېده، چې د ښاغلي موېسیګوا سره یې کار کاوه.
کیرا موږ ته وویل: " هغه ځای مارکېټ ته ور ته ځای و ... هلته به شاوخوا ۵۰ نجونې وې. نوموړې له هغه وضعیته خوشحاله نه وه، چې ورسره مخامخ شوې وه. ځکه د هغه ډول وضعیت یې هېڅ تمه نه درلودله."
د مونیک د خور ریتا په وینا، له مونیک سره ژمنه شوې وه، چې د دوبۍ په یوه سوپرمارکېټ کې به کار کوي.
میا، چې په دوبۍ کې د مونیک په نوم مشهوره وه، وايي: "ښاغلی موېسیګوا" هغه وخت تاوتریخوالي ته لاس واچاوه، کله چې ما ورته وویل، غواړم بېرته کور ته ولاړه شم."
هغه زیاتوي، کله چې هغه دوبۍ ته ورسېده، نو موېسیګوا ورته وویل، دوه زره پونډه (۲۷۱۱ ډالر) مې پوره وړې یې او په دوو اونیو کې یې دا پور دوه برابر کړ.
موېسیګوا ورته ویلي وو، چې یادې پیسې یې د هغې د هوایي ټیکټ، وېزې، ډوډۍ او هوټل برخو کې لګولې دي.
"دا په دې معنی چې تاسو باید سخت کار وکړئ، یعنی د نارینهوو راتګ او له هغوی سره ویده کېدو ته چمتو واوسئ."
د هغې یو خپلوان، چې موږ یې دلته مایکل بولو، په وینا، مونیک ورته په ټیلیفون کې ویلي وو، چې څو اوونۍ وروسته د چارلېس موېسیګوا تر ۲۷۰۰۰ ډالرو ډېره پوره وړې شوه. هغه زیاتوي، نوموړی د هغې داسې غږیز پیغامونه لري، چې هغې په کې ژړلي دي.

د عکس سرچینه، Family handout
میا موږ ته وویل، ډېری مراجعین یې سپین پوستي اروپایان وو او په هغو کې هغه نارینه هم شامل وو چې سخت جنسي تمایلات یې درلودل.
هغې زیاته کړه: "یو مشتري یې و، هغه به چټلي وکړه، بیا بي نجوني مجبورلي، چې د هغه چټلي وخوري."
یوه بله ښځه چې موږ یې لیکسي بولو، وايي د یوې بلې شبکې لخوا دوکه شوې وه، د میا غوندې کیسه ورسره شوې وه. لیکسي زیاتوي، ډېری وخت د "پورټا پوټي" غوښتنې ځنې کېدې.
"یو مشتري را ته وویل: "موږ تا ته ۱۵۰۰۰ عربي امارات درهم، چې ۴۰۸۴ ډالر کېږي، د دې لپاره در کوو چې په ډله ییزه توګه جنسي تېری درباندې وکړو. بیا ستا پر مخ بولې وکړو، تا ووهو. او ۵۰۰۰ درهم اضافه د دې لپاره در کوو، چې د غایطه موادو خوړلو وېډیو دې ثبته کړو."
د هغې دغو تجربو دې ته وهڅوله ترڅو باوري شي چې د دې سخت جنون لپاره یو نژادي عنصر شته.
"هر ځل چې به مې انکار وکړ، دوی به نور هم لېواله شول. دوی د یو چا له ژړا، چېغو او منډو خوند اخیست. یعنی څوک باید د دوی د سترګو پر وړاندې ټیټ شي."
لیکسي وايي، هغې فکر کاوه، یوازېني خلک، چې د هغې مرسته کولی شي، پولیس دي. نوموړې زیاتوي، پولیسو ورته وویل: "تاسو افریقایان د یو بل لپاره ستونزې رامنځته کوئ، نو موږ نه غواړو ستاسو په منځ کې ښکېل شو او اړېکه یې پرې کړه."
موږ دا تور د دوبۍ پولیسو ته وړاندې کړ، خو هغوی ځواب را نه کړ.
لیکسي بالاخره یوګانډا ته وتښتېده او اوس د هغو ښځو د ژغورنې او ملاتړ هڅه کوي، چې د دې په شان له ستونزو سره لاس و ګرېوان دي.

د چارلیس وېسیګوا موندل اسانه کار نه و. انلاین مو د نوموړي هغه یوازېنی عکس ومونده، چې له شا یې اخیستل شوی و. هغه په خواله رسنیو کې په بېلابېلو نومونو حسابونه درلودل.
خو د استخباراتو خلاصو سرچینو، پټو څېړنو او د هغه د شبکې د یوه پخواني غړي د معلوماتو له لارې مو هغه په دوبۍ کې د منځنۍ طبقې په یوې سیمه کې (جمیره کلي سرکل) کې وموند.
د هغو معلوماتو د تائید لپاره چې د نوموړي په اړه موږ ته را کړل شوي وو. یعنی دا چې هغه له سپکاوي ډکو جنسي کړنو لپاره محفلونو ته ښځې ورولي، نو موږ خپل خبریال په داسې رول کې ور واستاوه، چې هغه ته وښيي، د ورته مجلسونو لپاره یې نجونې په کار دي.
کله چې چارلېس موېسیګوا زموږ پر خبریال باور وکړ، بیا یې نو د خپل کاروبار په اړه په ډاډه زړه خبرې پیل کړې.
هغه وويل: "موږ شاوخوا ۲۵ نجونې لرو او د ځینو یې ذهنونه خلاص دي. یعنی دوی تقریبآ هر هغه څه کولو ته چمتو دي، چې مشتري یې ترې وغواړي."
نوموړي زیاتوي، د یوې نجلۍ د یوې شپې بیه زره ډالر ده، خو که غواړي، نجلۍ هر هغه څه وکړي، چې ته یې غواړې، بیا بیه لوړېږي. هغه زموږ خبریال د تجربې لپاره یوه شپه محفل ته دعوت کړ.
کله چې د "دوبۍ پورټا پوټي" په اړه وپوښتل شو، نو هغه وویل: "ما تاسو ته وویل، چې د دوی ذهنونه خلاص دي، کله چې زه د خلاص ذهن خبره کوم، نو پوه شه... زه به تاسو ته تر ټولو لېونۍ لېونۍ نجونې درواستوم."
د خبرو اترو په اوږدو کې، چارلېس موېسیګوا وویل، هغه پخوا په لندن کې بس چلوونکی و. موږ داسې رسمي شواهد لیدلي، چې ښيي نوموړي په ۲۰۰۶م کال کې په ختیځ لندن کې د بس چلوونکي په توګه دنده ترسره کړې وه.
زموږ له خبریال سره په خبرو کې هغه وویل، له اوسنۍ دندې سره مینه لري.
"که د یو میلیون په ارزښت لاټرۍ وګټم، خو به بیا هم اوسنی کار پرېنږدم، ځکه دا اوس زما د وجود برخه ګرځېدلې ده."
ټرای، چې د موېسیګوا د شبکې لپاره یې د عملیاتي مدیر په توګه کار کاوه، موږ ته د دې شبکې د چلولو په اړه نور معلومات هم راکړل.
هغه وايي، چارلېس موېسیګوا په بېلابېلو نایټ کلبونو کې امنیتي کسانو ته په دې موخه پیسې ورکوي چې له ده سره کار کوونکو ښځو ته اجازه ورکړي، چې هلته مراجعین ومومي.
"ما د جنسي اړیکو د داسې ډولونو په اړه واورېدل چې ما په ژوند کې هېڅکله نه دي لیدلي. دا مهمه نه ده چې پر تاسو څه تیرېږي، خو شتمن مشتریان باید خوشحاله وساتئ ..." [ښځې] د تېښتې لاره نه لري ... د دوی مشتریان موسیقي غږوونکي ، فوټبالران او رییسان دي.
ټرای ادعا کوي چې چارلېس موېسیګوا له دې هر څه ځان څنډې ته کړی او په اسنادو کې د ټرای او نورو کسانو نومونه کاروي. هغه وايي، د دوی نومونه د ښاغلي موېسیګوا لخوا د موټرو او اپارتمانونو د کرایې لپاره هم کارول کېږي، چې د هغه خپل نوم هېڅکله په کاغذونو کې را نشي.

د ۲۰۲۲م کال د اپرېل پر ۲۷مه، مونیک له البرشه په نوم ځایه سیلفي خپره کړه. په دوبۍ کې د استوګنې په دې سیمه کې تر ډېره بهرنیان اوسېږي. د سیلفي له خپرېدو څلور ورځې وروسته، هغه مړه شوه او ټولټال یې څلور میاشتې په اماراتو کې تېرې کړې.
د میا په وینا، مونیک او ښاغلي موېسیګوا به تل جنجال کاوه او لامل یې دا و چې مونیک به د ښاغلي موېسیګوا د غوښتنو سره سم عمل نه کاوه. مونیک بالاخره د هغه له شبکې د وتلو لاره ومونده.
میا وايي: "هغې بله دنده پیدا کړې وه او ډېره ورته خوشحاله وه. فکر یې کاوه چې هغه به خپلواکه شي او بېرته به د خپل ژوند اختیار تر لاسه کوي."
مونیک بل اپارتمان ته کډه وکړه. د نوي کور او پخواني کور تر منځ یې شاوخوا لس دقیقې پلې لاره وه. د ۲۰۲۲م کال د مې لومړۍ نېټه وه، چې مونیک ځان د نوې کور له بالکون لاندې را واچوه.

د عکس سرچینه، Instagram
د مونیک خپلوان مایکل وايي، د هغې د مړینې پر مهال په متحده عربي اماراتو کې و او د هغې د مرګ د لامل معلومولو هڅه یې وکړه.
خو پولیسو ورته وویل، هغوی په دې اړه خپلې پلټنې درولې دي، ځکه دوی د هغې په اپارتمان کې مخدره توکي او الکول موندلي وو او پر بالکون یوازې د هغې د ګوتو نښې وې.
هغه له روغتونه د مونیک د مړینې سند ترلاسه کړ، خو په سند کې د هغې د مرګ لامل نه دی روښانه شوی او د هغې کورنۍ و نه توانېده، داسې سند ترلاسه کړي، چې ووایي د هغې د مړینې لامل زهرجن درمل وو.
هغه وايي، د ګانا یو سړی، چې له مونیک سره په یوه اپارتمان کې اوسېده، ډېره مرسته ورسره وکړه. دغه ګانايي سړی مایکل هغه بلاک ته بېولی، چېرې چې د مونیک مشر اوسېده.
مایکل هغه صحنه بیانوي کله چې هغه هلته ورسېد او ویې لیدل چې ښځې په کوم وضعیت کې وې.
هغه وايي، د ناستې په خونه کې، چې د قیلون لوګی په کې خپور و، پام یې شو چې پر مېز کوکاین پراته وو او په چوکیو کې یې مراجعین له ښځو سره د جنسي اړیکو پرمهال وليدل.
نوموړی ادعا کوي، هغه سړی چې موږ مخکې د چارلس میوېسیګوا په نوم پېژندلی و، هلته یې له دوو ښځو سره په بستره کې وموند. کله چې مې پولیسو ته د زنګ وهلو هڅه وکړه، نو موېسیګوا ور ته وویل: "ما په دوبۍ کې ۲۵ کاله تېر کړي دي، نو دوبۍ زما ده او تاسې زما په اړه پولیسو ته راپور نه شئ ورکولی... سفارت زه یم، زه سفارت یم."
د مایکل په وینا، هغه زیاته کړه: "[مونیک] لومړۍ نه ده، چې مړه کېږي او هغه به وروستۍ هم نه وي."
میا او کیرا په خپلواکه توګه وايي، دوی دا خبرې اورېدلې او تائیدوي. کله چې موږ له ښاغلي موېسیګوا وپوښتل، له دې خبرو دې مطلب څه و؟ نو هغه له ځواب ویلو انکار وکړ.
د مونیک مړینه د یوګانډا د بلې مېرمنې کیلا بیرونګي له مړینې سره ورته والی لري. کیلا بیرونګي له مونیک سره په ګاونډ کې اوسېده او په ۲۰۲۱م کال کې د دوبۍ له یوې لوړ پوړیزه اپارتمانه را ولوېده او مړه شوه. موږ داسې شواهد لرو چې ښيي یاده ودانۍ د چارلس موېسیګوا لخوا اداره کېده.
د هغې د کور د څښتن د ټیلیفون شمېره، چې د کیلا کورنۍ زموږ سره شریکه کړې وه، د ښاغلي موېسیګوا په ټیلیفون کې هم ثبت وه. ټرای دا هم تائیدوي چې ښاغلي موېسیګوا اپارتمان اداره کاوه او همدارنګه څلور نورې مېرمنې چې موږ ورسره د دې پلټنې لپاره خبرې کړې وې هم پورته خبره تائیدوي.

د عکس سرچینه، Instagram
د کیلا خپلوان وايي، دوی ته د مونیک کورنۍ په څېر ویل شوي چې د کیلا مړینه د الکولو او مخدره توکو سره تړاو لري. خو د بيبيسي لخوا لېدل شوی زهرجن راپور ښیي چې د هغې د مړینې په وخت کې د نوموړي په بدن کې د الکولو او مخدره توکو هېڅ نښه او اثر نه و موندل شوی.
که څه هم د کیلا کورنۍ د هغې جسد خپل هېواد ته یووړ او خاورو ته یې وسپاره، خو د مونیک جسد په دوبۍ کې پاتې شوی.
زموږ پلټنو وموندله چې هغه احتمالاً د دوبۍ د القسیس په هدېرې کې خښه شوې او قبر یې بې نښې/بې شناختې "نامعلوم" دی. په دې هدېره کې بې نښې قبرونه خورا ډېر دي. معمولا باور دا دی، چې یاد قبرونه د هغو کډوالو دي، چې کورنۍ یې جسدونه خپلو وطنونو ته نه شي لېږدولی.
مونیک او کیلا د هغې پراخي، غیر رسمي ځنځیري کړۍ برخه وې، چې یوګانډا له خلیج سره نښلوي.
لکه په یوګانډا کې چې د ځوانانو د بې کارۍ کچه ډېره شوې ده، نو ډېری ځوانان یې د کار کولو لپاره بهر ته ځي، په ځانګړې توګه خلیجي هېوادونو ته. په بهر کې د یوګاندايي ځوانانو د کار له امله هر کال د دغه هېواد خزانې ته ۱.۲ میلیارډ ډالره مالیه ورځي.
خو دا فرصتونه له خطرونو سره مل وي.
مریم مویزا، د یوګانډا یوه فعاله ده، چې د ناوړه ګټې اخیستنې پر وړاندې مبارزه کوي، د نوموړې په وینا د خلیج په شاوخوا هېوادونو کې یې له ۷۰۰ زیات هغو کسانو سره مرسته کړې، چې ناوړه ګټه ترې اخیستل کېده.

هغې موږ ته وویل: "د هغو خلکو قضیې څېړي، چې په سوپر مارکیټونو کې د کار ژمنې ورسره شوې وي. خو وروسته [هغه کس] د فاحشې په توګه پلورل کېږي."
د مونیک د کورنۍ غم اوس نورې کورنۍ هم وارخطار کړې، چې کېدای شي د دوی د کورنۍ هغه غړي، چې په بهر کې کار کوي، له ورته برخلیک سره مخامخ شي.
د هغې خپلوان مایکل موږ ته وویل: "ټول د مونیکا مرګ ته متوجه یوو، خو د هغو نجونو په غم کې څوک نه دي چې لا ژوندۍ دي؟ لا هم هلته دي او ځورېږي."
بيبيسي له چارلس "ابي" موېسیګوا وغوښتل چې زموږ په څېړنو کې پر هغه ټولو لګول شویو تورونو ته ځواب ووایي. هغه د ناقانونه فحاشۍ حلقې چلول رد کړل.
هغه وویل: "دا ټول دروغجن تورونه دي."
"ما تاسو ته وویل، زه یوازې د مېلمستیاوو سړی یم او هغو کسانو ته بلنه ورکوي، چې د لویو لګښتونو توان ولري، نو له همدې امله ډېرې نجونې زما میز ته راځي او ما پېژني او بس."
هغه دا هم وویل: "[مونیک] له خپل پاسپورټ سره مړه شوه، په دې معنی چې هېڅوک د هغې د نیولو لپاره پیسې نه غواړي. د هغې له مړینې دمخه، ما هغه له څلورو تر پنځو اونیو پورې نه وه لیدلې."
"زه [مونیک او کیلا] پېژنم او [دوی] له مختلفو کسانو کورونو کرایه کړي وو. که چیرې په دواړو کورونو کې د هغوی د مرګ په تور څوک یا د کورونو مالکان نه وي نېول شوی، نو یو دلیل یې درلود. دواړې پېښې باید د دوبۍ پولیسو لخوا وڅېړل شوې او ښايي دوی له تاسو سره مرسته وکړي."
بيبيسي د البرشا پولیسو مرکز سره اړیکه ونېوله او د مونیک کرونګي او کیلا برونګي د قضیې د دوسیو کتلو غوښتنه یې ځنې وکړه. د البرشا پولیسو مرکز زموږ غوښتنې ته یې مثبت ځواب را نه کړ او هغو تورونو ته چې د مونیکا او کیلا مړینې په سمه توګه نه دي څېړل شوي هم ځواب ور نه کړ.
بيبيسي د مونیک کارونګي په اړه د زهري توکو په اړه کوم راپور و نه مونده او نه یې د هغه اپارتمان د کور مالک سره خبرې کړې چې هغې د مړینې پر مهال په کې ژوند کاوه.









