په سعودي کې ترافیکي پېښه: لسګونه هندي عمره کوونکي وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
هندي چارواکي وايي، د سعودي عرب مدینه ښار ته نژدې هغه بس ګاډی له ترافیکي پېښې سره مخامخ شوی، چې عمره کوونکي هندیان یې لېږدول.
د هند سویلي حیدراباد ښار پولیسو کمشنر وې سي ساجانار د بي بي سي له تیلیګو ژبې څانګې سره خبرو کې تائید کړې، چې دې پېښه کې لږ تر لږه ۴۵ کسان مړه شوي او یو کس ژوندی پاتې شوی، چې روغتیايي حالت یې ښه نه دی.
په جده کې د هند کونسلګرۍ هم دا پېښه تائید کړې، خو د مرګژوبله کره شمېر په هکله یې څه نه دي ویلي. هند کونسلګري په جده کې د معلوماتو راټولولو لپاره کنټرول روم رامنځته کړی.
د کونسلګرۍ له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې په ریاض کې د هند سفارت او په جده کې کونسلګري د سعودي عرب حج، عمرې او نورو چارواکو په ګډون د هغه شرکت له مسوولینو سره اړیکه کې دي، چې د حاجیانو او عمره کوونکو لېږدولو خدمتونه وړاندې کوي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې رضاکار او د سعودي عرب مېشتو هندیانو ډلې روغتونونو ته رسېدلې دي.
هندي رسنیو د تلنګانه ایالت اعلی وزیر د دفتر مسوولینو له قوله ویلي، لومړني رپوټونه ښيي، چې له مکې مکرمې نه مدینې منورې ته روان بس ګاډی د پېښې ښکار شوی، چې د هند حیدراباد ښار اوسېدونکي هم پکې ناست وو.
د هند پارلمان کې د حیدراباد استازی اسد الدین اویسي وايي، د دې ښار ۴۲ اوسېدونکي له مکې مکرمې نه مدینې منورې ته روان وو. نوموړی وايي، په بس کې د اور لګېدنې له کبله یوازې یو کس ژوندی پاتې شوی، خو دا رپوټونه تر اوسه نه دي تائید شوي.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي او د بهرنیو چارو وزیر اېس جېشنکر د دې پېښې په هکله خواشیني څرګنده کړې ده.
ښاغلي جېشنکر ویلي، په ریاض کې د هند سفارت او په جده کې د دې هېواد کونسلګري د پېښې ښکار شویو کسانو او د دوی له کورنیو سره بشپړه همکاري کوي.








