پر انټرنېټ د ماشوم انځور خپرول څه خطرونه لري؟

یوې مور د بچي لاس نیولی

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, شیونا مک‌کالوم
    • دنده, بي بي سي

د نویو څېړنو پر اساس، هغه ماشومان چې مور او پلار یې عکسونه پر انټرنېټ خپروي، په راتلونکي کې د ذهني کړاو، سایبري ځورونې او د هویت د غلا له خطر سره ډېر مخ کېږي.

په ټولنیزو شبکو کې د ماشومانو د ژوند ځانګړې شېبې شریکول، نن سبا په یوه عام کار بدل شوی دی. اوس څېړونکي خبرداری ورکوي چې دا چلند کولی شي ناغوښتل شوې داسې پایلې ولري چې موږ یې اټکل نه کوو.

د بریتانیا ساوت هیمټن پوهنتون د څېړونکو موندنو له مخې، د دغو انځورنو شریکول ماشومان د انټرنېټي جرمي کړیو ښکار ته برابروي.

د ماشومانو د ملاتړ ملي ټولنې د انلاین خوندیتوب پالیسۍ مشر راني ګوویندر، بي بي سي ته وویل: "دا موندنې په ټولنیزو رسنیو کې د ماشومانو د عکسونو او ویډیوګانو د پراخ ډول شریکولو جدي خطرونه پېښوي."

 یوه انجلۍ ټیلیفون ته ګوري او ژاړي.

د عکس سرچینه، Halfpoint Images via Getty Images

د عکس تشریح، د انټرنېټ څار بنسټ (Internet Watch Foundation) خبرداری ورکړی چې د (انلاین) خپراوي په تړاو نور خطرونه هم شته.

"د ماشومانو د عکسونو یا ویډیوګانو انلاین شریکول کولی شي د دوی خوندیتوب، محرمیت او رواني روغتیا له خطر سره مخ کړي."

څېړونکو په بريتانیا کې د ماشومانو له ۱۰۰۰ د زیاتو کورنیو څارنه وکړه او بیا یې ورسره بشپړې مرکې وکړې.

پایلو وښودله چې ۴۵ سلنه مور او پلار چې ورسره خبرې شوې، د خپلو ماشومانو عکسونه پر انټرنېټ خپروي، په داسې حال کې چې له هرو شپږو کسانو یوه یې ویلي چې بچیان یې له دې لارې زیانمن شوي دي.

یوه اندېښنه دا ده چې په انلاین فضا کې شریک شوي معلومات کولی شي د زېږون نېټه، پته، د څارویو نومونه او ورته نور جزییات افشا کړي، چې دا چاره په راتلونکي کې د هویت د درغلۍ خطر زیاتولی شي.

د څېړنې د ټیم مشرې پامیلا اوګوډیک وویل: "دا ډول خپراوی زموږ ماشومانو ته یو ریښتینی او سم لاسي خطر دی. کورنۍ پر خواله رسنیو د ماشومانو اړوند عکسونو او معلوماتو په شریکولو سره، ناغوښتلي ډول دوی ته زیان رسوي، که هغه په انلاین فضا کې وي لکه سایبري ځورونه، او که په ریښتینې نړۍ کې وي او دا نه یوازې په اوسني وخت کې، په راتلونکو کلونو کې هم د کړاو لامل کېدلی شي."

هغې خبرداری ورکړ چې کله عکسونه خپاره شي، نور خلک کولی شي له دې معلوماتو نه یوازې په آنلاین ډول، مخامخ هم له ماشومانو سره د اړیکو لپاره کار اخلي.

راتلونکي کلونه

د مور او پلار لخوا د ماشومانو اړوند منځپانګې خپرول تر دې وړاندې هم د بحث وړ یو څه وو او ځینې یې د محرمیت سرغړونه بولي.

په ۲۰۱۹ کال کې دا هغه وخت پر یوه توده موضوع بدله شوه چې اداکارې ګوینېت پالټرو د خپلې لور اپل عکس پر انسټګرام خپور کړ، خو لور یې وروسته وویل چې مور ته یې د دې عکس د شریکولو اجازه نه وه ورکړې.

په هغه وخت کې، یوه لویه اندېښنه دا وه چې کورنۍ د محرمیت پر سبمالښت نه پوهېدل، هغه ټکی چې څېړونکي وايي اوس هم یوه ستونزه ده.

څېړونکو موندلې چې کورنۍ، پالونکي، د ماشومانو خپلوان او ان ښوونځي په دې اړه تر ډېره ناخبره دي چې څنګه پر خواله رسنیو د محرمیت ځانګړتیاوې د ځینو ځانګړو کړنو له لارې بې لارې کېدلی شي.

اغلې ګوویندر وویل: "دا څېړنه ښیي چې مور او پلار د محرمیت پر سمبالښت او ترتیب له اندازې زیاته ډاډه وي."

هغې وویل "د ټګ کولو او بیا خپرولو په څېر ځانګړتیاوې کولی شي له دې محافظتي خنډونو تېر شي او منځپانګې ته اجازه ورکړي چې ان له 'شخصي' حسابونو هم د ځانګړو لیدونکو و رها خوا خپره شي."

په ورته وخت کې، د انټرنیټ څار بنسټ خبرداری ورکړی چې د خپراوي له چارې سره نور خطرونه هم تړلي دي.

د بنسټ مشر کیري سمیټ وایي: "موږ پر انټرنیټ په تر ټولو تیارو برخو کې داسې مجرمین لیدلي چې په دې ویاړي چې کولی شي د مصنوعي هوښ (AI) د انځور جوړولو له وسیلو په کار اخیستو، یوازې د څو عادي او غیر جنسي عکسونو په درلودلو سره، د هر هغه ماشوم چې وغواړي داسې بربنډ او جنسي عکسونه جوړ کړي چې ریښتیني ښکاري."

هغه وایي چې مصنوعي ځيرکتیا اوس د زیانونو یوه بشپړه نوې لړۍ رامخې ته کوي، چې له هغې یې د عکسونو له لارې د 'جنسي تور لګونې خطر' په ګوته کولی شي چې د ماشوم د ګواښلو یا باج اخیستلو لامل کېږي.

کیري سمیټ زیاته کړه: "د ماشومانو د مصنوعي ځيرکتیا عکسونه اوس دومره ریښتیني ښکاري چې له اصلي عکسونو سره یې توپیر نه شي کېدلی."