د نړۍ د مهارتونو د سیالۍ نړیواله ورځ؛ افغان ځوانان کوم مهارتونه لري؟

مهارتونه

د عکس سرچینه، UNESCO

پرون د نړۍ د مهارتونو د سیالۍ ورځ وه او دا دور یې د فرانسې لیون ښار کې پیل شو چې پنځه ورځې به دوام کوي.

په WorldSkills Lyon 2024 ، کې به له نژدې ۷۰ هېوادونو ۱۴۰۰ سیالي کوونکي، خپل بېلابېلو مهارتونه او وړتیاوې نورو ته وښي چې په کې صنعت، تعلیم او نورې برخې وي.

د، "ورلډ سکلز" یا د نړۍ مهارتونو، لیون ۲۰۲۴ سیالي پرون په د یوه رسنیزې غونډې په ترسره کېدو پیل شوې. له دې سره به کابو ۱۰۰۰ خبریالان اجازه ولري چې د پردې تر شا د، ۱۴۰۰ کسانو ترمنځ د مهارتونو سیالۍ وګوري.

د ورلډ سکلز مشر کریس همفریز په پرانستغونډې کې وویل چې "زموږ موخه دا ده چې د مهارتونو په مټ نړۍ کې ښه بدلون راولو. مهارتونه ځوانان پیاوړي کوي، نابرابرۍ کموي او صنعت لا سیالۍ ته اړباسي.

مهارتونه

د عکس سرچینه، Getty Images

ده وویل د دوی کار یو نړیوال خوځښت دی چې هره ورځ د نړۍ په هره برخه کې د مهارتونو په پراختیا کې بدلونونه راولي.

پیل له پرون تر پنځو ورځو پورې، په بېلابېلو برخو کې د نړۍ ترټولو ښه ماهرین سیالۍ ته درومي، چې له نژدې ۷۰ هیوادونو او سیمو ۱۴۰۰ کسان کېږي.

د نړۍ د مهارتونو د سیالۍ ۴۷ دور کې به ځوان مهارت لرونکي خپله وړتیا نندارې ته وړاندې کوي.

د دې نړیوالې ورځې موخه دا ده چې د اقتصاد، صنعت، ټکنالوژۍ او نورو علمي برخو په ګډون، د ځوانانو له مهارتونو او استعدادونو په نړیوالې پرمختیا کې کار واخیستل شي.

مهارتونه

د عکس سرچینه، UNESCO

چارواکي یې وايي هیله من د WorldSkills له ودې سره د نړیوالو ننګونو آواري ته ښې لارې چارې ومومي.

هممهاله په نړۍ کې داسې هېوادونه هم شته چې ځوانانو ته یې د خپلو مهارتونو د پېژندلو او ښه کولو شونتیا ډېره محدوده ده.

لکه د افغانستان چې کله نا کله ځینې ځوانان او پېغلې په کې په ډېرو لږو امکاناتو خپل مهارتونه ښيي، خو د ډېرې ودې لپاره یې بنسټونه، علمي اسټټیوټونه او دستګاوې لږې دي چې لاسنیوی یې وکړي.

ښايي له یوازېنیو بریالیو بېلګو یې یوه د افغان روباټیکو نجونو ډله وي چې تر نړیوال دریځ او سیالیو یې خبره ورسېده. خو په کور دننه د ټټارۍ، نجارۍ، نل دوانۍ په ګډون ګڼ نور مهارتونه شته چې افغانان پرې د کورنۍ اقتصاد چلوي.