شهزاده رحیم الحسیني نوی 'اغا خان' وټاکل شو

رحیم

د عکس سرچینه، X/Aga Khan Development Network

د عکس تشریح، شهزاده رحیم الحسیني پنځوسم اغا خان ټاکل شوی

شهزاده رحیم الحسیني د نړۍ په کچه د میلیونونو شیعه اسماعیليه مسلمانانو نوی امام، 'اغا خان' ټاکل شوی دی.

هغه به د خپل پلار شهزاده کریم اغا خان ځایناستی شي، چې د سې‌شنبې پر ورځ د ۸۸ کلونو په عمر مړ شو.

د اغا خان پراختیایي شبکې په یوه بیان کې ویلي، چې دا ټاکنه د شهزاده کریم د وصیت لیک له پرانیستل کېدو وروسته وشوه.

شهزاده رحیم الحسیني اغا خان پنځم به د اسماعیلي مسلمانانو چې ادعا کوي نسب یې مستقیما پیغمبر محمد (صلی الله علیه وسلم) ته رسېږي، ۵۰م میراثي امام وي.

ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۵ میلیونه کسان د اسماعیلیه عقایدو لارویان دي. ۵۰۰ زره یې یوازې په پاکستان کې ژوند کوي.

هند، افغانستان او افریقا کې یې هم لوی شمېر موجود دی.

شهزاده کریم اغا خان په ۱۹۵۷ کال کې د ۲۰ کلونو په عمر د اسماعیلي مسلمانانو د امام په توګه د خپل نیکه ځایناستی شوی و.

شهزاده کریم اغا خان مو څومره پېژانده؟

 کریم اغا خان

د عکس سرچینه، BBC News

د عکس تشریح، شهزاده کریم اغا خان په تیاره رنګه درېشۍ، سپین کمیس او زرغونې نقطه‌لرونکې نیکټايۍ کې.

شهزاده کریم اغا خان د اسماعیلي مسلمانانو فرقې ۴۹م موروثي امام و.

دا اسماعیلیه ټولنه باور لري چې د دوی د امام نسب مستقیم د اسلام له پیغمبر سره نښلي، خو د اسماعیلي مسلمانانو د امامت لړۍ د امام جعفر صادق (شپږم امام) څخه وروسته د شیعه اثنا عشري مسلمانانو له لارې بېلېږي.

شیعه اثنا عشري مسلمانان باور لري چې له امام جعفر صادق وروسته د هغه زوی، امام موسی کاظم، او د هغه اولاد د امامت حق لري، خو اسماعیلي مسلمانان د امام جعفر صادق مشر زوی، اسماعیل بن جعفر، چې د خپل پلار د ژوند په دوران کې وفات شوی و، د خپل اوم امام په توګه مني او د هغه اولاد ته په تسلسل کې د امامت مقام ورکوي.

د هغه خیریه بنسټ پر ټولنیزو رسنیو په یوه اعلامیه کې ویلي، نوموړی د پرتګال په لېزبون کې په خپل کور کې په ارامۍ وفات شو. اغا خان په سویس کې زېږېدلی و، د بریتانیا تابعیت یې درلود او په فرانسه کې یې په یوه ماڼۍ کې هم ژوند کاوه.

د بریتانیا پاچا ته د دې بشرپال شخصیت د مړینې خبر ورکړل شوی. نوموړی د پاچا او د هغه د مور ملکې الیزابېت دویمې نژدې ملګری و. ویل کېږي پاچا د خپل ډېر پخواني دغه ملګري پر مړینه خواشینی دی او د هغه له کورنۍ سره په شخصي توګه په اړیکه کې دی.

د اغا خان خیریه بنسټ په پراخېدونکي نړۍ کې سلګونه روغتونونه، تعلیمي او کلتوري پروژې چلوي. نوموړي شتمن ژوند درلود. په باهاماس کې یې خصوصي ټاپو، یوه لوکسه کښتۍ (سپر یاټ) او شخصي الوتکه درلوده.

دې خیریه شبکې زیاته کړه: "موږ له خپلو هیلو سره سم له خپلو ملګرو سره کار ته دوام ورکوو، چې د هرې عقیدې او اصل لرونکو افرادو او ټولنو د ژوند کیفیت ښه کړو."

اغان خان له ملکې الیزابېت دویمې سره

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، اغا خان د ملکې الیزابېت دویمې نژدې ملګری و او ویل کېږي چې زوی یې (پاچا چارلز) د هغه پر مړینه ژور خواشینی دی.

شهزاده کریم اغا خان په ۱۹۵۷ کال کې ۲۰ کلن و چې د اسماعیلي مسلمانانو امام وټاکل شو.

د "فوربز" مجلې د ۲۰۰۸ کال د ارزونې له مخې، د شهزاده شتمني شاوخوا یو میلیارد ډالر اټکل شوې وه. هغه نه یوازې میراثي شتمني درلوده، بلکې د بېلابېلو سوداګریزو ګټو، په ځانګړې توګه د اسونو د روزنې له لارې یې خپله شتمني نوره هم ډېره کړه.

نوموړی د بریتانیا، فرانسې او ایرلنډ یو له مخکښو اس‌روزونکو او مالکانو څخه و، چې د نړۍ یو له مشهورو او ارزښتناکو اسونو، "شرګار"، یې وروزه.

شرګار د ۱۹۸۱ کال د اېپسم ډاربي سیالي د اغا خان د شنو جامو او سور رنګه د اوږو له پټۍ سره په ۱۰ متره فاصله وګټله، خو دوه کاله وروسته په ایرلنډ کې وتښتول شو او هېڅکله ونه موندل شو.

که څه هم اغا خان خپل ګران اس له لاسه ورکړ، خو د ۲۰۱۱ کال په یوه مرکه کې یې، چې د شرګار د تاریخي بریا ۳۰مه کلیزه وه، بي بي سي ته وویل چې هېڅکله یې د خپل ایرلنډي اس‌روزنيز فعالیت پرېښودو په تړاو فکر نه و کړی.

اغان خان او اس یې

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، شرګار له اغا خان سره (په لوړه خولۍ کې)

د شرګار د تاریخي بریا په اړه، اغا خان وویل: "دا یوه خاطره ده چې هېڅکله، هېڅ وخت به له یاده ونه‌وځي.

"زه نه پوهېږم، دا فلم مې لسګونه یا سلګونه ځلې لیدلی دی. تل هڅه کوم تحلیل کړم چې دا بې‌سارې ځلېدا له کومه راغلې وه. هر ځل چې دا فلم ګورم، احساس کوم چې یو څه مې ترې زد کړي دي.

"که تاسو د اس‌سیالیو په نړۍ کې یاست، نو اېپسم ډاربي له سترو سیالیو ده. دا تل د اس لوبې د لوړ ارزښت سیالي پاتې شوې، نو د داسې یوې مسابقې ګټل خپله یوه فوق‌العاده ویاړ دی خو دا چې شرګار دا سیالي په داسې توګه وګټله، دا تر دې هم لوی ویاړ و.

"تر اوسه دا یوه بې‌ساري بریا وه. دوه شیان ما ته ډېر حیرانوونکي وو – یو دا چې اس په څومره اسانۍ حرکت کاوه او دویم دا چې د مسابقې په پای کې هغه یوازې وړاندې کېده، وړاندې کېده، وړاندې کېده. دا واقعاً د حیرانتیا وړ وه."

اغا خان بیا څلور ځله نوره هم دا ستره سیالي وګټله. د ۱۹۸۶ کال "شهرستاني"، د ۱۹۸۸ کال "کهیاسي"، د ۲۰۰۰ کال "سیندار"، او د ۲۰۱۶ کال "هرزانډ".

د هغه نورې سترې بریاوې د ۲۰۰۸ کال د "پري دو لارک دی ټرایومف" مسابقه وه، چې د هغه نه ناماتې خوړونکې اسپې "زرکاوا" وګټله.

د شهزادہ کریم د ځوانۍ د دوران ځینې انځورونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د شهزادہ کریم د ځوانۍ د دوران ځینې انځورونه.

شهزاده همدارنګه د اغا خان فاونډېشن خیریه بنسټ بنسټګر و او د بېلابېلو علمي او کلتوري بنسټونو، لکه د کراچۍ اغا خان پوهنتون، د هارورډ پوهنتون او د ماساچوسټس ټکنالوژۍ انسټیټیوټ (MIT) د اسلامي معمارۍ اغا خان پروګرام یې په خپل نامه کړي دي.

د اغا خان فرهنګي صندوق د هندوستان په ډیلي کې د همایون مقبرې د ترمیم په بهیر کې مهم رول درلود. د معمارۍ لپاره کلنۍ "د اغا خان جایزه" هم شته. نوموړي د "نېشن میډیا ګروپ" بنسټ هم کېښود، چې اوس د ختیځې او مرکزي افریقا تر ټولو لوی خپلواک رسنیز سازمان دی.

د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف، شهزاده ته خپل درناوی ښودلی او هغه یې "د لید، عقیدې او سخاوت انسان" او "یوه فوق‌العاده مشر" بللی دی.

"هغه د بې‌وزلۍ کمولو، روغتیا او د جنسیتي برابرۍ په برخو کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې. د بې‌وزلو لپاره یې مبارزه وکړه او د بې‌شمېره خلکو پر ژوند یې نه‌هېرېدونکی اغېز پرېښود."

فعالې او د نوبل جایزې ګټونکې، ملالې یوسفزۍ، ویلي: "د هغه میراث به د تعلیم، روغتیا او پراختیا په برخه کې د هغه د حیرانوونکي کار له لارې تلپاتی پاتې شي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتېرېش، هغه "زموږ په ناارامه نړۍ کې د سولې، زغم او شفقت یو سمبول" بللی دی.

کریم اغا خان څوک و؟

د کریم اغا خاان او بیګم سلیمه د واده یو انځور

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کریم اغا خاان او بیګم سلیمه د واده یو انځور.

شهزادہ کریم اغا خان د ۱۹۳۶ کال د ډسمبر پر ۱۳مه د سویزرلنډ په جنیوا ښار کې زېږېدلی. ده ته د بریتانیا او فرانسې په ګډون ګڼو هېوادونو خپل تابعیت ورکړی و، خو هغه زیات وخت په فرانسه کې تېر کړی دی.

د کومې خاصې ځمکې په مالکیت کې نه لرلو سره، هغه یو داسې واکمن ثابت شو چې د خپلو پلویانو پر زړونو یې واکمني کوله او د هغه لارښوونې د وروستي حکم په توګه منل کېدې.

د کریم اغا خان نیکه سر سلطان محمد اغا خان درېیم د دودونو برعکس په خپل وصیت کې د خپل زوی شهزادہ علي خان پر ځای کریم اغا خان خپل ځایناستی وټاکه.

په ۱۹۵۷ کې د اغا خان درېیم له وفات وروسته، کریم اغا خان د ۲۰ کالو په عمر کې د اسماعیلي ورورګلوۍ د روحاني مشر په توګه خپل مسؤلیتونه په غاړه واخیستل. هغه د اغا خان څلورم لقب سره مشهور شو او د اغا خاني یا اسماعیلي مسلمانانو ۴۹م امام و.

په دې وخت کې، په پاکستان او نړۍ کې د هغه پر تخت کېناستو مراسم ترسره شول. په کراچۍ کې د هغه تخت ناستې مراسم د ۱۹۵۸ کال د جنورۍ پر ۲۳مه ترسره شول چې په دې کې د هغه وخت ولسمشر اسکندر میرزا او لومړی وزیر فیروز خان نون سربېره د کریم اغا خان تقریباً یو نیم سل زره پیروان موجود و.

په ۱۹۶۹ کال کې، شهزادہ کریم اغا خان له یوې انګریزې مېرمنې سره واده وکړ چې اسلامي نوم یې سلیمه وټاکل شو. له سلیمې سره شهزادہ کریم اغا خان درې ماشومان زهره اغا خان، رحیم اغا خان او حسین اغا خان پیدا شول. له واده ۲۶ کاله وروسته په ۱۹۹۵ کال کې د دواړو تر منځ طلاق رامنځ ته شو.

په ۱۹۹۸ کال کې، کریم اغا خان دویم واده د "انارا" په نامه یوې مېرمنې سره وکړه چې له هغې یې یو زوی علي محمد اغا خان پیدا شو، خو څو کاله وروسته په ۲۰۱۱ کال کې د هغوی تر منځ هم طلاق وشو.