تهران: د ایراني ولس د حقونو ترخوندي کېدو هېڅ تړون نه منو

د عکس سرچینه، Ghalibaf.ir
د ایراني پارلمان مشر محمد باقر قالیباف وايي: ''په دېپلوماتیک ډګر کې موجود سرتېري د دښمن پر خبرو او ژمنو هېڅ باور نه لري.''
د هغه په وینا، ایران یوازې عملي او رښتینو پایلو ته ارزښت ورکوي او تر هغه مهاله به هېڅ تړون ونه مني تر څو باوري نه شي چې د ایراني ولس حقونه په بشپړ ډول ترلاسه شوي دي.
د ايراني خبري اژانس (ایسنا) د راپور له مخې، د یکشنبې پر ورځ په یوې انلاین غونډه کې د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف په خپله وینا کې وویل: ''موږ د ۱۲ پارلمان درېیم کال پیلوو، په داسې حال کې چې د ملت د ستر شهید رهبر ایت الله العظمی خامنه يي یاد له موږ سره دی او موږ لا هم د دې ستر مشر د لاسه ورکولو غم نه شو منلی.''
هغه زیاته کړه چې ایت الله خامنه يي د خپلې ۳۷ کلنې رهبرۍ په ترڅ کې ایران قوي او خپلواک کړی او ایرانیانو ته یې دا ور زده کړي چې د ګواښونو پر وړاندې سر ټیټ نه کړي، بلکې تر پایه پورې له دښمن سره مبارزه وکړي.
د قالیباف په وینا د دوی دښمن غواړي ملي یووالی کمزوری کړي او ګډوډي رامنځته کړي، او د جګړې په نوي پړاو کې هڅه کوي چې د پوځی ناکامۍ بدل له اقتصادي فشار او د رسنیو له لارې واخلي، خو دا یو ناسم خیال دی، ځکه چې د ایران ولس د دې حساسو حالاتو اهمیت درک کوي.
هغه څرګنده کړه چې په دې مبارزه کې پوځي، دېپلوماتیک، ولسي او خدماتي ټول ډګرونه مهم دي. د هغه په وینا، پوځي بریاوې د خلکو د ملاتړ له لارې ترلاسه کېږي، دېپلومسي دا هدف لري چې دغه بریاوې سیاسي او حقوقي لاسته راوړنو ته واړوي، او ولسي خدمت د دې لپاره دی چې د دغو بریاوو له لارې د خلکو ستونزې حل کړي.
قالیباف زیاته کړه: ''په دې لاره کې د جګړې د ډګر سرتېري د دښمن پر خبرو او ژمنوهېڅ باور نه لري. موږ ته هغه عملي بریاوې مهمې دي چې د خپلو ژمنو د پوره کولو لپاره یې ترلاسه کړو. او موږ به هېڅ تړون تر هغه وخته ونه منو چې ډاډه نه شو چې د ایراني ولس حقونه مو خوندي کړي دي.''
امریکا ایران ته تلونکې کښتۍ په نښه کړې ده

د عکس سرچینه، U.S. Central Command
د امریکا مرکزي قوماندې (سېنټکام) ويلي ځواکونو یې د جمعې په ورځ، د می پر ۲۹مه، د عمان په خلیج کې د سمندري کلابندۍ د پلي کولو پرمهال یوه سوداګریزه کښتۍ چې د ایران بندر ته روانه وه په نښه کړې ده.
د سېنټکام په وینا، د اېم وي لاین سټار په نامه کښتۍ، په نړیوالو اوبو کې د ایران په لور روانه وه. امریکایي ځواکونو کښتۍ ته له ۲۰ ډېر خبرداری ورکړل، او ورته وويل شول چې د امریکا له سمندري کلابندۍ سرغړونه کوي.
د بیان له مخې، کله چې عملې دا لارښوونې له پامه وغورځولې، د امریکا یوې الوتکې د کښتۍ ماشين په نښه کړ، چې په پایله کې یې کښتۍ بنده شوه.
سېنټکام ويلي، "کښتۍ نور نشي کولی د ایران په لور سفر ته دوام ورکړي،"
دغې ادارې زیاته کړې تر اوسه، امریکایي ځواکونو پنځه سوداګریزې کښتۍ ویجاړې کړې او د ۱۱۶ کښتو مخه یې اړولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې پر ورځ له خپلو جګپوړو سلاکارانو سره غونډه درلوده چې له ایران سره د اوربند د غځېدو د چوکاټ برخلیک وټاکي، خو دا غونډه د راتلونکو ګامونو په تړاو له څه وضاحت پرته پای ته رسېدلې ده.
ټرمپ وايي، ایران باید هوکړه وکړي چې هېڅکله به اتومي وسله یا بم نه لري، هرمز تنګی باید " په دواړو لوریو بې له خنډه سوداګریز تګ راتګ لپاره" بیا پرانیستل شي، او هر ډول ایښودل شوي ماینونه باید "له منځه یوړل شي".
ټرمپ وايي، د جمعې ورځې غونډه د سپینې ماڼۍ په "سیچوېشن روم" کې ترسره شوه، چې د لویو بحرانونو د مدیریت لپاره کارول کېږي. ایران مخکې ویلي وو چې د خپل اتومي پروګرام په تړاو خبرې نه کوي.
امریکايي چارواکو د پنجشنبې پر ورځ وویل، دواړو هېوادونو د یوې هوکړې پر چوکاټ سلا کړې، چې د تفاهم یادښت په نوم یادېږي، خو دا به د ټرمپ او د ایران د مشرتابه له تائید وروسته پلی شي.
رپوټونه ښيي چې دا هوکړه به اوربند د ۶۰ ورځو لپاره وغځوي او د ایران د اتومي پروګرام د راتلونکې په تړاو به خبرې پیل کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اپرېل له ۸مې راهیسې چې اوربند پیل شوی، ټرمپ څو ځله ویلي چې امریکا او ایران یوې هوکړې ته نژدې شوي او خبرې روانې دي، خو تر اوسه پورې کومه عملي او مهمه پایله نه ده ترلاسه شوې.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د بيبيسي امریکايي شریک، سي بي ایس نیوز ته ویلي: "ولسمشر ټرمپ به یوازې داسې هوکړه وکړي، چې د امریکا لپاره ښه وي او د هغه سرې کرښې پکې په پام کې نیول شوې وي. ایران هېڅکله اټومي وسله نشي درلودی."
ټرمپ د جمعې په ورځ په خپلې "ټروت سوشل" شبکې لیکلي چې دی چمتو دی د هرمز تنګي د بندیز لېرې کولو ته، او هغه بېړۍ چې په دې اوبو کې بند پاتې دي "کولی شي د کور پر لور د تګ بهیر پیل کړي."
هغه دغه راز ټینګار وکړ چې ایران باید امریکا ته اجازه ورکړي، چې د دې هېواد بډایه شوې یورانیم راوباسي او له منځه یې یوسي.
هغه وویل: "تر بیا خبرتیا پورې هېڅ ډول پیسې نه تبادله کېږي."
او زیاته یې کړه: "نور موارد، چې ډېر کم اهمیت لري، ورباندې سلا شوې ده."
"امریکا د جګړې د بیا پیلېدو بشپړه وړتیا لري"

د عکس سرچینه، Reuters
د ډونلډ ټرمپ لخوا له ایران سره د اوربند د برخلیک په اړه دا ناسته داسې مهال ترسره شوې، چې د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګېسټ ویلي، هېواد یې د وسلو له کافي اندازې ډېرې زېرمې لري او که اړتیا پېښه شي، نو له ایران سره د جګړې د بیا پیلولو "بشپړه وړتیا" لري.
هغه دا څرګندونې نن (شنبه) سینګاپور کې په شانګرېلا امنیتي غونډه کې کړې.
شانګرېلا د اسیا تر ټولو مهمه دفاعي مجمع ده.
ښاغلي هېګېسټ وویل، که د عملیاتو د بېرته پیلېدو اړتیا پېښه شي، نو یې کافي وړتیا لري.
هغه ټینګار وکړ چې ولسمشر ټرمپ به یوازې د جګړې پای ته رسېدو لپاره داسې هوکړه ومني، چې عالي یې وګني.
بلخوا د ایران د فارس خبري اژانس د باخبره سرچینو په حواله ویلي چې د ټرمپ وروستۍ څرګندونې د "رښتیاوو او درواغو ګډه
ټولګه" ده.
دغه اژانس راپور ورکړی چې د دواړو خواوو د تفاهم په یادښت کې د اټومي موادو د له منځه وړلو هېڅ شرط شامل نه و.
بلخوا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي دولتي ټلویزیون ته وویل چې هېواد یې "د جګړې پر ختمولو تمرکز کړی، او د اتومي موضوع په تړاو هېڅ خبرې روانې نه دي."
متحده ایالات له اوږده مهاله راهیسې غوښتنه کوي چې ایران دې د لوړ کچ بډایه شويو یورانیمو تولید بند کړي او خپله شته زېرمه باید له منځه یوسي، ځکه چې په نظري توګه دا مواد د اتومي وسلو د جوړولو لپاره کارېدلی شي.
ایران ټینګار کوي چې د دې هېواد اتومي پروګرام په بشپړ ډول سولهییز دی او دا تورونه ردوي چې ګواکې دوی د اتومي وسلو د جوړولو هڅه کوي.

د عکس سرچینه، Fatemeh Bahrami/Anadolu via Getty Images
پر پنجشنبه د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وېنس وویل، مرکچیان د "ځینو ژبنیو ټکیو" په تړاو "تګ او راتګ" کوي، چې پکې د "بډایه کولو (انرچمنټ)" موضوع هم شامله ده.
هغه وویل: "موږ لا تر اوسه هدف ته نه یو رسېدلي، خو ډېر نژدې شوي یو او موږ به پر دې کار ته دوام ورکوو."
د ایران لوړپوړي مرکچي محمد باقر قالیباف د جمعې په ورځ ویلي وو چې دوی "پر تضمینونو یا خبرو باور نه لري"، بلکې یوازې پر عمل باور لري.
هغه په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې وویل: "تر هغې چې مقابل لوری اقدام ونه کړي، هېڅ اقدام به ونه شي."
او زیاته یې کړه: "د هرې هوکړې ګټونکی هغه دی چې د بلې ورځې جګړې لپاره ښه چمتو وي."
امریکا او اسرائیلو د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران بریدونه پیل کړل. ایران په ځواب کې پر اسرائیل او په خلیج کې د امریکا پر متحدینو بریدونه وکړل او په عملي توګه یې د هرمز تنګی وتاړه، چې له امله یې په نړۍ کې د تېلو بیې لوړې شوې.
ایران او امریکا په وروستیو ورځو کې یو بل د اوربند په ماتولو هم تورن کړي دي.
د پنجشنبې په ورځ، د ایران سپاه پاسداران ځواک وویل، دوی په کوېټ کې د امریکا یوه هوايي اډه هدف وګرځوله، چې د دوی په وینا د بندرعباس بریدونو "سرچینه" وه. بندرعباس د ایران یو ستراتیژیک بندري ښار دی چې د هرمز تنګي ته نژدې موقعیت لري.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ وویل چې پر کوېټ برید له اوربنده "جدي سرغړونه" ده.



















