په ایران کې د عاشورا شربت خیرات تر نهو سوو ډېر کسان مسموم کړي دي

ایران

د عکس سرچینه، IRNA

د ایران مازندران ولایت روغتیايي چارواکو خبر ورکړی، چې په مازنداران او ګلستان ولایتونو کې د عاشورا په ورځو کې د ۹۲۵ تنه د عاشورا خیرات شربت او اوبو څښلو له امله مسموم شوي دي.

د مازندران د طبي علومو پوهنتون عامه اړیکو، ناروغانو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره ځانګړي اقدامات اعلان کړي دي.

د ګلوګاه د روغتيايي شبکې د مسوول په وينا، ښاريان په ګلوګاه ښار او د ماتم کوونکو کاروانونو په دوو لارو کې مسموم شوي دي. د دې شبکې د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو دوو ورځو کې د ثامن الایمه ګلوګاه روغتون ته ۶۸۶ کسان او ۱۷۹ کسان د سلامت روغتیايي مرکز ته د مسمومیت له نښو سره ورغلي دي.

دغه راز د ګلستان ولایت د بندرګز روغتون ته ۶۰ تنه نور د خوړو د مسمومیت نښو له امله رسول شوي دي. د دې مسمومیت د علت په اړه لا بشپړ راپور نه دی خپور شوی.

په ایران کې د عاشورا او نورو مذهبي مراسمو پر مهال د خوراک او څښاک وېش عام او دود دی.

ایران

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د عاشورا ورځې له سهار راهیسې د ګېډې درد، سردردۍ او تبې لرونکو ناروغانو شمېر ډېر شوی، چې له امله یې د ګلوګاه ښار په روغتیايي مرکزونو کې "ځانګړي او بېړني تدبیرونه" نیول شوي دي.

ایرنا خبری اژانس په ګلوګاه ښار کښې د روغتیا او درملنې د شبکې د مشر ابراهیم خادملو له قوله لیکلي، د هغو کسانو د څرګندونو پر بنسټ چې د ښار روغتیايي مرکزونو ته ورغلي وو، وايي، "لومړني راپورونه ښیي چې له ۹۵ سلنه څخه ډېر هغه کسان چې روغتیايي مرکز ته ورغلي وو د نذر شربت یې څښلی و."

دا لومړی ځل نه دی چې په ایران کې د مذهبي مراسمو کې مسموم شويو خوړو خلک روغتون ته رسولي دي. په تېرو کلونو کې هم ورته راپورونه خپاره شوي دي.

پر دې سربېره سږ کال د محرم او عاشورا مراسمو پر مهال ګڼې نورې پېښې هم شوې دي.