امریکا د خپلو مرستو تر بندولو سل ورځې وروسته، تر ټولو لوی زیان چا ته واوښت؟

مسک

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سپینې ماڼۍ لا تر اوسه د خپلو اوږد مهاله پلانونو جزبیات نه دي په ډاګه کړي
    • Author, سټیفني هیګارتي د نفوسو خبریال
    • دنده, انتونیو کیوبیرو د بي بي سي نړیوال سرویس

په تېره جنورۍ میاشت کې، د ډونلډ ټرمپ له لوړې درې ورځې وروسته، څلور ځوانان په واشنګټن ډي سي کې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) دفتر کې له مخکې نا اعلان شوي خبر سره را څرګند شول او د معلوماتي ټیکنالوژۍ سیسټم ته د لاسرسي غوښتنه یې وکړه.

دوی ویل، د ډوج (Doge) لپاره، چې د میلیاردر ایلون مسک په مشرۍ د حکومت د اغېزمنتیا نوې جوړه شوې اداره ده کار کوي.

ولسمشر ټرمپ تر بیا کتنې ټولې بهرنۍ مرستې وځنډولې او دوی هلته وو، چې په نړیواله کچه پروژو ته د پیسو ورکړې مخه ونیسي.

د اقتصادي همکاریو او پراختیا سازمان د رپوټ له مخې په ۲۰۲۴ کال امریکا د خپل نا خالص ملي عاید صفر اعشاریه ۲۲ سلنه، یعنې ۶۳ میلیارده ډالر په مالي مرستو لګولی وې. دا په نړۍ کې تر ټولو ستره مالي مرسته وه. د دې ډېره برخه د امریکا پرمختیايي ادارې (یو اېس ای ډي) له لارې کېدلې، هغه دولتي اداره چې ۴۰ میلیارده ډالره کلنۍ بودیجه یې درلوده.

سپینې ماڼۍ لا تر اوسه د خپلو اوږد مهاله پلانونو جزییات نه دي په ډاګه کړي، خو بي بي سي په عامه توګه شته معلومات او همدارنګه د حکومت څو خپاره شوي معلومات ارزولي، چې معلومه کړي، تر ټولو لوی زیان چا ته اوښتی.

د (یو اېس ای ډي) یوه کارکونکي، چې د غچ اخیستنې له وېرې یې له بي بي سي سره په مستعار نوم خبرې کولې، د (ډوج) کارکوونکو هلته دننه کېدو، درې اونۍ " ګډوډۍ " حالت بیان کړی دی.

هغه وايي: "دا یوازې ماشومان وو چې د مسک له شرکتونو اېستل شوي وو، له دوی یوه یې ماته وویل چې هغه د سپېس اېکس (SpaceX) لپاره کار کوي."

هغه وايي، دوی په لومړي سر کې د ځینو ځانګړو کلمو له لارې د پروژو لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ سیسټمونه لټول، لکه اقلیم، جنډر، انرژي، برابري او یا پېژندنه. وروسته بیا دوی د هر څه په "څیرلو او سوځولو" پیل وکړ.

"خلک راتلل او ویل یې، 'پوهېږئ، ټاکل شوې دا په سودان کې شاوخوا دوه میلیونه وګړو ته خواړه ورکړي؟ 'خو دوی ویل، 'موږ ته مهمه نه ده'."

اقتصاد

د عکس سرچینه، Sumayya Nabara

د عکس تشریح، سمیه وايي، "دا اسانه کار نه ده چې یوه ورځ له خوبه را پاڅېږې او وګورې چې نور کار نه لرئ."

دوه اونۍ وروسته، د ټرمپ ادارې اعلان وکړ چې په سودان کې سولې لپاره د خوړو په څېر د ژوند پایښت پروګرامونو مرستې ته به دوام ورکړي. سره له دې چې د بهرنیو چارو وزارت د ځینو پروژو لپاره معافیت اعلان کړ، د (یو اېس ای ډي) کارکوونکی وايي، د (ډوج) کارکوونکي د شپې سیسټم ته ننوتل، چې لغوه یې کړي.

یوې حکومتي چارواکې بي بي سي ته وویل، دوی "په سودان کې د هغو پروګرامونو لپاره ۱۸ پروژې لغوه کړې چې د ادارې د بهرنۍ تګلارې له لومړیتوبونو سره سمون نه لري په داسې حال کې چې په سودان کې د بېړنيو خوراکي مرستو په ګډون د ژوند ژغورنې مهمو مرستو لپاره ۳۷ پروژې روانې دي."

د مارچ په نیمایي کې یو اېس ای ډي اداره وتړل شوه او د لږ تر لږه لسو زرو کارکوونکو له ډلې یې یوازې ۱۵ تنه پاتې شول، چې دوی هم د بهرنیو چارو وزارت ته لېږدول شوي. د ټرمپ ادارې کانګرس ته د لغوه شویو مرستو او پروژو نوملړ لېږلی، چې پکې ادعا کېږي د یو اېس ای ډي پروګرامونه ۸۳٪ کم شوي.

دې موضوع پراخه اغېزه درلوده، په دې معنا چې په ټوله نړۍ کې سلګونه زره کسان په ناڅاپي ډول بې کاره شول.

سمیه محمد د نایجیریا په شمال کې د نا دولتي موسسې یوه مرستندویه کارکوونکې ده، چې مالي ملاتړ یې د یو اېس ادی ډي له خوا کېږي. هغه وايي، "دا اسانه کار نه دی چې یوه ورځ له خوبه را پاڅېږې او وګورې چې نور کار نه لرئ."

هغه د خوارځواکو میندو او ماشومانو په اړه اندېښمنه ده چې نور به د بېړنۍ تغذیې کڅوړې ترلاسه نه کړي او ناروغان به د روغتونونو د بندېدو له امله دې ته اړ شي چې خپلو کورونو ته ستانه شي.

د سمیه په وینا: "کورنۍ په بل ځای کې د درملنې توان نه لري. موږ لږه تمه لرو چې حکومت به ګام پورته کړي."

له هغه وخته راهیسې د بهرنیو چارو وزارت بېلابېلو لیکونو کې د مرستو کمولو اندازې ته اشاره کړې.

د اپرېل په لسمه نېټه د بهرنیو چارو وزارت یو داخلي یادښت، چې بي بي سي ته یې درز کړی و، ویل شوي، بهرنۍ مرستې به ۲۱ اعشاریه ۵ میلیونه ډالره یا ۵۶ ٪ کمې شي.

د مور او ماشوم روغتیا

ویل شوي و، چې د میندو او ماشومانو روغتیا پروژو ته به هېڅ بودیجه ځانګړې نه شي. د روغتیايي تګلارو په برخه کې د یوې نا دولتي موسسې (کی اېف اېف) د شمېرو له مخې په ۲۰۲۴ کال کې امریکا په دې برخه کې یو اعشاریه درې میلیارده ډالره لګولي و.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۵ کلونو کې د زېږون پرمهال د مېرمنو او ماشومانو په مړینې کې د پام وړ کموالی راغلی دی. د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې د اپرېل په میاشت کې دا کچه ۴۰٪ کمه شوې ده.

په دې برخه کې ډېرې لګول شوې پیسې د افریقا نیمه صحرا ته تللې، چې په ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ د میندو د مړینې ۷۰٪ یې جوړوله.

ډاکټر محمد عبدالله چې د نایجیریا په شمال کې د یو اېس ای ډي لپاره کار کوي او له ۱۲ کلیوالي کلینیکونو سره مرسته کوي، وايي، د فبرورۍ په میاشت کې چې د کار بندولو امر راته شوی، "زه ډېر اندېښمن یم."

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ادارې مشر، ایمن عبدالمحسن په وینا، زیاتره هېوادونه چې د میندو د مړینې کچه پکې لوړه ده، تقریبا په بشپړه توګه د زېږون او نويو زېږېدلو ماشومانو په برخه کې یې د یو اېس ای ډي پر مالي ملاتړ یې تکیه کوله.

هغه وايي: "په تېرو درېیو یا څلورو لسیزو کې، زیاتره حکومتونه له بهرنیو مرستو سره عادت شوي او تقریبا دا احساس ورسره و، چې دا مرستې راځي."

هغه زیاتوي: "حکومتونه باید ویښ شي. اوسمهال تاسو نه شئ کولی د خپلو خلکو د ژوند لپاره پر بهرنیو مرستو تکیه وکړئ."

د نایجیریا په شمول د روغتیا ځینې وزیران په دې اړه خبر دي او د دې چارې د سمون لپاره کار کوي، خو دوی ډېر وخت ته اړتیا لري.

ایمن عبدالمحسن وايي: "موضوع دا نه ده چې امریکا، خپلې مرستې بندې کړې دي، بلکې موضوع یې ناڅاپي والی دی. ناڅاپي بندول یې د سیسټمونو لپاره خورا ډېر زیان رسوي."

دغه راز یو اېس ای ډي په ټوله نړۍ کې د مېندوارۍ د مخنیوي تر ټولو لویه مرسته کونکې اداره وه چې په کلني ډول یې شاوخوا ۶۰۰ میلیونه ډالر لګول. د اپرېل لسمې نېټې د یادښت له مخې دا ټول لګښتونه به راکم شي.

نری رنځ یا توبرکلوز

نری رنځ په کال کې د یو اعشاریه دوه میلیونو کسانو د مړینې لامل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نری رنځ په کال کې د یو اعشاریه دوه میلیونو کسانو د مړینې لامل کېږي.

نری رنځ (توبرکلوز)، چې پر سږو برید کوي، تر ټولو لږه بودیجه لري. خو بیا هم دا ناروغي په کال کې د یو اعشاریه دوه میلیونو کسانو د مړینې لامل کېږي.

د ملګرو ملتونو په مشرۍ د نري رنځ د مخنیوي پروژې مشره ډاکټر لوسیکا دیټیو وايي، امریکا د نري رنځ د مخنیوي لپاره ۴۰۶ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

"خلکو نری رنځ هېر کړ، دوی فکر کاوه چې دا ناروغي پای ته رسېدلې. یوازې امریکا وه چې پر نري رنځ یې پام وساته."

د مارچ په میاشت کې د بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته یوه دوسیه واستوله چې د لغوه کولو لپاره ټولې مرستې او پروژې پکې روښانه شوې وې، چې د نري رنځ لږ تر لږه ۸۴ پروژو یادونه پکې شوې وه.

اېچ ای وي او اېډز

د تېرې لسیزې په اوږدو کې د ولسمشر د بېړني پلان له لارې امریکا د ایډز د مخنیوي لپاره په کال کې شاوخوا پنځه میلیارده ډالر لګولي دي.

د مرستې له کنګل کېدو یوه اونۍ وروسته، د بهرنیو چارو وزارت د ځینو فعالیتونو لپاره معافیت اعلان کړ.

ټاکل شوې وه له موره ماشوم ته د ویروس لېږد د مخنیوي پروژه د هغو پروژو په ډله کې وي، چې پیسې به یې نه کنګل کېږي. د اپرېل په میاشت کې، نیویارک ټایمز رپوټ ورکړ په ټوله نړۍ کې ۲۷۰ زره هغو کارکوونکو ته، چې د دې پروګرام لپاره کوي ویل شوي چې کار ته دې نه ورځي.

د اپرېل په لومړیو کې د لانسیټ په مجلې کې یوه څېړنه خپره شوې، چې له مخې یې، که د دې برخې بودیجه په بشپړه توګه وځنډول شي، ښايي په یو میلیونو ماشومانو کې د اېچ ای وي انتاناتو لامل شي او تر ۲۰۳۰ کاله به یې له امله ۵۰۰ زره ماشومان مړه شي.

ملاریا

تر دې وړاندې امریکا په ټوله نړۍ کې د ملاریا مخنیوي لپاره هر کال شاوخوا یو میلیارد ډالره مرسته کوله.

د ای اېف پي خبري اژانس د رپوټ له مخې، په شمالي نایجیریا کې د ملاریا ناروغانو درملنې کلینیکونه لا دمخه تړل شوي دي. او د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې، چیرې چې امریکا د دولتي روغتونونو لپاره د ملاریا ازموینې او درملنې اصلي چمتو کونکی وه، د ملاتړ ځینې برخې یې درول شوې دي.

روښانه نه ده چې د ملاریا کومې پروژې به پر ځای پاتې شي.

د هغو پیسو سربېره چې امریکا له دې ناروغیو سره د مبارزې لپاره بېلې کړې وې، هر کال یې د نري رنځ، ملاریا او اېچ ای وي سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو نړیوال وجهي صندوق ته دوه میلیارده ډالره مرسته کړې ده. دغه پیسې د نړیوال وجهي صندوق د ټولې بودیجې دریمه برخه جوړوي.

د اپرېل د لسمې نېټې یادښت کې ښکاري چې مرستې له نیمایي ډېرې کمې شوي او دا چې امریکا باید د نورو بسپنه ورکوونکو لخوا له هر څلورو ډالرو یوازې یو ډالر مرسته وکړي.

ډاکټر عبدالمحسن وايي: "په بشري چاپېریال کې، مرستې یوازېنۍ لاره ده. کله یې چې په یو ځل پرې کوئ، دا یو ناورین دی."

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډاکټر عبدالمحسن وايي: "په بشري چاپېریال کې، مرستې یوازېنۍ لاره ده. کله یې چې په یو ځل پرې کوئ، دا یو ناورین دی."

که څه هم د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې حیاتي دوامدار پروګرامونه به وساتي، خو د اپرېل لسمې نېټې یادښت کې د وړاندې شويو وړاندیزونو له مخې به بېړنۍ مرستې ۵۵٪ کمې شي.

ډاکټر عبدالمحسن وايي: "په بشري چاپېریال کې، مرستې یوازېنۍ لاره ده. کله یې چې په یو ځل پرې کوئ، دا یو ناورین دی."

د ټرمپ ادارې وړاندې تر دې ویلي و چې یو اېس ای ډي د امریکا د بهرنۍ تګلارې له ګټو سره سمون نه لري او بي بي سي ته یې ویلي چې هر ډول دوامداره بهرنۍ مرستې باید "د امریکا اصلي ملي ګټو له مخې وشي."

ډېرو نورو ګوتنیونکو ویلي، دا پیسې د کلونو په اوږدو کې ضایع شوي یا یې په بهرنیو مرستو تکیې ته خطرناکه لاره هواره کړې ده.

خو ان ډېر کسان یې موافق دي چې په داسې سخت ډول د مرستو کمول به د نه جبرانېدونکو زیانونو لامل شي.