محمد یعقوب مجاهد: د هېڅ زورور او کمزوري "غیر مشروع" مداخله نه منو؛ تفاهم ته دې را وړاندې شي

مجاهد

د عکس سرچینه، Taliban

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزیر پر نړیوالو غږ کړی چې نور له اقتصادي‌ او سیاسي فشارونو لاس واخلي او د دوی له حکومت سره دې د "تفاهم" لار غوره کړي.

د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۵ کلیزې په مناسبت د دفاع وزارت په تالار کې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې که څه هم محمد یعقوب مجاهد د کوم ځانګړي هېواد نوم وانه خیست خو ویې ویې ویل، چې د "هېڅ زورور او کمزوري نا مشروع مداخله" به ونه مني.

ښاغلي‌ مجاهد وویل، "د نړۍ ټولو هېوادونو ته وایو، زورور دي،‌که کمزوري دي، چې ګورئ،‌ واورئ، په ښه فکر سره یې واورئ، افغانستان ستاسې هېڅ ډول غیر مشروع مداخله نه مني. په دې کې نه ستاسې زور چلېږي، نه مو زر او نه مو زارۍ تاثیر لري."

محمد یعقوب مجاهد همدا راز وویل چې حکومت یې خپلې تګلارې نه بدلوي او هېچا ته به په "هېڅ صورت" اجازه ورنه کړي چې د دغه هېواد په کورني او یا هم بهرني سیاست کې لاسوهنه وکړي.

دی زیاتوي،‌ "په تعلیمي ډګر کې چې زموږ څه پالیسي وه هغه به خپله پالیسي وي، په نظامي‌ میدان او د اردو په روزنه کې مو چې کومه پالیسي وه، دا به مو خپله پالیسي وي، هېچا ته به یې په واک کې نه ورکوو."

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزیر له نړیوالو وغوښتل چې "افغانان درک" کړي او د امریکا، روسیې او چین په یادولو سره وویل چې د ګاونډیانو په ګډون له ټولو سره پر "متقابل احترام" ولاړې اړیکې ساتل غواړي او په وینا یې، که څوک "په ښه نیت را وړاندې کېږي نو زموږ دروازې ورته خلاصې دي."

د یادولو ده چې نړیوال په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت نیوکه کوي چې ګواکې پر ښځو یې د زدکړو، کار او عام ژوند په برخه کې بېلابېل محدودیتونه لګولي، واک یې انحصار کړی او تر ډېره یې ملایان پر دندو ګمارلي او مسلکي کسانو ته څنګه چې په کار ده هغسې کار روزګار او وظیفې نه ورکول کېږي.

ګاونډيو ته پيغام

دفاع وزارت

د عکس سرچینه، taliban

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت نن (یکشنبه، د زمري ۲۸مه) د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخېستو ۱۰۵مې کالیزې نمانځنې ته د دفاع په وزارت کې ځانګړې مراسم نیولې و

یعقوب مجاهد د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډيو هېوادونو ته هم په خپله وینا کې وویل چې چا ته د تاوان رسولو اراده نه لري‌ او پیغام یې ورکړ چې "ستونزې او خنډونه" دې نه ورته جوړوي.

ده زیاته کړه، "ټولو ګاونډیانو ته ښه او د ورورګلوۍ پیغام لرو چې هېڅکله هم کوشش مه کوئ چې په سرحداتو کې، یا پر ډيورنډ فرضي کرښه او یا نورو ساحو کې موږ ته مشکلات او خنډونه ایجاد کړئ.‌ موږ که پر سرحداتو حلقوي سړک تېروو، پوستې او بیسونه جوړوو، هلته قوتونه ځای پر ځای کوو، دا ستاسې لپاره خطر نه دی، بلکې دا موږ د خپل هېواد د حریم او عزت د ساتنې لپاره کوو، دا موږ فریضه ده او تر دې موږ هېڅکله نه شو تېرېدلی"

هغه د طالبانو واکمني بې بدیله وبلله او په ټکو یې " د خلفای راشیدینو او خلافتونو وروسته داسې نظام په ټوله نړۍ کې نه لیدل شوی او نه به ولېدل شي."

د یادولو ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت نن (یکشنبه، د زمري ۲۸مه) د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخېستو ۱۰۵مه کلیزه د دفاع وزارت په تالار کې د لوړ پوړو طالب چارواکو له ګډون سره په ځانګړو مراسمو ونمانځله.

متقي: حکومت له یوې ازموینې تېرېږي

kabul

د عکس سرچینه، taliban

دې غونډې ته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیر خان متقي وویل چې حکومت ېې د ازموینې له دورې تېرېږي او په کار ده چې ټول مسولین خپلو چارو ته ښه متوجې وي.

نوموړي وویل شک نه شته چې افغانستان په تعلیمي، اقتصادي او سیاسي برخه کې ستونزې لري خو ټينګار یې وکړ چې که د کورنيو او بهرنیو اختلافونو سره احتیاط ونه شي د نظام په پښو درېدل او دوام سخت دی.

هغه وویل چې د متوازن سیاست پر بنسټ باید له نړۍ سره د ټکر مخنیوي په موخه ټوله هڅه وشي.

د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پرته له دې چې د خپلواکۍ ګټیالي شاه غازي امان الله خان نوم واخلي وویل "د دې ورځې په نمانځلو سره د هغو اتلانو روح ته دعا کوي چې د هېواد خپلواکۍ لپاره یې سرونه قربان کړي او افغانستان یې خپلواکه کړ."

نوموړي وویل، د خپلواکۍ ګټل او ساتل دواړه مهم دي او د دې لپاره اوس په کار ده چې افغانستان پر ټکنالوژۍ سمبال و اوسي.

له نن نه ۱۰۵ کاله مخکې په همدې ورځ (۱۹۱۹ کال اګست ۱۹مه) د افغانستان هغه مهال پاچا امان الله خان له بریتانیا د خپل هېواد خپلواکي بېرته اخیستو اعلان وکړ او له هغه راهیسې هر کال افغانان په هېواد کې دننه او بهر دا ورځ په رنګارنګ مراسمو نمانځي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت نن په همدې مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړې ده.