روهينجيا کډوال؛ بې کوره د پناځای په لټه

د ویډیو تشریح، بې کوره د پناځای په لټه
روهينجيا کډوال؛ بې کوره د پناځای په لټه

روهينجيا کډوال له بنګله دېشه اندونیزیا ته خطرناکې لارې وهي خو ځايي خلک یې هرکلی نه کوي.

له اوونيو راهيسې داسې کښتۍ، چې سلګونه کډوال لېږدوي، له بنګله دېشه، يې د اندونيزيا اچې ته د مزله خطرناکه لار وهلې ده.

دوی د ځايي خلکو له لوري له غوسناک غبرګون سره مخامخ دي.

هغه خلک چې هلته رسېږي، روهینجيا مسلمان کډوال دي، چې میانمار کې یې پروړاندې، د پوځ له ځپونکې تګلارې تښتېدلي دي.

دوی اوس بنګله دېش کې له داسې پنډغالو په تېښته دي، چې جرمونه په کې خپاره دي.

حنا سموسېر پرې دا راپور جوړکړی: