د احمد شاه ابدالي کور کندهار کې د عامو خلکو د لینې لپاره پرانیستل شو

د ویډیو تشریح، د احمد شاه ابدالي کور کندهار کې د عامو خلکو د لینې لپاره پرانیستل شو
د احمد شاه ابدالي کور کندهار کې د عامو خلکو د لینې لپاره پرانیستل شو

افغانستان کې د طالبانو حکومت د کلتور وزارت چارواکي وایي، په کندهار کې یې د لرغونو سیمو او ودانیو د خوندي ساتلو او د ګرځندوی صنعت د ودې په موخه یې اووه تاریخي ځایونه رغولي چې وروستی یې په کندهار ښار کې د احمدشاه بابا تاریخي کور دی.

چارواکي وایي، د دغه ودانۍ رغولو پر مهال یې د تاریخي ارزښت، اصلي بڼې او لرغونتوب ته پوره پام کړی، چې دا تاریخي اثر د هېواد د کلتوري میراث په توګه خوندي پاتې شي.

د احمدشاه دراني دغه کور شاوخوا ۲۷۰ کلنه مخینه لري او تر وروستیو څو کلونو پورې د هغه د کورنۍ او ورثې د استوګنې ځای و.