د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې بریدونه شوي، هغه ریل ګاډي بیا فعالیت پیل کړ چې بلوچستان کې پرې برید شوی و

بلوچستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان بلوچستان کې ایالتي چارواکي وايي‌، چې د چارشنبې او پنجشنبې ورځو ترمنځ پر شپه په بېلابېلو امنیتي‌ پېښو کې ترهګرۍ ضد ادارې پولیسو د یوه افسر په ګډون لږترلږه شپږ کسان وژل شوي دي.

بلوچستان کې د لویو لارو د پولیسو مشر حفیظ بلوڅ بي‌بي‌سي ته ویلي، ناپېژانده‌وسله والو له ګوادر څخه کراچۍ ښار ته پر غځېدلې لار شپږ کسان له یوه بس موټره کښته کړي او وروسته یې په ډزو ویشتلي دي.

په دې پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او یو ټپي دی.

د پاکستان لومړي‌ وزیر شهباز شریف پر دې پېښه خواشینې ښودلې او ویلي یې دي، چې هېڅکله به اجازه ورنه کړل شي چې "هېواد دښمنه کسان په خپل هوډ کې بریالي شي."

دا پېښه د ګوادر ضلعې په ساحلي لویه لاره د پسني او کلمت ترمنځ سیمه کې شوې.

ښاغلی بلوڅ زیاتوي چې وسله والو دغلته یو موټر هم سېځلی دی.

بلخوا د مسټونګ د پولیسو مرستیال دوهیب ګبزيي هم بي‌بي‌سي ته منلې، چې ناپېژانده وسله‌والو د بولان درې په ځینو سیمو کې د کوټې - جیکب اباد پر لار سربېره د کوټې- کراچۍ پر لویه لار هم چک‌پوانټونه اچولي دي.

دی زیاتوي چې وسله‌والو مسټونګ سیمه کې د ترهګرۍ ضد پولیسو پر دوو کسانو ډزې کړې، چې پایله کې یې د دغو پولیسو مرستیال جاوید لهړي وژل شوی او دویم تن ټپي شوی دی.

په تربت ښار کې بیا ناپېژانده وسله والو درې ځای لاسي بمونه غورځولي چې یو یې په 'بي اېنډ ار' کالونۍ کې یوه استوګنیز کور ته لوېدلې دی.

د کیچ د پولیس مشر راضد حرمان زهري وايي په دې پېښه کې د دې کورنۍ ۵ غړي ټپيان شوي دي.

وسله والو د کیچ تجابان سیمه کې څلور کانتینرونو ته چې له ګودار بندر څخه پکې توکي افغانستان ته لېږدول کېدل، اور اچولی دی.

'جعفر ایکسپریس بیا فعال شو'

جعفر ایکسپریس

د عکس سرچینه، social media

په ورته مهال پاکستاني چارواکي وايي، د جعفر ایکسپریس په نامه هغه ریل ګاډی چې په بلوچستان کې پرې وسله والو بېلتونپالو برید کړی و، له نژدې دوې اونۍ ځنډ وروسته نن بېرته فعال شو.

د پاکستان ریل ګاډي ادارې مسوولینو بي بي سي ته ویلي، چې دا ریل ګاډی له ځايي وخت سره سم ګهیځ ۷:۳۰ بجې له پېښوره د کوټې ښار پر لور وخوځېد.

پر جعفر ایکسپریس د روانې مارچ میاشتې پر ۱۱مه د بلوچستان په بولان سیمه کې وسله والو برید کړی وو او سلګونه کسان یې یرغمل کړي وو.

د پاکستان پوځ په وینا امنیتي ځواکونو په وینا په هغه پېښه کې د پوځ او ملېشه ځواکونو اړوند ۱۸ کسانو په ګډون ۲۶ کسان وژل شوي وو.

د بلوڅ بېلتونپالو وسله وال تنظیم بلوچ لیبرېشن ارمي (بي ایل اې) د هغه برید مسوولیت منلی و. بي ایل اې په یوه اعلامیه کې ادعا کړې وه، چې ټول یرغمل شوي کسان د پاکستان امنیتي ادارو غړي دي.

د یادونې ده، چې پاکستان پر بي ایل اې بندیز لګولی او په دا وروستیو کې یې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا هم غوښتی و، چې د بي ایل اې پر اړوند تنظیم (مجید بریګیډ) بندیزونه ولګوي.