د افغانستان او زمبابوې دویمه ټېسټ لوبه: افغان لوبډله لومړۍ پاڼې کې په ۱۵۷ منډو وسوځېده

Afghanistan v Zimbabwe Test match

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، ظاهر خان او الله محمد غضنفر نننۍ لوبه کې نشته

د افغانستان او زمبابوې کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه ټېسټ یا پنځه ورځنۍ لوبه د زمبابوې د بولاوایو ښار په کوینز لوبغالي کې کېږي.

د دې لوبې پچه زمبابوې ګټلې او دا ځل یې د لومړۍ ټېسټ سیالۍ پر خلاف د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

دا پرېکړه ګټوره هم ثابته شوه، ځکه د لوبې په لومړۍ ورځې یې د افغانستان ټوله لوبډله په داسې حال کې وسوځوله چې یوازې ۱۵۷ منډې یې کړې وې.

افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې (۲۵) منډې راشد خان وکړې. رحمت شاه او لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي چې تېره لوبه کې یې غبرګې سلیزې کړې وې، په ۱۹ او ۱۳ منډو وسوځېدل.

د زمبابوې لوبډلمشر کرېګ اېروېن د پچې له ګټلو وروسته د توپ اچونې د پرېکړې تر شا لامل لوند لوبغالی او باراني هوا یاده کړه.

افغان لوبډلې لپاره ښه زېری دا دی چې شل اووریزو لوبو کې د افغان لوبډلې مشر او د افغانستان پیاوړی توپ اچوونکی راشد خان دې لوبې ته راستون شوی.

نننۍ لوبې لپاره افغان لوبډله کې پنځه بدلونونه شوي.

ظاهر خان، صدیق الله اتل، عظمت الله عمرزی، الله محمد غضنفر او نوید ځدران نننۍ لوبه کې نشته.

پر ځای یې راشد خان، ریاض حسن، فرید احمد، یمین احمدزی او عصمت عالم د زمبابوې پر وړاندې دویمه ټېسټ لوبه کې لوبېږي.

Afghanistan v Zimbabwe

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، د افغانستان او زمبابوې لوبه باران ځنډولې

د افغانستان او زمبابوې تر منځ د ټېسټ لوبو د لړۍ لومړۍ سیالي بې پایلې ختمه شوې وه.

لومړۍ لوبه کې دواړو اړخونو په ګډه څه باندې ۱۴۰۰ منډې جوړې کړې وې.

زمبابوې په خپله لومړنۍ پاڼۍ کې ۵۸۶ منډې وکړې. په ځواب کې افغانستان بيا ۶۹۹ منډې جوړې کړې چې په هغو کې د رحمت شاه او حشمت الله شهيدي غبرګې سليزې او د افسر ځاځي سليزه هم شامله وه.

په دویمه پاڼۍ کې زمبابوې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۲ منډې جوړې کړې او له دې سره د ټېسټ لوبې پنځمه ورځ پايته ورسېده او لوبه بې نتيجې شوه.