"اچها جي" ویډیو کې څوک دي او ولې یې غبرګونونه راپارولي؟
"اچها جي" ویډیو کې څوک دي او ولې یې غبرګونونه راپارولي؟
د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د روانو نښتو پر مهال د پاکستان لخوا په یوه تبلیغاتي ویډیو کې د افغانستان او خلکو پر وړاندې یې د "پېغور ورکولو" انداز له نیوکو سره مخامخ شوی دی.
دا ویډیو په "اچها جي" مشهوره او په خواله رسنیو کې خورا ډېره لاس په لاس شوې ده.
دا ویډیو د پاکستان د لومړي وزیر د رسنیو همغږي کوونکي پر ایکس او ورپسې د دغه هېواد د اطلاعاتو وزیر بیا ځلې خپره کړه.
په خواله رسنیو کې ګڼو په تېره په پاکستان کې دا ویډیو له دې کبله مناسبه نه ده بللې چې پر وینا یې تبعیضي احساسات پکې څرګند شوي او لا ډېرې کرکې ته لاره هواروي.
بيبيسي ته معلومه شوې چې په ویډیو کې راڅرګندېدونکي کسان د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په ډیجیټلي اړیکو څانګه کې کار کوي.



