د اولمپيک سیالیو د مشال لېږدولو بحث پاروونکي تاریخ نه خبر یئ؟

د ویډیو تشریح، د اولمپيک سیالیو د مشال لېږدولو بحث پاروونکي تاریخ نه خبر یئ؟
د اولمپيک سیالیو د مشال لېږدولو بحث پاروونکي تاریخ نه خبر یئ؟

د مشال لېږدول د اولمپيک سیالیو یوه مهمه برخه ده. د لوبو پرانېستغونډې ته د لېږدولو لپاره د مشال د بلولو لمبه په ځانګړو مراسمو کې له یونانه اخیستل کېږي. دا مشال تر شا ستونزمن او بحث پاروونکی تاریخ لري او لومړی ځل د نازیانو د واکمنۍ پر مهال په برلین کې په ۱۹۳۶ کې کارول شوی.