افغانستان کې سلګونه میلیونه زړې افغانۍ سوځول شوې؛ څه وکړو چې پیسې مو ژر زړې نشي؟

بانکنوټونه

د افغانستان بانک ویلي، چې د نږدې څلور سوه او ۲۱ میلیونه افغانیو په کچه راټول شوي زاړه بانک نوټونه یې سوځولي دي.

د دغه بانک لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي" څلور سوه او شل میلیونه او اته سوه یو دېرش زره ۴۲۰۸۳۱۰۰۰ افغانیو په کچه راټول شوي زاړه بانک نوټونه په سوېل لویدیځ زون کې په دوو پړاونو کې له کره شمېرنې او کنټرول وروسته د لړم د میاشتې په ۱ او ۲ نېټه په کندهار ولایت کې وسوځول شول."

دا د زړو نوټونو مخ په زیاتیدونکي شمېر ښيې چې له کبله یې ډېر وخت د افغانستان بانک اړ کېږي نوټونه نور له چلښته وباسي.

د بانک د معلوماتو له مخې په سوځول شویو بانک نوټونو کې د یوې، دوو، پنځو، لسو، شلو، پنځوسو، سلو او یوه اندازه د پنځوسووو او زرو نوټونه شامل وو.

دا څه باندې څلور سوه میلیونه بانک نوټونه د افغانستان له سوېل لویدیځ زونه ټولې شوې دي. دلته هم لکه د ډېرو نورو سیمو خلک ورځنۍ کاروبار په نغدو پیسو کوي او بانکي راکړه ورکړه ډېره نه کېږي.

بانک

د عکس سرچینه، d Afghganistan Bank

د عکس تشریح، دا څه باندې څلور سوه میلیونه بانک نوټونه د افغانستان له سوېل لویدیځ زونه ټولې شوې وې چې د ځينو طالب چارواکو لخوا اور ورکړل شو

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک لومړی مرستیال نور احمد آغا وايې، "له درېیو میاشتو راهیسې مو نوي بانک نوټونه بازار ته وړاندې کړي او په بدل کې یې زاړه بانک نوټونه له ګردښت څخه بهر کړي دي چې اوس مهال یې د سوځېدو پروسه له کندهار ولایت څخه پیل شوه."

نوموړي چې په کندهار کې د زړو بانک نوټونو سوځولو پر مهال یې له رسنیو سره خبرې کولې وویل "افغانستان بانک د راکړې ورکړې د برېښنايي کولو په برخه کې اغېزناکه هڅې پيل کړي، چې په راتلونکې کې د بانک نوټونو د ژر زړېدو مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د بي بي سي یو څيړنیز رپوټ ښيې چې افغانستان کې له ۱۳۸۴ کال څخه تر ۱۳۹۸م کاله پورې هر کال له درېیو تر پنځو میلیاردو زړې او له کاره لویدلې افغانۍ سوځول شوې دي.

بي بي سي ته څلور کاله وړاندې ورکړل شوې شمېرې ښيې چې افغانستان ۱۳ کلونو کې ۵۵ میلیارده افغانۍ سوځولې وې.

افغانۍ ولې ژر زړیږي؟

بانک
د عکس تشریح، د بي بي سي رپوټ:افغانستان کې له ۱۳۸۴ کال راپدیخوا هر کال له درېیو تر پنځو میلیاردو زړې او له کاره لویدلې افغانۍ سوځول شوې دي.

افغانستان کې د بانک نوټونو د ژر زړېدو بنسټیز لاملونه په بازار کې د نغدو پیسو ډېر چلښت، د ورکړې د برېښنايي سیستمونو او اعتباري کارتونو نه کارول او یا پرې باور نه کول، د پیسو په شمېرلو کې د یو شمېر هېوادوالو ناسم چلند یا بې پروايې او د بانکونو پر ځای په کورونو کې د پیسو ساتل بلل کیږي.

دغه هېواد چې لا هم له بې وزلۍ او له ګڼو نورو ستونزو تیریږي پکې لکه د نورې نړۍ د پیسو عصري راکړه ورکړه د نشت په حساب ده.

د خیبر په نوم د کابل تایمني سیمې د یوې کوڅې نانوايي وايي، پيریدونکي یې ډېر وخت په سرېښو لړلي- قات شوې، څيرې پیسې ور وړي چې له ورایه ډېرې زړې ښکاري خو کاروبار یې داسې دی چې ویې زغمي هغه دا نېکمرغي بولي چې پیسې که بیخي له کاره نه وي لویدلي مخکې چلیږي.

نوموړی وايي "که رښتیا ووایم زه خپله هم د پیسو ساتلو لپاره داسې د صفت خوندي ځای نه لرم چې راځي تنور ته نږدې بکس ته یې اچوم، دا پیسې ټوله ورځ په جریان کې وي کله له بارانه لمدې او کله په سخت دوبي کې له تودوخې خوالې."

نانوايي

د عکس سرچینه، Getty Images

نوموړي بي بي سي ته وویل "لویان هم په ډک جېب کې پیسې ایږدي ډېر کله هغه جېبونه ډک وي چې پیسې زیانمنوي او په وینا یې که عام خلک بټوې نه کاروي طبیعي ده چې پیسې پرې کیږي او ژر زړیږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د خپل بانکي کارت په واسطه تادیه چې (Contactless Payment) ورته وایې نشته او انلاین سوداګري هم د ګڼو ستونزو له کبله ټکنۍ ده.

بانک نوټونه څنګه وساتو چې ژر زاړه نشي؟

بانک
د عکس تشریح، د بي بي سي خبریال صابر عزیز د یوه څيړنیز رپوټ چمتو کولو لپاره افغانستان کې د پیسو سوځولو بهیر پر مهال

صرافان چې هره ورځ یې له ګوتو د بېلابېلو هېوادونو کرنسۍ تیریږي وايي، د افغان بانکنوټونو کیفیت په افغانستان کې کارونې ته په کتو کمزوری دی.

دوی وايي "افغان بانک نوټونه لکه د پاونډ، یورو او نورو ډېرو نړیوالو پیسو پلاسیتکي نه دي او کیفیت یې ډېر ښه نه دی ځکه یې د ژوند موده ډېره نه ده."

د صرافانو د ټولنې ویاند عبدالرحمان ځیرک بي بي سي پښتو ته وویل د بانک نوټونو د خپل کیفیت ور ها خوا د خلکو لخوا هم د پیسو په راکړه ورکړه کې پام نه کیږي "په ډېرې خواشینۍ سره چې زمونږ هېوادوال له پیسو سره هغسې چلند نه کوي چې باید ویې کړي، دلته که د چا لاسونه په رنګ وي، غوړ وي یا هم لانده وي پیسې پرې اخلي، خلک په نوټونو لیکل کوي چې دا پیسې ډېرې خرابوي."

نوموړی وايي خلک باید د پیسو په ساتلو او د افغانستان بانک د باکیفیته بانکنوټونو له چاپولو سره د بانکنوټونو اوږد ژوند تضمین کړي.

بانکونه
د عکس تشریح، د پیسو سوځولو یو تنور

له دې سره وړم کال د ټولنیو رسنیو ګڼو کاروونکو د پیسو ښې ساتنې ته د توجه اړولو په موخه په ټولنیزو رسنیو یو کمپاین هم پیل کړ او له خلکو پکې غوښتل شوې وه چې خپلې پیسې په بټوه کې خوندي کړي.

افغانستان ته د نویو بانک نوټونو له رسیدو سره هم دغه بانک څو ځلې له هېوادوالو غوښتي څو د بانکنوټونو د ښې ساتنې برخه کې خپله ملي دنده ادا کړي.