اسلام اباد کې د پښتون کلتور ورځ او سندریز ماښام

د ویډیو تشریح، اسلام اباد کې د پښتون کلتور نړیواله ورځ
اسلام اباد کې د پښتون کلتور ورځ او سندریز ماښام

پاکستان کې د پښتنو خبريالانو ټولنې د پښتون کلتور پر نړیواله ورځ د "نوي ژوند" ادبي او کلتوري ټولنې په مرسته د اسلام اباد مطبوعاتي کلب کې یوه غونډه جوړه کړې وه.‌

په دې غونډه کې د پښتو ژبې پر مشهور شاعر رحمت شاه سایل، ادیب او تاریخپوه نور الامین یوسفزي او د خیبرپښتونخوا پر والي فیصل کریم کنډي سربېره ګڼو ټولنیزو او سياسي څېرو ګډون کړی و.