هند کې افغان مېوه پلورونکو لیدو ته ورمات هندیان
هند کې افغان مېوه پلورونکو لیدو ته ورمات هندیان
په هند کې د افغانستان د وچې مېوې پلورونکي افغان ځوانان په خواله رسنیو کې خورا مشهور شوي او ویډیوګانې یې میلیونه ځلې کتل شوې دي.
دې ځوانانو ته وروسته له هغه د هند د ځینو خلکو پام ور واوښت چې د کلکتې ښار په یوه نندارتون کې یې وچه مېوه پلورله. دې کې د افغانستان د بېلا بېلو ولایتونو ځوانان وو.
هره ورځ به سلګونه او ان زرګونه خلک د دوی لېدو ته ورتلل او ویډیوګانې یې پر یوټیوب، فېسبوک، انسټګرام او ټیک ټاک خپرولې.



