د پلار د خوښۍ اوښکې؛ زوی یې د بندیانو په تبادله کې راخوشی شوی

د ویډیو تشریح، د پلار د خوښۍ اوښکې؛ زوی یې د بندیانو په تبادله کې راخوشی شوی
د پلار د خوښۍ اوښکې؛ زوی یې د بندیانو په تبادله کې راخوشی شوی

دلته یو اوکرايينی پلار وینئ چې له بنده د خپل زوی د راخلاصېدو زیري ته د خوښۍ اوښکې تویوي. د ایوان رومانوف زوی د روسیې-اوکرايين د بندیانو د تبادلې په بهیر کې راخوشی شوی دی.

دواړه هېوادونه د تېرې پنجشنبې په ورځ (فبروي ۵) په ابوظبۍ کې د امریکا په منځګړیتوب د جنګي اسیرانو او ملکي وګړو پر تبادلې سره رضا شول. په دې ترڅ کې په څلورو میاشتو کې لومړی ځل د اوکرايين د ۱۵۷ بندیانو په بدل کې همدومره شمېر روسان هم خوشي او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.