مایوت ټاپو له توپان وروسته: ‌"خلک له لوږې او تندې مړه کېدای شي"

د ویډیو تشریح، چیډو توپان مایوت ته لوی زیان اړولی او ویجاړۍ یې رامنځ ته کړې دي

د هند سمندر کې پر مایوت ټاپو تېر شوي یوه ساعت کې ۲۲۵ کیلومتره چټک توپان له کبله د پراخې مرګ‌ژوبلې په اړه اندېښنې ښودل شوې دي.

وړاندې د نژدې زرو کسانو د مړینې وېره ښودل شوې وه. دا په تېرو ۹۰ کلونو کې پر مایوت ټاپو تر ټولو خطرناک ورغلی توپان دی.‌

مرستندویان لا هم هغو ځایونو ته د ځان رسولو هڅه کوي چې په بشپړه ډول ویجاړ شوي او لا مالومه نه ده چې هلته به څومره خلک ژوندي پاتې وي.

د مایوت یوې سناتورې یوې فرانسوي خپروندوی ته ویلي چې خلک د "تندې او لوږې له امله مړه کېدای شي."

سلمه رامیا، له یوه داسې ښوونځي خبرې کولې چې اوس په پناه‌ځای بدل شوی. هغې وویل: "دلته ناروغان شته. خلک پر ځمکه ویده دي."

د فرانسې ځینې وزیران دوه ورځې وروسته له هغه چې د هندي سمندر پر مایوت سیمه ویجاړوونکی توپان راغی، هلته رسېدلي چې ګمان کېږي لسګونه کسان پکې وژل شوي دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برونو ریتایو د فرانسې مایوت توپان ځپلې سیمې ته رسمي سفر پیل کړی دی.

فرانسه هڅه کوي چې د بشري مرستو هڅې تنظیم کړي، ځکه چې هلته اوسېدونکي په ۳۱ درجې ګرمه هوا کې د خوړو او اوبو له کمښت سره مخ دي.

د مایوت مرکزي روغتون او نور روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي یا له فعالیته وتلي دي او د اړیکو نیول لا هم ستونزمن دي.

ښاروال: چیډو توپان "هېڅ شی هم نه دي پرېښي"

د مایوت مرکز مامودزو ښاروال امبدیلواهېډو سومايلا اې‌اېف‌پي خبري اژانس ته ویلي چیډو توپان "هېڅ نه دي پرېښي، روغتون زیانمن شوی، ښوونځي زیانمن شوي او کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي."

د مایوت د چارواکي فرانسوا-زاویر بیووېل مخکې ویلي وو چې د مړو وروستی شمېر ښایي "څو سوو ته ورسېږي، کېدای شي نژدې زر یا ان څو زرو ته ورسېږي."

د راپورونو له مخې، ټول مایوت چې شاوخوا ۳۲۰ زره نفوس لري او له ۲۰۱۱ کال راهیسې د فرانسې د خاورې رسمي برخه ګڼل کېږي، بشپړ ویجاړ شوی دی، په ځانګړې توګه خامې ابادۍ چې زرګونه اوسېدونکي پکې اوسېدل، توپان ویجاړې کړې دي.

د راپورونو پر بنسټ، د مایوت د ۳۲۰ زره نفوس لویه برخه د اوبو او خوړو په څېر بېړنیو توکو ته عاجله اړتیا لري.

Gendarmerie Nationale

د عکس سرچینه، Gendarmerie Nationale

د عکس تشریح، د فرانسې ژغورندویه کارمن ځواکونه د یوه سړک پر پاکولو بوخت دي

ګومان کېږي چې د مایوت بې‌وزله خلک- چې یوه برخه یې ناقانونه کډوال دي او هلته په دې هیله ورغلي چې پنا ورکړي، تر ټولو زیات زیانمن شوي وي؛ ځکه چې دوی ډېری وخت په ناامنه موقتي او په نامعیاري جوړو شوو سرپناوو کې ژوند کوي.

د مایوت ټولنې لویه برخه له ډېرې مودې راهیسې د بې‌وزلۍ له ستونزو سره لاس او ګرېوان ده او شدیدا د فرانسې د حکومت پر مرستو پورې تړلې ده. پر بې‌وزلۍ سربېره، بې‌کاري او سیاسي بې‌ثباتي هم د مایوت اصلي ستونزې دي.

د شمېرو له مخې، د هندي سمندر په دې افریقایي ټاپو کې ۷۵ سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. په مایوت کې له هرو درېیو کسانو یو بې‌کاره دی.

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

که څه هم ځینې فرانسوي ژغورندویې ډلې دې ټاپوګانو ته رسېدلي دي، خو لا هم د مرستو بهیر او لیرې پرتو ټولنو ته رسېدنه روانه ده.

د مایوت مرکزي روغتون ته "لوی زیان" رسېدلی

Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

د فرانسې د روغتیا وزیره جینیوېف داریو سیک وایي، د مایوت مرکزي روغتون ته لوی زیان رسېدلی دی.

هغې پر ټولنیزو رسنیو په یوه تازه خبر کې وویل: "د روغتیا سیستم خورا ډېر زیانمن شوی او د خدماتو لاسرسی په جدي ډول خراب شوی دی. د مایوت روغتون مرکز ته د پام وړ مادي زیانونه رسېدلي."

هغې له فرانس ۲ تلوېزیون سره خبرو کې ویلي "هلته ویجاړیو کې د اوبو سیستم ته لوی زیان اوښتی،‌ د جراحي، مراقبت، زیږون او بېړنیو برخو ته ډېر زیان رسېدلی".

"دا د ټاپو لپاره د قیامت په څېر دی"

Images

د عکس سرچینه، Getty Images

دا د ماټیلډ هانګارډ خبرې دي چې د مایوت اوسني وضعیت یې تشرېح کاوه.

د "لو ژورنال ده مایوت" دغه خبریاله چې په دې ټاپو کې اوسېږي او هلته کار کوي، له پاریسه له بي‌بي‌سي سره غږېدله.

هغې وویل مخکې له دې چې پر ټاپو توپان راشي، له ټولنیزو ستونزو لکه "د اوبو کړکېچ" سره لاس او ګرېوان وو او زیاته یې کړه چې د تاپو شاوخوا نیمه برخه نفوس له ۱۷ کالو کم عمر لري.

هغې وویل چې د قربانیانو شمېر مالومول خورا ستونزمن دی ځکه ډېری هغه کسان چې د ټاپو په خامه سرپناوو کې اوسېږي، خپل مړي په ۲۴ ساعتونو کې د "دیني دلایلو" له مخې ښخوي.

هغې وویل: "دا په دوزخ کې بله ورځ ده، بې اوبو، بې برېښنا، بې شبکې. ټاپو له نړۍ جلا شوی دی. هر څه ویجاړ شوي دي، هوايي ډګر، روغتون، ښوونځي. ټولې خامې ابادۍ له منځه تللې دي، دا وحشتناکه ده".

مایوت

د عکس سرچینه، Getty Images

د فرانسې د سره صلیب ادارې ایرک سام وا هم ویلي چې د مایوت وضعیت "ډېر ګډوډ" دی.‌

دی وايي د مایوت په خامو ابادیو او سرپناوو کې شاوخوا ۱۰۰،۰۰۰ کسان اوسېږي.

"کچه ابادۍ کاملا ویجاړې شوې دي او موږ د بې‌خایه شویو خلکو په اړه هېڅ راپور نه دی ترلاسه کړی".

د هوا پېژندنې ادارې وايي، د دوشنبې په ورځ، دا توپان د مالاوي له جنوبه تېرېږي، بیا مخکې له دې چې د سې شنبې په سهار د زیمبابوې پر لور وخوځېږي، د موزمبیق 'تېټې' ولایت ته خپل تګلوری بدلوي.

د توپان په لاره کې، د سه‌شنبې تر پای پورې کېدای شي ۱۵۰-۳۰۰ ملي‌متره باران وشي.

چیډو توپان په موزمبیق کې هم لیدل شوی او هلته یې ځینې ونې له بېخه ایستلې دي،‌ ودانۍ یې زیانمنې کړې او د شمالي ښار 'پیمبا' شاوخوا ۲۵ مایله (۴۰ کیلومتره) سوېل ته سېلابونه راوتلي.

هلته د درېیو تنو د مړینې خبر ورکړل شوی.