عمران خان پر خپلو پلویانو د احتجاج کولو غږ کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان د خیبر پښتونخوا ایالت اعلی وزیر ته ویلي، چې احتجاج ته چمتوالی ونیسي.
د یادونې ده، چې تېره ورځ د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد یوې محکمې په 'توشه خان۲' نومي قضیه کې ښاغلي خان او د ده مېرمنې ته د ۱۷- ۱۷ کالو زندان سزا ورکړه او ښاغلي خان له هغه وروسته د خیبر پښتونخوا پر اعلی وزیر د احتجاج چمتوالي غږ کړی.
عمران خان چې په اډیاله نومي زندان کې له مخکې ورکړل شوې سزا تېروي، پر شنبه یې له مدافع وکیلانو سره خبرې کړې، چې پر اېکس پاڼه یې هم خپرې شوې دي.
نوموړي د ۱۷ کالو زندان سزا په هکله غبرګون کې ادعا وکړه، چې ''دلته یوازې هغه پرېکړې اورول کېږي، چې له مخکې لیکل شوې وي.''
نوموړي ادعا کړې چې، د تېرو درېیو کلونو ''بې بنسټه پرېکړو او سزاګانو په څېر توشه خان ۲ قضیه هم زما لپاره کومه نوې خبره نه ده.''
ښاغلی خان ادعا کوي چې دی او مېرمن یې بیخي له نورو جلا یوازې په زندان کې ساتل کېږي او ذهناً ځورول کېږي.
نوموړی ادعا کوي چې : ''زموږ لپاره پر کتابونو او ټلویزیون هم بندیز لګول شوی. په زندان کې هر زنداني کولای شي ټلویزیون وګوري، خو پر ما او بشریٰ بي بي بندیز لګېدلی، زما د کورنۍ لخوا چې کوم کتابونه استول کېږي، زندان چارواکي یې ګرځوي.''
عمران خان وايي، د هغه ناوړه چلند په هکله سخت خواشینی دی، چې د ده د ادعا له مخې له اډياله زندانه بهر د ده له خوېندو او نورو ښځو سره شوی. ښاغلی خان وايي، ''هغه چلند چې له بشریٰ بي بي، ډاکترې یاسیمن، ماهرنګ بلوڅ او نورو ښځو سره کېږي، له اسلامي ارزښتونو او د نیکو اخلاقو برعکس دی.''
نوموړی زیاتوي، ''پوځ زما دی او د پاکستانیانو دی. کله چې زه پر چا نقد کوم هغه پر یوه کس نیوکه ده، هغسې چې په تېر کې پر دکتاتورانو کېده.''

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي خان د احتجاج په هکله وویل: ''سهیل اپریدي ته پیغام ورکوم چې پر واټونو احتجاج ته چمتووالی وکړي. ټول ولس باید د خپلو حقونو لپاره راپورته شي. مبارزه عبادت دی او زه د پاکستان رښتینې ازادۍ لپاره شهادت ته هم چمتو یم.''
له دې مخکې د پاکستان پلازمېنې یوې محکمې ښاغلي خان او مېرمنې ته یې د مالي فساد یوې قضیې کې چې د توشه خان-ټو په نامه یادېږي، د ۱۷-۱۷ کالو زندان سزا ورکړه.
ښاغلي خان او مېرمن یې وايي، د دې پرېکړې پر ضد به د اسلام اباد له سترې محکمې استناف غوښتنه وکړي.
د پاکستان اطلاعاتو فدرالي وزیر عطا تارړ بیا پر دې موضوع د خبرو په ترڅ کې د محکمې پرېکړه د عدالت پر بنسټ ولاړه بللې.
له جیو شخصي ټلویزیون سره خبرو کې ښاغلي تارړ ادعا کړې چې، عمران خان او مېرمن یې د میلیونونو روپیو ارزښت ډالیو خورا کمه بیه لګولې او دې سره یې دولتي خزانې ته خورا لږ پیسې ورکړې دي.








