د راتلونکو لسو کلونو لپاره غوره مسلکونه او مهارتونه کوم دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, اولیګ کارپیاک
- دنده, بي بي سي
د کار بازار د بل هر وخت پرتله ګړندی بدلېږي او ډېرې دندې، چې نن شته ډېر ژر به له منځه لاړې شي.
د یوې نوې څېړنې له مخې چې د نړیوال اقتصادي فورم لخوا ترسره شوې، دوه اصلي عوامل چې د دې بدلونونو لامل شوي عبارت دي:
نوې ټېکنالوژۍ او د ډېرو څيزونو اتوماتیک کېدل، بل د زرغون او باثباته اقتصاد په لور حرکت.
په نویو ټېکنالوژیو کې چټک پرمختګ لکه د خورا ډېرې ډیټا پروسېس کول، له کلاوډ سیستم سره د کمپیوټرونو تړل، او مصنوعي ځيرکتیا چې د کار بازار کې یې بنسټیز بدلونونه رامنځ ته کړي.
ښه خبر دا دی، چې د اقتصاد سیستم ته د نویو ټېکنالوژیو دننه کول په ټول اقتصاد کې خوځښت رامنځته کوي له دې سره ځینې دندې له منځه ځي او ځینې رامنځته کېږي.
بالاخره یو کاروبار کولی شي له لږو سرچینو سره ډېر څه ترلاسه کړي، دا په طبیعي توګه وده کوي.
د نړیوال اقتصادي فورم څېړونکي وايي، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د ټولو اوسنیو مسلکونو نږدې څلورمه برخه بدلون ومومي.
له همدې امله، له سختو سیالیو ډګ د دندې بازار کې بریالیتوب لپاره خلک باید په پرله پسې توګه نوي مهارتونه زده کړي او خپلې وړتیاوې ښې کړي.
غوره مهارتونه

د عکس سرچینه، Getty Images
یو له مهمو مهارتونو چې باید د کار په نوي بازار کې زده شي تخنیکي سواد دی.
دا په دې معنی نه ده، چې هرڅوک باید د پروګرامونو جوړولو ژبه زده کړي یا په سختو او پېچلو ماشینونو باندې پوه شي.
په هر حال داسې انګېرل کېږي، چې د ساینس، ټېکنالوژۍ، انجینیري او ریاضياتو اړوند دندو تقاضا به په راتلونکي کې لوړه وي.
که تاسو پر دې فکر کوئ، چې ستاسو ماشوم باید په ښوونځي کې کومو مضمونونو زیات تمرکز وکړي، هغه ریاضي، کمپیوټر ساینس، او طبیعي علوم دي.
بل مهارت، چې تاسو باید ورته پام وکړئ هغه یو تحلیلي فکر دی.
د دې مهارت د ښه کولو لپاره تاسو اړتیا لرئ، چې خپل ادراکي وړتیاوو ته وده ورکړئ په بل عبارت خپل ذهن ته وده ورکړئ.

د عکس سرچینه، Getty Images
د نمونو یا بېلګو پېژندلو او د معلوماتو ترمنځ د اړیکو پېژندلو او پیدا کولو وړتیا مو لوړه کړئ او هڅه وکړئ خپله شننه یا پایله مو له احساساتو او شخصي غوراوي څخه لرې وساتئ.
د یادې وړتیا ترلاسه کولو لپاره تاسو اړتیا لرئ، چې خپل د پام (توجه) او تمرکز تمرین مو زیات کړئ.
دا ځکه چې برېښنایی وسایل، ټولنیزې شبکې، انلاین لوبې او اعلانونه پرله پسې توګه زموږ د پام خپلولو لپاره خپلو کې سره سیالي کوي او موږ ته داسې احساس راکوي، چې موږ یو څه له لاسه ورکوو.
تحلیلي مهارتونو کې ځان سره زدکړې کول (self-education) او تجسس (کنجکاوي) په کې هم شاملېږي، د دې لپاره چې په دوامداره توګه زدکړې او پرمختګ وکړئ تاسو باید دا وړتیا ولرئ، چې په خپله موخه یا هدف تمرکز وکړئ.
په لوړه کچه د انګلیسي زدکړه هم یو ډیر ارزښتناک مهارت دی.
همدارنګه خلاقیت خورا مهم دی. په ساینس، انجینیرۍ، ډیزاین یا هنر کې به طلایي ترفیع هغه چا ته ورکول کېږي، چې تخنیکي سواد له خلاقیت سره یوځای کړي.
اړیکه او خواخوږي هم دوه خورا ارزښتناک مهارتونه دي، په ځانګړې توګه د مصنوعي ځیرکتیا په عصر کې.
د ماشینونو د چټک پرمختګ سره سره بیا هم انسانان به تل انسانانو ته اړتیا ولري او د انسان پاملرنه، ګډ کار (ټیم ورک)، یو بل ته د غوږ نیولو وړتیا، کیسې ویلو وړتیا، ملاتړ او خواخوږۍ به له هر څه ډېره او له هرڅه مخکې ارزښتناک وي.
نوې ټېکنالوژي

د عکس سرچینه، Getty Images
دا د حیرانتیا خبره نه ده، چې معلوماتي ټېکنالوژي او نوې ټېکنالوژي هم په نږدې راتلونکي کې د ودې صنعتونو څخه دي.
مصنوعي ځرکتیا او د ماشینونو کارول به پراخ فرصتونه هم ځان سره راوړي.
په دې برخه کې یو مهم مسلک د پوښتنو انجینيري ده، یو کارپوه چې د اې ای (AI) ماډلونو سره اړیکه ولري یعنی پرې پوه شي او له اړتیا یا غوښتنو سره سم هغه عیار یا برابر کړلی شي.
دا کس د مصنوعي ځیرکتیا او انسانانو ترمنځ د منځګړي په توګه کار کوي.
په اې ای پورې اړوند بل مسلک د اخلاقو پېژندونکی دی، د بېلګې په توګه هغه کس چې په اخلاقو کې تخصص لري د امنیتي برخې انجینیر او د انسان لخوا د ماشین کارونې د اړیکې وده ورکوونکی یعنی د انسان او ماشین ترمنځ اړیکې ته به وده ورکوي او دا هغه مسلک دی چې دندې به ورته پیدا کېږي.
په عموم کې کله چې د مصنوعي ځیرکتیا خبره راځي، په بېلابېلو مسلکونو کې خلکو ته مشوره ورکول کېږي، چې دې ټېکنالوژۍ ته د سیال په توګه مه ګورئ بلکې هغه ته د یوه شریک په توګه وګورئ او دا زده کړئ چې څنګه ورسره کار وکړئ.
د انسانانو لپاره د ممکنه کارونو بله ساحه د لویو معلوماتو تحلیل دی، چې د معلوماتو لویه ټولګه پکې شامله ده لکه د نیټ فېلکس (Netflix) په څېر د انلاین پلټ فارمونو معلومات.
په نږدې راتلونکي کې به د سایبري امنیت یا انلاین امنیت متخصصینو لپاره د کار یا دندې کمښت نه وي، ځکه حساس معلومات لا زیات د لاسرسي وړ دي.
زرغونې دندې

د عکس سرچینه، Getty Images
د نړیوال اقتصادي فورم د "د ۲۰۲۳ کال د دندو راتلونکې" راپور له مخې په بېلابېلو سکتورونو او صنعتونو کې د زرغونو دندو غوښتنه مخ په زیاتېدو ده.
دا راپور وايي، "په نړیواله کچه زرغون اقتصاد په لور تګ کې تر ۲۰۳۰ کاله د پاکې انرژۍ، د ککړو ګازونو تولید کمښت او ټېکنالوژیو په برخه کې به دېرش میلیونه دندې رامنځته کړي. "
اوس مهال جاپان او لوېديځ هېوادونه د زرغونې انرژۍ او ټیکاولروونکې ودې په برخه کې د نويو کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مخکښ دي او چين هم په تدريجي ډول د پرمختګ په حال کې دی.
د دندو دا کټګورۍ کېدای شي د سوداګرۍ، ساینس او سیاست پورې اړه ولري، یا په مستقیم ډول د چاپېریال سره تړاو ولري. هغه سکتورونه چې د نوې کېدونکي انرژۍ په برخه کې کار کوي یا هغه څوک چې د انرژي نوې سرچینې لټوي یا په بیټریانو کار کوي دا هغه ډلې دي چې د خطر سره مخامخ ډولونو د ساتنې لپاره کار کوي. اقتصادي مشورې ورکوي، یا د چاپېریال ساتنې په قوانینو کې د بدلون راوستو لپاره کار کوي دا ټولې هغه دندې دي چې کېدای شي له منځه لاړې نه شي.
د ښاري پلان جوړونکو، معمارانو، ډیزاینرانو او ځیرکو کورونو جوړونکو ته به هم ډېره اړتیا وي.
روغتیايي مسلکونه

د عکس سرچینه، Getty Images
د نړۍ نفوس مخ په ډېرېدو دی او د خلکو د ژوند کلونه مخ په زیاتېدو دي له همدې کبله پاملرنې او درملنې ته له مخکې زیاته اړتیا ده.
له همدې امله د روغتیا او پاملرنې اړوند مسلکونه به په نږدې راتلونکي کې لوړه تقاضا ولري یا به ورته زیاته اړتیا وي.
په ځانګړي توګه هغه طبي کارمنان، چې ناروغانو ته نه یوازې درمل ورکوي بلکې احساساتي او رواني ملاتړ یې هم کوي.
ډاکټران او د روغتیا پالنې متخصصین باید په دوامداره توګه زدکړې وکړي او د نوي تشخیص او درملنې میتودونو سره ځان بلد کړي.
مصنوعي ځیرکتیا به په دې برخه کې هم مرسته ورسره کوي.
همدارنګه د رواني درملنې ډاکتران، شخصي روزونکي او د معنویاتو روزنه ورکوونکو ته په هم اړتیا وي.
فزیکي کار

د عکس سرچینه، Getty Images
د فزیکي کار مسلکونه، لکه میخانیکي کارکوونکي، ترمیم کوونکي، برېښنایي او ساختماني کارکوونکو ته به هم په راتلونکو کلونو کې اړتیا وي.
چېرته چې په بېلابېلو حالاتو کې د کوچنیو او دقیقو کارونو د ترسره کولو ته اړتیا وي هلته د انسانانو بدیل نه وي.
خو په خپلو دنده کې پاتې کېدو او د دې لپاره چې خلک تاسو ته اړتیا ولري یا درته تقاضاوې وي باید په دوامداره توګه خپله تخنیکي پوه ښه کړئ او نوي ځیرک وسایل زدکړئ.
تمه کېږي، چې په کرونده کې د نويو دندو تقاضاوې به هم لوړې شي.
د ځمکې نفوس مخ په ډېرېدو دی او هرڅوک خوړو ته اړتیا لري. خو بیا به هم د کروندګرو پرتله د ماهرو انجینیرانو تقاضا لوړه وي.
هغه دندې چې له منځه ځي
یو شمېر دندې به ډېر ژر له بازاره ورکې شي.
په ځانګړې ډول هغه دندې چې په چټکۍ سره په اتومات سیستمونو اوړي یا په اتومات ډول ترسره کېږي.
ځینې دندې چې کېدای شي ډېر ژر د کار له بازار څخه ورکې شي په دې ډول دي:
• هغه دندې چې مشتري یا پېرودونکې ته خدماتو وړاندې کولو پورې اړوندېږي هغه که مخکې له پېرودلو وي یا وروسته له پېرودلو وي. لکه د نغدو پیسو اخیستوونکی، مشوره ورکوونکی او نور
• اداري مدیریت (له لرې لارو څخه د کار کوولو ډول زیاتېدل)
• د معلوماتو داخلولو پورې اړوند دندې (د احصایې، مالیې، ټایپیسټانو، تخنیکي ژباړونکو په برخه کې کارکوونکي)
• محاسبه
• د فابریکې کارکوونکي چې تکراري دندې ترسره کوي.
کیسه لیکوونکي

د عکس سرچینه، Getty Images
دا هم یو هغه مسلک دی، چې په راتلونکي کې یې په اړه خبرې کمې کېږي خو بې له شکه په راتلونکي کې به کیسو لیکو ته اړتیا وي.
په راتلونکي کې به هر هغه کار چې د بشري تجربو لېږدېدونکی وي یا پورې اړوند وي او تخلیقي وي د زرګونو کلونو دمخه په څېر به مهم وي.
لیکوالان، شاعران، ډاېرکټران، اداکاران، کامیډي کوونکي، هنرمندان، او موسیقي غږوونکي ته به په دوامداره توګه اړتیا وي ان که اې ای AI دا برخې هر څو وننګوي بیا به هم ورته اړتیا وي.








