د طالبانو لوی مشر: نسخې دې کمپیوټري شي

- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
د کابل په مرکزي پولیکلنیک کې ناروغانو ته اوس کمپیوټري نسخې ورکول کېږي. چارواکي یې د عصري روغتیايي سیستم پر لور مهم ګام بولي.
شکایتونه دي چې نسخې ډېر مهال په لاس په معیاري ډول نه لیکل کېږي، په کې اړینو برخو ته پام نه کېږي او ډېر مهال نسخې د لوستو وړ نه وي.
افغانستان کې د کمپیوټري نسخو د لیکلو حکم د طالبانو لوی مشر ملا هبت الله د یوه فرمان په ترڅ کې وکړ. په فرمان کې راغلي "د عامې روغتیا وزارت دې په هغو ځایونو کې چې سهولت شته په امتحاني ډول دې د کمپیوټري نسخو لیکل پیل کړي."
فرمان کې دا زیاتونه هم شوې چې دا بهیر دې د اړینو اسانتیاو له برابرېدو سره وغځول شي.
افغانستان کې د نورو روغتیايي مرکزونو په څېر، په مرکزي پولیکلنیک کې هم ډاکټرانو کلونه ناروغانو ته په لاس نسخې لیکلې، خو نن یې کمپیوټري بڼې ته مخه کړې.

ډاکټر بصیر خالق زاده چې یوه کمپیوټري نسخه یې په لاس کې وه په مسکا راته وویل "دا یې کمپیوټري بڼه ده".
هغه چې له دغه بهیره ډېر راضي برېښېده زیاته کړه "هر څه په معیاري ډول لیکل شوي. د ناروغ نوم، د ناروغۍ نښې نښانې او تشخیص ټول په کې شته."
دلته ډاکټران چې ورو ورو د کمپیوټري نسخې لیکنې له بهیر سره بلدوي وايي کار ورته آسانه شوی. ډاکټر یاسر الله تره کی وايي " د یوه درمل د نامه لومړی توری چې ولیکو، نو بشپړ نوم یې راڅرګند شي."

په لاس د لیکل شویو نسخو ستونزې
ما ځینې داسې نسخې وموندې چې لوستل یې راته ګران و، نو ورغلم یوه درملتون ته چې وګورم آیا مسلکی درمل جوړونکي او فارمسېستان یې لوستلی شي؟ ورباندې پوهېږي او که څنګه؟
خو کابل په یوه درملتون کې مسلکی فارمسېست محمد بصیر میوند یې هم له لوستلو عاجز و.
هغه وویل "د دغو نسخو لوستل سخت دي." خو "یوازې د یوه درمل نوم مې وپېژانده، نور ټول نه لوستل کېږي."
دا ډول ستونزې ځنډ، ګډوډي او کله ناکله د ناروغانو لپاره خطر جوړوي، ځکه د هغو درملو پر ځای چې ډاکټر یې سپارښتنه کړې ناسم درمل ورکول کېږي.

ښاغلی میوند وايي "موږ داسې ډېرو نسخو سره مخ کېږو چې لوستل یې سخت دي. ډاکټران کله د درملو عمومي نوم نه لیکي، د کمپنۍ په نامه بسنه کوی او دا هم نه لیکي چې څومره ګرامه درمل یې تجویز کړي."
د کابل په مرکزي پولیکلنیک کې د په کمپیوټري بڼه د نسخو لیکل پیل شوي خو که عام هم شي ښايي کلونه کلونه وخت ونیسي، مانا دا چې خلک به په لاس د لیکلو شویو نسخو له ستونزو سره لاس او ګریوان وي.
د طالبانو حکومت د دغه اقدام موخه د همدې ستونزو مخنیوی بولي.
د روغتیا د وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي
"د کمپیوټري نسخو موخه د همدې ستونزو کمول او د شفري نسخو مخنیوی دی."
شفري نسخې تر ډېره په بازارونو کې د ډاکټرانو او درملتونونو ترمنځ د ګټو راز او شفر بلل کېږي چې یوازې هماغه لیکونکی او ملګری درمل پلورونکی یې پرې پوهېږي. دغه څه ته د فساد او درغلۍ په سترګه کتل کېږي او ان په ځینو دولتي روغتونو کې هم په تېر کې پر ډاکټرانو دا تور لګول کېده چې ګواکې دولتي روغتونو ته ورتلونکي خلک دې ته اړباسي چې د دوی له شخصي درملتونونو درمل وپېري.

د کمپیوټري نسخو د دودېدو پر وړاندې خنډونه
خو په داسې یوه هېواد کې چې آسانتیاوې ډېرې نشته داو برېښنا پرچاوۍ په کې ورځنۍ چاره وي د کمپیوټري نسخو دودېدل به شونې وي؟
ځینې ډاکټران خبرداری ورکوي چې د برېښنا په نه شتون او د پرنټرونو یا چاپ ماشینونو په کمښت کې به یې دودېدل له ننګونو سره مخ وي.
کابل کې ډاکټر نذیر احمد بختیار هم په همدې باور دی. دی وايي
""په لاس لیکل شوې نسخه کې نه کمپیوټر ته اړتیا وي، نه برېښنا، او ژر لیکل کېږي."
د کمپیوټري نسخو دودیدو ته لوی واټن
شونې ده چې مرکزي روغتونونه ځانونه د کمپیوټري نسخو د لیکلو جوګه کړي خو د هېواد ډېری کلینیکونه او ډاکټرانو شخصي کتنځایونه لاهم هغه بنسټیز امکانات نه لري چې کمپیوټري نسخې لیکلو لپاره ورته اړتیا ده.
اوس مهال، د افغانستان ډېری ډاکټران یوازې پر لاس لیکلو نسخو تکیه کوي. د ډیجیټلي سیسټم پیل کېدل یو مثبت ګام بلل کېږي، خو عملي کېدل یې ښايي کلونه وخت ونیسي. همدې دې د امکاناتو کمیو دې ته لار جوړه کړې چې درغل او د شفري نسخو کسان خپل کاروبار ته د دوام پلمه ولټوي که څه هم طالب چارواکي یې پلې کېدا ته ځان ژمن ښيي








