د یهود ضد او صهیونیزم ضد ترمنځ توپیر څه دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ایفبيای وايي دوی دا پلټنه کوي چې ایا د چهارشنبې برید، چې په واشنګټن ډيسي کې یې د اسرائیلي سفارت دوه کارمنان ووژل، د کرکې له امله شوی جنایت دی که له ترهګرۍ سره تړاو لري.
ګومان کېږي مشکوک برید کوونکي د نیول کېدو پر مهال د "ازاد فلسطین، ازاد!" نارې وهلې: د ۲۰۲۳ د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیلو د حماس بریدونو او ورپسې د غزې جګړې له پیل راهیسې، پر ټولنیزو رسنیو دا بحثونه روان دي چې د یهود ضد او د صهیونیزم مخالفت ترمنځ توپیر څه دی.
نو دا اصطلاحات اصلاً څه معنا لري؟
- یهود ضد د یهودي خلکو پر وړاندې تعصب معنی لري او له پېړیو راهیسې موجود دی.
- د صهیونیزم ضد عموما د اسرائیلي دولت له موجودیت سره مخالفت په توګه تعریفېدلی شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
صهیونیزم څه شی دی؟
صهیونیزم د ۱۹مې پېړۍ په پای کې په اروپا کې د یوه سیاسي غورځنګ په توګه پیل شو. د دې غورځنګ موخه دا وه چې د یهودانو لپاره په هغه سیمه کې چې "فلسطین" بلل کېده – او یهود یې د "لوی اسرائیل پخوانۍ خاوره" ګڼي - یو ملي دولت جوړ شي.
د ملګرو ملتونو وړاندیز دا و چې فلسطین دې په دوه برخو ووېشل شي: یوه برخه د یهودي دولت لپاره او بله د عربانو دولت لپاره. په ۱۹۴۸ کال کې د اسرائیلي دولت جوړېدل اعلان شول.
خو ډېرو هغو عرب وګړو چې په فلسطین او شاوخوا سیمو کې اوسېدل، د اسرائیل جوړېدل ونه منل او دا یې د عربو له حقونو انکار وګاڼه.
په نننۍ زمانه کې، هغه کسان چې ځانونه صهیونیستان ګڼي، عموماً د اسرائیل د یهودي دولت د ساتنې او پیاوړتیا ملاتړ کوي.
صهیونیزم بېلابېلې بڼې لري - ځینې صهیونیستان باور لري چې اسرائیل د خپل اوسني دولت له پولې هاخوا هم پر ځینو سیمو حق لري. نور صهیونیستان بیا له دې نظر سره مخالفت کوي.
ډېر یهودان د صهیونیزم له اساسي اصولو سره موافق دي یا خواخوږي ورسره لري -یعنې دا چې د یهودانو لپاره یو خپلواک دولت باید د ننني اسرائیل په سیمه کې وي.
خو یو کوچنی شمېر یهودان بیا صهیونیزم ردوي، که د دین له مخې وي یا له سیاسي اړخه.
همداراز، غیر یهودان هم صهیونیستان کېدلی او د اسرائیلي دولت ملاتړ کولی شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د صهیونیزم ضد یا مخالفت څه شی دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د صهیونیزم مخالفت عموماً داسې تعریفېږي: د اسرائیلو د دولت د موجودیت مخالفت.
د اسرائیلو په دولت کې داسې صهیونیستان هم شته چې د دولت له ځینو تګلارو سره مخالفت لري، لکه د لوېدیځې غاړې/تړانګې اشغال، د بېلتون دېوال لاره (هغه دېوال چې اسرائیل یې د فلسطیني بریدګرو پر وړاندې د امنیت لپاره جوړوي، خو فلسطینی ملاتړي یې د خاورې غصب بولي) او د یهودي مېشتځایونو جوړول.
ځینې وخت، کله چې خلکو پر اسرائیلو سخت انتقاد کړی، دا معلومول سخت شوي چې ایا دا نیوکه د یهود ضد کرکې پر بنسټ شوې ده که نه.

د عکس سرچینه، Getty Images
له همدې امله، ځینې ادعا کوي چې د صهیونیزم مخالفت - یعنې د یهودي دولت ردول – یوازې د یهود ضد تعصب یوه نوې بڼه ده. د هولوکاسټ یادونو نړیواله اتحادیه وايي، د اسرائیلو په اړه ځینې ادعاوې او تورونه د یهودیت ضد دي.
خو هغه کسان چې دا نظر نه مني، وايي دا استدلال د اسرائیل پلویان کوي، چې د اسرائیلو پر ضد مشروع او قانوني نیوکې "توکمپالنه" وښيي او غلي یې کړي.
ځینې خلک وايي، "صهیونیست" ویل ځینې وخت د یهودانو پر ضد د پټ برید لپاره کارېږي. خو نور بیا استدلال کوي چې د اسرائیلو حکومت او ملاتړي یې د صهیونیزم مخالفت په لوی لاس له یهود ضدۍ سره ګډوډوي چې له انتقاده ځان خلاص کړي.











